کابلیان که څه هم ژمي او واورو ته خوشالېږي او متل لري، چې «کابل دې بې زرو وي خو بې واورې نه» خو له دې امله اندېښنه لري، چې د لوړ پوړو استوګنیزو ودانیو د مرکز ګرمیو سیستم په فعالېدو سره به یو ځل بیا د ښار هوا ککړه او بېلابیلې، په ځانګړي ډول تنفسي ناروغۍ زیاتې شي.
دوی ادعا کوي، چې د ډیری دغه ودانیو د مرکز ګرمیو په سیستم کې بې کیفیته سونګ توکي استفاده کېږي. د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکی سید جان وايي، اندېښمن ځکه دي، چې دوی هر کال ژمی، له دې ستونزې سره مخ وي: «دا بلاکونه چې جوړېږي، د مرکز ګرمیو د ګرمولو لپاره یې بې کاره سونګ توکي سوځوي، بیا نو هوا ککړه او ټول خلک ناروغان وي، هیله مو دا ده چې دولت د دې جدي غم وخوري.»
ملګرو ملتونو ویلي، د کابل ښار ودانیزې ساحې په وروستیو لسیزو کې په پام وړ توګه پراخې شوې دي. د (ورلډ پاپیولیشن ریویو) د خپلواک سازمان د شمیرو له مخې د کابل نفوس چې په ۱۹۷۹ کال کې تقریبا یو ملیون اټکل شوی و اوس شاوخوا ۵ ملیونو ته رسیږي.
د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکې مرضیه وايي، دا د کابل ښاروالې دنده ده چې د لوړ پوړو استوګنیزو ودانیو د مرکز ګرمیو سیستم د کنترول موضوع ته پام وکړي: «هر کال ژمی له کورونو شفاخانه جوړه وي، ټول ناروغان وي، خدای دې وکړي چې سږ کال داسې نه وي او کابل ښاروالې سم کنترول ولري.»
د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالې فرهنګي سلاکار نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته یوازې دومره وویل، چې دوی دې ستونزې ته د رسیدو لپاره خپل جدي تدابیر لري خو دا چې څه تدابیر، ډیر جزییات یې ورنه کړل.
مخکې کلونو کې بیا دې ښاروالې ویلي و چې دوی د لوړو پوړو استوګنیزو ودانیو له خاوندانو غوښتي چې بې کیفیته سونګ توکي ونه سوځوي او فلترونه هم نصب کړي، که نه نو د سرغړونې په صورت کې به جریمه او قانوني چلند ورسره وشي.
هر کال ژمی له کورونو شفاخانه جوړه وي، ټول ناروغان وي.مرضیه، د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکې
کابل کې د یوې استوګنیزې ودانۍ وکیل، شیرشاه مني چې کابل ښاروالې په دې برخه کې خپل کنترول لري.
ده ازادي راډیو ته وویل: «عموماً دلته د ډبرو سکاره سوځوي مرکز ګرمیو کې، فلترونه هم باید ټول ولري، که ویې نه لري ښاروالې یې جریمه کوي، ښاروالې او د چاپیریال ساتنې اداره یې ګوري او چک کوي یې.»
شیرشاه وايي، دوی اړ دي چې مرکز ګرمۍ فعالې کړي ځکه په خبره یې په بلاکونو او اپارتمانونو کې د بخاریو د اېښودلو امکانات کم دي او همدا د کورونو د ګرمولو ښه لار ده.
دی زیاتوي چې مخکې مکروریانونو کې اوسېدو خو دا څوم کال دی چې هلته د مرکز ګرمیو د تودولو سیستم غیر فعاله شوی او خلک په ژمي کې د کورونو د ګرمولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وي.
د یادونې ده چې پر مرکز ګرمیو سربیره اکثره بې وزله کورنۍ هم د کورونو د تودولو او پخلي لپاره له داسې سونګ توکو کار اخلي چې په مستقیم ډول هوا ورسره ککړېږي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د کابل ښاریانو اندېښنې، په دې اړه چې ککړه هوا بېلابیلې ناروغۍ په ځانګړي ډول تنفسي ناروغۍ خلکو ته پیدا کوي څومره جدي او پر ځای دي. دا پوښتنه مو د عمومي داخلې د متخصص ډاکټر ناصر فګار مخې ته کېښوده، ښاغلي فګار ازادي راډیو ته وویل چې په ژمي کې د لمر د کمښت له امله د وجود (ویټامین ډي) کمېږي چې په دې سره یې دفاعي سیستم کمزوری او بیا د هوا د ککړتیا له امله دا کسان په بېلابیلو ناروغیو اخته کېږي.
دا چې څوک ډیر اغیزمن او کومو ناروغیو باندې اخته کیدای شي، هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې عمرونه یې کم دي، ماشومان چې د دوی تنفسي سیستم ښه انکشاف نه وي کړی، همدارنګه میندوارې میندې او د ډیر عمر لرونکي کسان، یا هغوی چې د ساه لنډۍ، زړه، فشار یا شکر ناروغۍ لري، دا کسان ډیر ناروغیو سره مخامخ کېږي، چې په دې کې د ریزش یا ذکام، ټوخي، د ستونې درد، سینه بغل دغه مرضونه زیاتېږي.»
د روغتیا نړیوال سازمان تیر ژمی په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له امله د سلګونو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی و. دغه سازمان د مالي ستونزو له امله په تیرو پنځو کلونو کې په ځلونو په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو او یا فعالیتونو د ځنډېدو خبره هم کړې چې شمیر یې سلګونو ته رسېږي او ویلي چې په دې سره روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی هم کم شوی دی.