تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۸

د لوړ ولور او بېکارۍ له امله ګڼ افغان ځوانان مجرد پاتې شوي دي

د نومبر ۱۱مه د مجردانو نړیواله ورځ ده. په بډایه ټولنو کې مجرد پاتې کېدل یو انتخاب وي، خو په افغانستان کې بېکارۍ، بېوزلۍ او لوړ ولور ګڼ ځوانان مجرد پاتې کېدو ته اړ کړي دي. د دغو دودونو بیه هلکان او پېغلې دواړه ورکوي.

بېکاري، بېوزلي او ناوړه دودونه هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې د ګڼو ځوانانو د ګډ ژوند د پیل مخه نیولې ده. ۳۹ کلن روزبه د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ اوسېدونکی دی او تر اوسه مجرد پاتې دی. هغه وايي، د بېکارۍ او بدو اقتصادي شرایطو له امله یې تر اوسه د واده کولو پرېکړه نه ده کړې.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «د یوې مناسبې دندې او تنخوا پیدا کول ډېر ستونزمن شوي دي. زه خپله هم مجرد یم، زړه مې کېږي چې واده وکړم، خو که نن یو ځوان له اقتصادي چمتووالي پرته واده وکړي، نو ښايي سبا له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.» د هغه په خبره: «افغان ځوانان ډېرې هیلې لري چې ګډ ژوند پیل کړي، کور او هوسا ژوند ولري، خو اقتصادي ستونزې اجازه نه ورکوي چې دوی خپلو هیلو ته ورسېږي.»

اووه تر اته لکه افغانۍ ولور

د پکتیا ولایت د میرزکي ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الله مسعود وايي، د دوی په سیمه او شاوخوا سیمو کې د ولور د دود له امله ډېری ځوانان د ګډ ژوند په پیلولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

ولور رښتیا هم ډېر لوړ دی؛ اووه لکه او اته لکه افغانۍ
محمد الله مسعود، د پکتیا اوسېدونکی

هغه وویل: «ولور رښتیا هم ډېر لوړ دی؛ اووه لکه او اته لکه افغانۍ. که څوک په لږ ولور خپله لور واده کړي، نو دا عیب ګڼل کېږي. بیا خلک خبرې کوي چې پلاني کس ولې خپله لور په دومره لږ ولور ورکړه.»

مسعود زیاتوي: «ځینې ځوانان شته چې د ولور د برابرولو لپاره مسافرۍ کوي او سخت کارونه ترسره کوي، څو هغه ولور پوره کړي چې د خسرګنۍ له خوا پرې ټاکل شوی دی.»

د یو شمېر هغو شخصي بنسټونو مسوولین، چې ډله‌ییز ودونه جوړوي، وايي، د واده لپاره د سختو شرایطو له امله ګڼ افغان ځوانان خپل وطن پرېښودو ته اړ شوي او له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

د سیلاب بنسټ مشر سید احمد سیلاب ازادي راډیو ته وویل: «په افغانستان کې لوړ او ملا ماتوونکی ولور، بې‌ځایه رواجونه، ضد او ضدبازۍ، د خواښې او خسر فرمایشونه، دا ټول نږدې سلګونه کاله سابقه لري. له بده مرغه، د دغو دودونو ډېر قربانیان پېغلې او ځوانان دي.»

هغه زیاته کړه: «له همدې امله هر کال زرګونه ځوانان اړ کېږي چې خپل کور، کلی او وطن پرېږدي او له نامعلوم برخلیک سره مخ شي. نو باید په هېواد کې دغه ناوړه رواجونه له منځه یوسو.» د سیلاب په وینا، دوی په تېرو ۱۸ کلونو کې د دې ستونزو د حل لپاره د شاوخوا ۱۲ زره جوړو ډله‌ییز ودونه ترسره کړي دي.

د طالبانو د مشر فرمان پر ولور بندیز

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ل کال د کب په میاشت کې (د ۲۰۲۵ز کال فبرورۍ او مارچ) د بې‌ځایه دودونو د مخنیوي په اړه ۱۷مه ګڼه فرمان صادر کړی و، چې په لومړۍ ماده کې یې په ۲۴ بندونو کې په دې اړه ګڼ محدودیتونه راغلي دي.

په دغو محدودیتونو کې د ولور نه ورکول او نه اخیستل، د دستمال یا شیریني خورۍ په نوم د مېلمستیاوو نه جوړول، په واده کې لږو کسانو ته بلنه ورکول، له اسراف څخه ډډه کول او یو شمېر نور موارد شامل دي.

خو د یو شمېر ادعاوو له مخې، دا فرمان څو ځله پخپله د طالبانو له خوا هم نقض شوی دی. د طالبانو چارواکي بیا تل ویلي، چې د خپل مشر د فرمانونو پلي کولو ته ژمن دي.

یو شمېر مجردې نجونې وايي، دا د دوی شخصي موضوع ده چې واده کوي او که نه، خو د دوی په خبره، ډېر ځله یې خپلوان او دوستان په دې خاطر ځوروي چې ولې لا هم مجردې دي.

د کابل یوې اوسېدونکې، چې د کورنۍ د اجازې د نه لرلو له امله یې دا شرط کېښود چې نوم یې خپور نه شي او غږ یې بدل شي، ازادي راډیو ته وویل: «کله چې په ودونو او مېلمستیاوو کې له خپلوانو او دوستانو سره مخ کېږو، نو بیا شروع شي چې تر اوسه دې واده نه دی کړی، ولې مېړه نه کوې؟ دا خبرې انسان ډېر ځوروي.»

هر څوک پوهېږي خپل ژوند یې، د نورو په دې کې څه کار دی؟
د کابل یوه اوسېدونکې

هغه وايي، د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې مجرد پاتې کېدل پېغور ګڼل کېږي: «دا سمه خبره نه ده، باید دا پېغور چا ته ورنه کړل شي، هر څوک پوهېږي خپل ژوند یې، د نورو په دې کې څه کار دی؟»

د نومبر ۱۱مه د مجردانو نړیواله ورځ ده، چې نمانځنه یې په ۱۹۹۳ز کال کې د چین له نانجینګ (Nanjing) پوهنتونه پیل شوه.

د دې ورځې موخه مجردانو او د هغوی شخصي انتخاب ته درناوی او دا پیغام رسول دي، چې خوښي یواځې له واده سره تړلې نه ده.

څلور یوونه (۱۱/۱۱) د دې ورځې نښه ګڼل کېږي، له همدې امله هر کال د یوولسمې میاشتې پر یوولسمه نمانځل کېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG