د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۴

کابل ښاریان له ترافیکي ګڼه ګوڼې شکایت کوي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د پلازمینه کابل یو اوسېدونکی فرید، وايي کابل کې چې هر خوا ځې د موټرو ګڼه ګوڼه ده او په ساعتونو وخت دې په لاره ضایع کېږي. د فرید په خبره، پخوا هم دا ګڼه ګوڼه وه خو په خبره یې وروستیو کلونو کې ډیره شوې، د ده باور لامل یې پلازمینه کې د نفوسو پراختیا په ځانګړي ډول ورته په ډېر شمیر سره د کډوالو بېرته ستنېدنه ده: "کډوال چې له ایران او پاکستان راغلي بل کار کولای نشي او بل کار شته هم نه، یا دکان کوي یا ټکسي چلوي، دکانونه پیدا کېږي نه، خو ټکسیانې بیخي زیاتې شوې دي."

خو فرید زیاتوي، چې د نویو سړکونو په جوړولو او دغه شان د پخوانیو هغو په پراخولو کار روان دی: "څلور لارو باندې کار شروع دی، هوايی پلونه جوړوي لګیا دي، بره کي پل داسې فکر وکړه چې ۹۰ سلنه کار یې شوی او ۱۰ سلنه نور پاتې دی."

د یادونې ده چې د بره کي د هوايي پله د جوړولو چارې چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په غويي میاشت کې پیل شوې وې، د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې په وینا د ۱۴۰۶ لمریز کال په ثور میاشت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ټکسي چلوونکی خالد هم ښار کې د موټرو له ګڼه ګوڼې؛ او له ترافیکي ستونزو شکایت کوي: "ګلبهار سنتر سره ډیر بیروبار وي ښار ته چې نېږدې کېږي، له شهر نو شروع کېږي، ها خوا شهید څلور لارې یې راسپړلې داسې یو بیروبار دی."

په راپور کې مرکه شوي کسان وايي، که څه هم هوايي پلونه په اوږدمهالي کې ممکن ترافیکي ستونزې کمې کړي خو اوس یې د جوړېدو له امله یو شمیر لارې بندې دي چې د کابل ښاریانو او موټرچلونکو ستونزې یې دوه چنده کړي.

باور وکړه چې یو ساعت کې له حاجي یقوب څلور لارې څخه تایمني ته نشې راتللی، داسې بیروبار دی.
فرید، د کابل اوسېدونکی

خو د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالې فرهنګي سلاکار نعمت‌الله بارکزی مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی هڅه کوي چې د سړکونو د رغونې پر مهال د خلکو لپاره بدیلې لارې برابرې کړي.

د ده په خبره په دې ښار کې نږدې ۲۰۰ رغنیزې پروژې روانې دي چې ډېری یې د سړکونو دي او په جوړېدو سره به یې ترافیکي ستونزې تر ډیره بریده هوارې شي.

بارکزي تازه ازادي راډیو ته ویلي، چې د هوايي ډګر او عامې روغتیا څلور لارې تر منځ هم د یو هوايي پُل جوړول د دوی په پام کې دي:

"هوايي پل د ۶۲۰ متر په اوږدوالي سره د عامې روغتیا له څلور لارې څخه د هوايي ډګر په لور وي، چې ۴۴ متره عرض لري او ۶ متره به هم له ځمکې لوړ وي، څلور کړۍ به ولري، د کابل د هوايي ډګر د څلور لارې لپاره جوړ شوی، په لومړیو کې به درې د تګ، راتګ خطونه ولري خو په مرکزي سیمو کې به پنځه د تګ، راتګ خطونه ولري، کابل ښاروالې هیله منه ده چې په نېږدې راتلونکي کې د دې پل د جوړېدو اجرايوي کارونه پیل کړي."

د ښاري پراختیا او ودانیزو چارو انجنیران هم په دې نظر دي، چې ښارونو کې د ترافیکي ستونزو د کمولو لپاره د هوايي سړکونو جوړول ډیر مهم دي، خو د دوی په باور نورې بدیلې لارې هم شته چې په ښارونو کې د موټرو بیروبار پرې کمېدای شي.

له دې ډلې انجنیر راحت ګل زیارمل وايي، د کابل په شان کوچني ښار کې د هوايي سړکونو او پلونو د جوړولو پر ځای چې په خبره یې لګښتونه یې هم ډیر دي، پکار ده چې د ترافیکو د کنټرول سیستم په منظمولو کار شي: "د ډیرو زیاتو موټر داخلېدل کابل ته محدود کړل شي، دوهم دا چې د ترافیکي نښو، اشارو او علایمو مراعتول او ترافیکي اصول جبراً پر موټر چلونکو عملي کړل شي، په دې سره د موټرو بیروبار او بې نظمي کمېږي."

ښاغلی زیارمل زیاتوي، چې د هوايي سړکونو او پلونو جوړول په ځینو مرکزي او تاریخي سیمو کې لکه د ده په خبره د ارګ او وزیر محمد اکبر مېنې شا او خوا دا د ښار ښکلا هم زیانمنوي.

د یادونې ده چې په پلازمینه کابل کې د نفوسو پراختیا یوازې ترافیکي مشکلات نه دي رامنځته کړي، بلکې په نورو عامه خدمتونو یې هم فشار زیات کړی او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ورلډ پاپیولیشن ریویو د خپلواک سازمان د شمیرو له مخې د کابل نفوس چې په ۱۹۷۹ کال کې تقریبا یو ملیون اټکل شوی و اوس شاوخوا ۵ ملیونو ته رسیږي.

ملګري ملتونو ویلي، د کابل ښار ودانیزې ساحې په وروستیو لسیزو کې په پام وړ توګه پراخې شوې چې د ښاري پراختیا پلان جوړونې او پانګونې ته اړتیا لري.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG