د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۸

د نهو ماشومانو یوه مور وايي مېړه یې د میندوارۍ د مخنیوي اجازه نه ورکوي

 انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، د کورنیو فشارونو، اقتصادي ستونزو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله د میندوارۍ د وخت او د خپلو اولادونو د شمېر په اړه د پرېکړې کولو له ستونزو سره مخ دي.

د تخار ولایت د یوه ۴۰ کلنه ښځه، وايي شاوخوا ۲۰ کاله یې له واده کېږي او له جسمي او اقتصادي ستونزو سره مخ ده. دې چې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نه په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه، نهه اولادونه لري چې کوچنی یې یو او مشر یې د ۱۷ کلونو دی، نور نه غواړي ماشوم وزېږوي، خو تر اوسه د خپل مېړه د مخالفت له امله نه ده توانېدلې چې د میندوارۍ د مخنیوي او د زېږون ترمنځ د واټن رامنځته کولو له لارو چارو څخه ګټه واخلي: «زه پنځه لوڼې او څلور زامن لرم. مېړه مې د جومات قاري دی. ماته د میندوارۍ د مخنیوي اجازه نه راکوي او وايي چې د ماشومانو ترمنځ واټن راوستل ګناه ده. اجازه نه راکوي چې د میندوارۍ د مخنیوي ګولۍ واخلم یا پیچکاري وکړم. وايي چې دا زیان لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په اسلامي نصوصو کې په دې ټینګار شوی چې میندې دې خپلو ماشومانو ته پوره دوه کاله شیدې ورکړي؛ دا موضوع د مور او ماشوم روغتیا ته د پاملرنې اهمیت هم څرګندوي.

دا ښځه زیاتوي چې مېړه یې هم د جسمي ستونزو له امله د درنو کارونو د ترسره کولو توان نه لري او د کورنۍ عاید یې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. وايي هیله لري چې کورنۍ یې له اقتصادي مرستو او روغتیايي اسانتیاوو برخمنه شي: «ټول ماشومان مې واړه دي، زه خپله د ملا درد لرم او درانه شیان نه شم پورته کولای. مېړه مې هم ناروغ دی، د سختو کارونو توان نه لري. زموږ اقتصادي وضعیت کمزوری دی. که له موږ سره مرسته وشي، ډېر به خوشحاله شو. مشره لور مې هم له ښوونځي بې‌برخې شوې ده؛ له شپږم ټولګي وروسته نور له ښوونځي پاتې شوه.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې اعلان وکړ چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ او په هرو یو لک ژوندیو زېږونونو کې شاوخوا ۶۰۰ میندې مړې کېږي.

د یوې کیفي څېړنې پایلې، چې په کابل کې له یو شمېر واده شویو ښځو سره د مرکو پر بنسټ ترسره شوې، ښيي چې د ټولنیزو او کلتوري تمو له مخې د ژر او پرله‌پسې اولاد زېږولو غوښتنې او د میندوارۍ د مخنیوي د لارو چارو په اړه ناسم باورونه د ښځو پر پرېکړو اغېز کوي.

د دې څېړنې پایلې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې بریتانیا کې Springer Nature خپرندویې ټولنې پورې اړوند د «Reproductive Health» په نوم نړیواله علمي مجله کې خپرې شوې دي.

د دې څېړنې د موندنو له مخې، ځینې ښځې د میندوارۍ او د اولادونو د شمېر په اړه د پرېکړې کولو پر مهال د خپل ځان او ماشومانو روغتیا هم په پام کې نیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې ښځې باید له ژوندي ماشوم زېږولو وروسته، د بلې میندوارۍ له هڅې مخکې لږ تر لږه ۲۴ میاشتې واټن په پام کې ونیسي.

د نسایي او ولادي ناروغیو متخصص ډاکټران وايي، پرله‌پسې میندوارۍ او زېږونونه د مور او جنین روغتیا له جدي خطرونو سره مخ کولای شي.

د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصې ډاکټرې لطیفې ازادي راډیو ته وویل چې د میندوارۍ د مخنیوي لپاره د کورنۍ د تنظیم بېلابېلې لارې چارې شته او که دغه لارې په سمه توګه، د ښځې د روغتیايي وضعیت په پام کې نیولو او له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وکارول شي، کومه ستونزه نه رامنځته کوي.

نوموړې د پرله‌پسې میندوارۍ د پایلو په اړه وايي: «پرله‌پسې زېږونونه د دې لامل کېږي چې د مور په بدن کې د اوسپنې او ویټامینونو کموالی بېرته پخواني حالت ته را ونه ګرځي. همدارنګه، په مور او جنین کې د شدیدې خوارځواکۍ لامل کېدای شي، د وخت مخکې زېږون خطر رامنځته کوي، د رحم د شلېدو، د مور د وینې د فشار د لوړېدو او په میندو کې د پرله‌پسې انتاناتو لامل ګرځي.»

د ښځې بدن د هېڅ فرد، کورنۍ یا جوړښت ملکیت نه دی.
ترنم سیدي، د ښځو د حقونو فعاله

نوموړې دغه شان وايي چې د مور عمر د میندوارۍ په خطرونو کې مهم رول لري. په ځانګړي ډول هغه ښځې چې له ۳۵ کلنۍ وروسته میندواره کېږي یا په نورو بنسټیزو ناروغیو اخته وي، ښايي له ډېرو خطرونو سره مخ شي.

له همدې امله، له میندوارۍ مخکې معاینات او د میندوارۍ په ټوله موده کې منظمې روغتیايي څارنې د احتمالي ستونزو په تشخیص او مخنیوي کې مهم رول لري.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د کورنۍ د تنظیم د خدمتونو د وړاندې کولو، د میندوارۍ او زېږون پر مهال د میندو د روغتیايي پاملرنې او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د چارواکو نظر ترلاسه کړي، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب ترلاسه نه کړ.

خو یاد وزارت د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د ښځو او نجونو لپاره د میندو د روغتیا او کورنۍ د تنظیم خدمتونو ته د لاسرسي د زیاتولو په موخه یې د افغانستان د کورنۍ د لارښونې ټولنې سره د شاوخوا ۱.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

په همدې حال کې، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د مور کېدو او د اولادونو د شمېر په اړه د ښځو د پرېکړې کولو پر حق ټینګار کوي.

د ښځو د حقونو فعالې ترنم سیدي ازادي راډیو ته وویل: «مېړونه باید دې موضوع ته ډېره پاملرنه وکړي چې ښځې ته د میندوارۍ په اړه د پرېکړې حق ورکړي. د مور او ماشوم د روغتیا لپاره باید ښځې ته دا حق ورکړل شي چې پرېکړه وکړي، ایا زه کولای شم مور شم او که نه؟ د میندوارۍ، د اولادونو د شمېر او د میندوارۍ ترمنځ د واټن په اړه باید د ښځو د خپلواکې پرېکړې حق ته درناوی وشي. د ښځې بدن د هېڅ فرد، کورنۍ یا جوړښت ملکیت نه دی.»

اغلې سیدي زیاته کړه چې په افغانستان کې د زده‌کړو، کار او اقتصادي خپلواکۍ په برخو کې د پراخو محدودیتونو له امله د ځینو ښځو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم ستونزمن شوی دی.

د نوموړې په وینا، ډېرې ښځې، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، متخصص ډاکټر ته د مراجعه کولو، روغتون ته د تګ او د کورنۍ د تنظیم د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره له جدي خنډونو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د مالي ستونزو له امله لږ تر لږه ۴۲۲ لومړني روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه درېدلي دي. او له دې امله شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بې‌برخې شوي دي، چې په روغتیايي مرکزونو کې زېږون او د کورنۍ د تنظیم خدمتونه هم په کې شامل دي.

د هغو شمېرو له مخې چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له خوا خپرې شوې، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۶ میلیونو ته رسېدلی دی. له دې ډلې ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، چې ۴.۹ میلیونه یې په خوارځواکۍ اخته میندواره میندې او ماشومان دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال په وروستیو کې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه ښځې او ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي.

راپور کې مرکه شوې د تخار ولایت اوسېدونکې د نهو ماشومانو مور وايي، خپلو جسمي ستونزو او خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو، نور نه غواړي ماشوم وزېږوي. نوموړې وايي: «که د پرېکړې واک زما په لاس کې وای، نو ویل به مې چې نور د اولاد زېږول بس دی او غواړم د میندوارۍ مخنیوی وکړم. زه د ملا درد لرم او د خپلو مسوولیتونو په پام کې نیولو سره نور نه غواړم ماشوم وزېږوم.»

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG