د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۶

انیمېشن جوړونکي وايي، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره دا صنعت کمزوری دی

اتځور له ارشیف څخه
اتځور له ارشیف څخه

نن د اکتوبر ۲۸مه د انیمېشن نړیواله ورځ ده. په دې مناسبت، په افغانستان کې د انیمېشن فعالان وايي چې دا صنعت کمزوری دی او د ماشومانو لپاره پکې لا ډېر کار پاتې دی، که څه هم مصنوعي ځیرکتیا یې تولید اسانه کړی دی.

انیمېشن یا متحرک انځورونه د رنګونو، خیالي کرکټرونو او په زړه پورو کیسو داسې نړۍ ده چې ماشومانو ته د ساعتېرۍ ترڅنګ د زده‌کړې او روزنې زمینه هم برابروي.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې انیمېشن د ماشومانو لپاره د ښوونیزو، کلتوري او ټولنیزو پیغامونو د لېږد پر یوې مهمې وسیلې بدل شوی دی. خو په افغانستان کې د دې برخې یو شمېر فعالین وايي چې وضعیت یې نامناسب او کمزوری دی.

عبدالله فضلي، چې په خبره یې له لسو کلونو زیاته موده کېږي په دې برخه کې فعال دی، ازادۍ راډیو ته یې وویل:«په افغانستان کې د انیمېشن صنعت په ډېر نامناسب، نامطلوب او کمزوري وضعیت کې دی؛ یعنې له ۵ تر ۸ سلنې پورې دی. کمیت یې په همدې اندازه دی، کیفیت یې تر دې هم ټیټ دی. په ټیټ کیفیت کار او فعالیت هم هغه کسان کوي چې له افغانستانه بهر یې په دې برخه کې زده‌کړې کړې دي، یا هم ممکن هغه کسان چې اوس د افغانستان لپاره کار کوي، له دې هېواده بهر وي.»

په افغانستان کې د انیمېشن صنعت په ډېر نامناسب، نامطلوب او کمزوري وضعیت کې دی.
عبدالله فضلي، د انیمېشن په برخه کې فعال

ګرافیک ډیزاینر اسفندیار حسامي هم د فضلي خبره تأییدوي او وايي:«په افغانستان کې د انیمېشن وضعیت واقعاً ښه نه دی. یو څه کار شوی، خو دا له نورو هېوادونو سره نه شو پرتله کولای. ځینې واړه ګروپونه جوړ شوي او کار یې کړی، خو په لویه کچه ورته کار نه دی شوی.»

امان‌الله ایمان، چې دی هم له کلونو راهیسې د انیمېشن په برخه کې فعالیت کوي، وايي چې په افغانستان کې په تېرو څو لسیزو کې په دې برخه کې ډېر کسان وروزل شول او په لومړیو کې دا کار ډېر سخت و، خو اوس د مصنوعي ځیرکتیا په راتګ سره اسانه شوی دی:«تر ۲۰۲۵ کال پورې په دې برخه کې ډېر کسان وروزل شول، خو د AI په راتګ سره بیا دا مسله بیخي اسانه شوه. که څه هم هغه کسانو ته نه شي رسېدلای چې په مسلکي ډول تولید کوي، خو ښه دی.»

د یادونې وړ ده چې په دې اړه چې لومړنی انیمېشن فلم څه وخت په افغانستان کې جوړ شوی، افغان انیمېشن جوړونکي یې په اړه یوه خوله نه دي.

خو د ځینو پخوانیو افغان انیمېشن جوړونکو په خبره، دې صنعت ته په افغانستان کې په شپیتمه لسیزه کې کار پیل شوی دی.

هغوی چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ ماشومانو ته انیمېشنونه جوړوي، هم مني چې په وروستیو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ د انځوریزو موادو د تولید لپاره نوې لارې پرانیستې دي.

د دغو وسایلو په مرسته د کرکټرونو په طرحه کولو، د خوځنده یا متحرکو انځورونو په جوړولو او د ښوونیزو ویډیوګانو په چمتو کولو کې مرسته کېدای شي؛ هغه مواد چې د دوی په خبره کورنۍ او ماشومان یې هم خوښوي.

د ماشومانو د ادب لیکواله او د «کمکي جنت» په نوم ماشومانو ته د ویډیويي انیمېشنونو د تولید د یوه چینل همکاره، فرشته صالحي وايي، که څه هم دا کار کافي نه دی، خو اغېزمنتیا یې ډېره ده:«یو څه ناڅه هڅې شوې دي، خو د ماشومانو اړتیاوو ته په کتو لا ډېر کار پاتې دی. په کمکي جنت کې زموږ موخه دا ده چې د سندرو او انیمېشنونو له لارې ماشومانو ته داسې محتوا وړاندې شي چې هم خوند ترې واخلي او هم ترې څه زده کړي.»

فرشته زیاتوي چې د دې برخې د پراختیا لپاره دوامداره مالي ملاتړ، مسلکي روزنې او د هنرمندانو، لیکوالانو او ښوونکو ګډ کار ډېر اړین دی.

د ماشومانو د برخې د فعالانو په باور، ماشومان د انیمېشن د کیسو له لارې له ملګرتیا، همکارۍ، نورو ته له درناوي، د چاپېریال له ساتنې او د اختلافونو له سوله‌ییز حل سره اشنا کېدای شي.

همدارنګه، په افغانستان کې د ماشومانو په عامو ژبو او د هغوی له کلتور سره سم د انیمېشنونو تولید د ښوونیزو پیغامونو په ښه لېږد کې اغېزناک تمامېدای شي.

د ماشومانو لپاره د «تربیت» په نوم مجلې پخوانۍ مسوولې چلوونکې، مینا زماني، ازادۍ راډیو ته وویل:«کوم انیمېشنونه چې جوړ شوي، کولای شي د ماشومانو په ښوونه، روزنه او تفریح کې سالم رول ولوبوي. دا اثار د ژبې، اعدادو، اخلاقي او کلتوري ارزښتونو او د ژوند د مهارتونو زده‌کړه اسانه او په زړه پورې کوي. دغه راز، د ماشومانو خلاقیت او تخیل هم پیاوړی کوي.»

اغلې زماني زیاتوي چې نامناسبه محتوا، ناسم پیغامونه او د ماشومانو له عمر سره نه برابر انځورونه منفي اغېزې لرلای شي.

له همدې امله، د مناسبو موادو په ټاکلو او تولید کې د والدینو، ښوونکو او تولیدوونکو رول مهم دی، څو دغه مواد زموږ له فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او تاوتریخوالی هم ترویج نه کړي.

نن د اکتوبر ۲۸مه د انیمېشن نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۲۰۰۲ کال کې د انیمېشن فلمونو د نړیوالې ټولنې له خوا په دې نوم ونومول شوه، چې موخه یې د انیمېشن هنر معرفي کول او د هغو کسانو د کار ستاینه ده چې انیمېشن کیسې جوړوي.

په راپور کې د مرکه شویو کسانو په خبره، د انیمېشن نړیواله ورځ یو فرصت دی چې په افغانستان کې د دې هنر وضعیت او د افغان ماشومانو لپاره د لوړ کیفیت لرونکو انځوریزو موادو اړتیا ته زیاته پاملرنه وشي.

د دوی په خبره د هنرمندانو ملاتړ، د تخصصي زده‌کړو لپاره د فرصتونو برابرول او د کورنیو تولیداتو لپاره پانګونه کولای شي د دې صنعت له ودې سره مرسته وکړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG