تازه خبر
سه شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۹

ایران کې کډواله افغان نجلۍ: مجبوره یم کار وکړم، خو زده‌کړې مې نه شم پرېښودلای

 انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

طالبانو پر پوهنتونونو د نجونو له بندیز وروسته، مدینه د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره ایران ته کډواله شوه. هغه هلته په یوه فابریکه کې کار کوي، له کار وروسته درس وايي او له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته هم کوي. سره له دې چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده، له خپلو تحصیلي او مسلکي هیلو یې لاس نه دی اخیستی.

۲۳ کلنه افغانه نجلۍ مدینه د خپلو زده‌کړو د دوام او هغو فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره ایران ته کډواله شوې، چې د هغې په خبره په افغانستان کې نجونو ته نه دي برابر. هغه وايي: «زه مجبوره یم چې کار وکړم، زده‌کړې مې هم نه شم پرېښودلای، ځکه زما راتلونکی زما په زده‌کړو پورې تړلی دی.»

مدینه د کار ترڅنګ د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې په انلاین ډول خپلې لوړې زده‌کړې پر مخ وړي.

هغه د ۱۴۰۳ل کال (۲۰۲۴–۲۰۲۵ز) پر مهال له خپل ورور سره یوځای په ویزه ایران ته تللې ده. مدینې ازادي راډیو ته وویل: «ما د زده‌کړو د دوام لپاره د کډوالۍ لاره غوره کړه.»

هغې زیاته کړه: «د دې ترڅنګ لسګونه نور لاملونه هم وو، لکه بې‌کاري، تاوتریخوالی، د ازادۍ په برخه کې د نه زغم وړ محدودیتونه او دا چې غوښتل مې خپل راتلونکي ته روښانه لاره جوړه کړم؛ ځکه په افغانستان کې مې خپل راتلونکی په بشپړه توګه تیاره لیده.»

مدینه وايي، مخکې له دې چې په افغانستان کې له زده‌کړو محرومه شي، د کانکور په ازموینه کې یې ګډون کړی و او د ارواپوهنې پوهنځي ته بریالۍ شوې وه.

کله چې طالبانو په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، هغه ونه توانېده چې په یاده څانګه کې زده‌کړې وکړي.

له زده‌کړو څخه د مدینې محرومېدل د هغو پراخو محدودیتونو یوه برخه ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو لګول شوي دي.

د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومې کړې، د ۲۰۲۲ز کال په دسمبر کې یې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو هم بندیز ولګاوه او په ۲۰۲۴ز کال کې یې په نیمه‌عالي انسټیټیوټونو کې هم د ښځو زده‌کړې ودرولې.

په افغانستان کې مې خپل راتلونکی په بشپړه توګه تیاره لیده.
مدینه، په ایران کې افغان کډواله

د بشري حقونو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو په وار وار د دغو بندیزونو او محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. له پنځو کلونو تېرېدو سره سره، د طالبانو په تګلارو کې لا هم کوم بدلون نه دی راغلی.

د طالبانو حکومت وايي، د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي دي او د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه یې د افغانستان کورنۍ موضوع بللې ده.

کار، درس او کورنۍ

مدینه وايي، د افغانستان په پرېښودو او ایران ته په کډوالۍ سره هم د ژوند له ستونزو نه ده وتلې او له اقتصادي، اداري او کاري ستونزو سره مخامخ ده.

د هغې په خبره، د استوګنې د اسنادو نشتوالی او د ویزې د تمدید ستونزې د افغان کډوالو ژوند او کاري فرصتونو ته د هغوی لاسرسی ستونزمنوي.

مدینه د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر پنځو بجو پورې د بوټانو د تولید په یوه فابریکه کې کار کوي. له کار وروسته، د کور چارو د سمبالولو ترڅنګ، څو ساعته مطالعې او خپلو درسونو ته ځانګړي کوي.

هغه د خپل معاش یوه برخه په ایران کې د خپل ژوند پر لګښتونو لګوي او پاتې یې په افغانستان کې خپلې کورنۍ ته لېږي: «زما میاشتنی معاش شاوخوا ۱۰۰ ډالره دی، چې د ۲۱ میلیونه تومانونو معادل کېږي.»

د مدینې په وینا: «نیمایي یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو لپاره لګوم او پاتې نیمایي یې خپل پلار ته لېږم، چې بې‌کاره دی، او زما د ناروغې مور او د کورنۍ د نورو لګښتونو لپاره یې په افغانستان کې مصرفوي. په دې توګه هڅه کوم چې د هغوی د لګښتونو یوه برخه پرې کړم.»

مدینه د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو او له خپلې کورنۍ سره د مالي مرستې ترڅنګ هڅه کوي چې خپلې زده‌کړې هم روانې وساتي؛ هغه مسوولیت چې د هغې د کاري شرایطو په پام کې نیولو سره اسانه نه دی.

هغه زیاتوي: «دا اسانه نه ده چې هم په دوامداره توګه کار وکړې او هم خپلې زده‌کړې په ښه ډول پر مخ یوسې. کله ناکله اړ شم چې یوه ورځ کار پرېږدم او رخصتي واخلم، څو خپلو درسونو ته ورسېږم. کله بیا د کار له امله د مطالعې لپاره کافي وخت نه لرم. زما په ژوند کې ډېرې ستونزې شته، خو هڅه کوم چې تېرې یې کړم.»

مدینه وايي، د استوګنې د اسنادو او د افغان کډوالو لپاره د کاري فرصتونو اړوند محدودیتونو د دې امکان کم کړی چې له خپلو وړتیاوو او مهارتونو څخه ګټه واخلي.

هغه سره له دې چې پر انګلیسي ژبه پوهېږي، د کمپیوټر لومړني مهارتونه لري او د دولسم ټولګي د فراغت سند هم ورسره دی، تر اوسه نه ده توانېدلې چې له خپلو وړتیاوو سره سم کار پیدا کړي.

دا اسانه نه ده چې هم په دوامداره توګه کار وکړې او هم خپلې زده‌کړې په ښه ډول پر مخ یوسې.
مدینه، په ایران کې افغان کډواله

د مدینې په خبره، په ایران کې افغان کډوالو ښځو لپاره کاري فرصتونه محدود دي او ډېری یې اړ کېږي چې په فابریکو او فزیکي کارونو کې بوختې شي.

د ملاتړ غوښتنه

په ایران کې د ښځو د حقونو فعاله بنفشه احمدي هم وايي، د استوګنې د اسنادو ستونزو د یو شمېر افغان کډوالو ښځو ژوند، کار او د زده‌کړو دوام له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

بنفشې له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ایران کې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ، د زده‌کړو او کار د زمینې برابرولو او د مناسب اقامتي وضعیت د ترلاسه کولو په برخه کې د نړیوالو بنسټونو پر رول ټینګار وکړ.

هغې وویل: «زموږ جدي غوښتنه له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو دا ده چې د کوربه هېواد له حکومت سره داسې هوکړې ته ورسېږي، څو هغه افغانې کډوالې نجونې او ښځې چې له زده‌کړو پاتې شوې دي، په ایران کې له زده‌کړو او ملاتړ څخه برخمنې شي او تر خپل پوښښ لاندې یې ونیسي؛ څو هغوی په ډاډه زړه وکولای شي خپلې زده‌کړې یا کار وکړي.»

مدینه چې پخپله هم د ښځو د حقونو د فعالې په توګه په ایران کې د کډوالو ښځو په مدني پروګرامونو او فعالیتونو کې برخه اخلي، وايي موخه یې د افغان ښځو ملاتړ او د هغوی د غږ تر نورو رسول دي.

هغه له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار د حقونو د تأمین او هغوی ته د زده‌کړیزو او کاري فرصتونو د برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

مدینه هیله لري چې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې وکړي او یوه ورځ افغانستان ته بېرته ستنه شي. د هغې په خبره، دا بېرته ستنېدل په افغانستان کې د ښځو لپاره د انتخاب، زده‌کړې، کار او بیان د ازادۍ د حقونو په تأمین پورې تړلي دي.

مدینه وايي: «افغانستان ته بېرته ستنېدل زما هیله ده. که په خپل هېواد کې د انتخاب، کار او زده‌کړې، د بیان د ازادۍ او د یوې وګړې په توګه له ټولو اساسي حقونو څخه برخمنه شم، بېرته به ستنه شم؛ څو د یوې متخصصې، وړ او خپلواکې ښځې په توګه د خپل هېواد په جوړولو کې اغېزمنه ونډه واخلم.»

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG