د حجاب په نوم د طالبانو د جامو مقرراتو د نه مراعتولو په تور د ښځو نیول کېدلو د یو شمېر افغان کورنیو اندېښنې راپارولې دي. ځینې نیول شوې ښځې ادعا کوي چې د نیول کېدو پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. ملګرو ملتونو هم په هرات او کابل کې د لسګونو ښځو او نجونو د نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نن د اکتوبر ۲۸مه د انیمېشن نړیواله ورځ ده. په دې مناسبت، په افغانستان کې د انیمېشن فعالان وايي چې دا صنعت کمزوری دی او د ماشومانو لپاره پکې لا ډېر کار پاتې دی، که څه هم مصنوعي ځیرکتیا یې تولید اسانه کړی دی.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت تازه ۱۱۵ خصوصي روغتونونه درجهبندي کړي، چې یوازې دوه روغتونونه په «A» درجه کې راغلي دي. خو طالب چارواکو نه ده روښانه کړې چې د دې ارزونې په معیارونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو، قابلو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون هم په پام کې نیول شوی دی که نه.
د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت د پلازمېنې کابل په استوګنیزو ودانیو کې اپارتمانونو ته جلا میترونه نه ورکوي. اوس چې په کابل کې، په وروستیو کلونو کې استوګنیزې ودانۍ ډېرې جوړې شوې، اوسېدونکي یې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، په دې ډول پرې د برېښنا لګښت ډېر راځي.
له افغانستان څخه ځیني ښځې ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي، چې د طالبانو له خوا د حجاب د اصولو د نه مراعتولو په تور، د دوی نارینه خپلوان نیول شوي یا وهل شوي دي. اوس دا موضوع دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې نارینه د خپلې کورنۍ د ښځو د کړنو په تړاو مسؤل ګڼل کېږي؟
په جرمني کې مېشتې یو شمېر افغانې انځورګرې وايي، که څه هم له خپل هېواده لرې ژوند کوي، خو د خپلو هنري آثارو له لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ستونزې انځور کړي او د هغوی غږ تر نړیوالو ورسوي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتو ډیورنډ کرښې ته د څېرمه سیمو د اوسېدونکو ژوند له خطرونو او ستونزو سره مخ کړی دی. د ځینو کورنیو غړي وژل شوي او دوکانداران او سوداګر هم له مالي زیانونو او د عوایدو له کمښت شکایت کوي.
په بېلابېلو کورنیو کې د ماشوم زېږېدل معمولاً له خوښیو او خوشحالیو سره مل وي، خو په افغانستان کې ځینې میندې وايي چې د ماشوم له زېږېدو وروسته یې ورځې له خپګان، اندېښنو، بېخوبۍ او رواني فشارونو سره تېریږي یا هم تېرې شوي دي.
د سمنګان ولایت یوه کونډه ښځه وايي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په خپل کور کې د کالیو مینځلو صابون تولیدوي او له دې لارې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
د ښارونو منځ کې تېر شوي سیندونه او نهرونه طبیعي ښکلا زیاتوي، خو کابل سیند بیا له لسیزو راهیسې خپل دغه رنګ بایللی دی. له یوې خوا خلک او په ځانګړې توګه ځایي دوکانداران سیند ته خپل کثافات غورځوي او له بل لوري ښاروالۍ تراوسه نه ده توانېدلې چې دغه سیند خپل اصلي حالت ته راولي.
په کابل ښار کې یو شمېر کورنۍ وايي، چې د مالي ستونزو له امله رسټورانټونو ته د ډېر کله تګ توان نه کېږي؛ خو په یاد ښار کې د یو شمېر رسټورانټونو څښتنان بیا وايي، چې کار یې ښه دی او خپل پېرودونکي لري.
په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو سره اقتصادي ستونزو او د عایداتي سرچینو کمښت په دغه هېواد کې د رسنیو فعالیت له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. تازه د سلام وطندار راډیو ادارې یو شمېر کارکونکي، چې خبریالان او پروډیوسران پهکې شامل دي، له دندو ګوښه کړي دي.
په افغانستان کې یو شمېر نجونې او ښځې وايي، کوم هېوادونه چې افغان ښځو ته د پناه ورکولو اعلان کوي، باید داسې شرایط برابر کړي، چې دوی د هېواد له دننه خپل کېسونه ثبت کړی شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان کړی، چې د افغانو متشبثو ښځو د ملاتړ لپاره یې یو میلیون او اووه لکه ډالره ځانګړي کړي. یو شمېر متشبثې ښځې وایي، دا پانګونه د دوی د کاروبارونو په بیاغوړېدو او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو کې مرسته کولی شي؛ خو دوی د وېش د بهیر پر شفافیت ټینګار کوي.
د طالبانو حکومت د سوالګرو د راټولولو د نوي پړاو د پیل خبر ورکوي، خو یو شمېر کابل ښاریان وايي په واټونو، بازارونو او کوڅو کې لا هم ګڼ سوالګر لیدل کېږي. ځینې سوالګر بېوزلي او بېکاري د سوال کولو اصلي لاملونه بولي.