د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۱

ریچارد بنېټ: نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړي

ارشیف، د یو شمېر معترضو ښځو او نجونو شااوخوا ته راټولې شوي وسله‌وال طالبان
ارشیف، د یو شمېر معترضو ښځو او نجونو شااوخوا ته راټولې شوي وسله‌وال طالبان

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو د زیاتوالي، په خپل سر نیونو، شکنجې او د زیانګالو ډلو پر وړاندې د تبعیض څخه خبرداری ورکوي.

بنېټ پرون پنجشنبه د «اکټوبر ۲۹مه» د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ناسته کې د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په خپلو پالېسیو کې چې بنېټ د "بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې وبللې" له بدلون سره هېڅ ډول لېوالتیا نه‌ده ښودلې.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، څو په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وشي.

بنېټ وړاندې وویل: "د یوه داسې هېواد په تاریخ کې چې څو لسیزو جګړو او د سزاوو نشتوالي ویجاړ کړی وي، ښايي پنځه کاله یوه لنډه موده وګڼل شي، خو د یوې داسې نجلۍ لپاره چې له زده‌کړو او ورسره یوځای له خپلو هیلو او ارمانونو محرومه شوې ده، دا موده د ټول ژوند د نیمایي برخې په څېر احساسېږي."

بنېټ وړاندې خبرداری ورکړی چې د طالبانو ځینې پالېسۍ کولای شي د تاوتریخوالي پر وړاندې د ښځو لپاره موجود قانوني خوندیتوب کمزوری کړي او د هغوی لپاره له زور زیاتي ډکو ودونو څخه وتل ستونزمن کړي.

د هغه خبره، د دې پالېسیو ځینې برخې د دې لامل شوي چې په کم عمر کې د ماشومانو ودونو ته یو ډول ضمني مشروعیت ورکړل شي.

د یونیسف د ۲۰۲۵ کال راپور
د یونیسف د ۲۰۲۵ کال راپور

د بنېټ په ټکو، د جنسیت پر بنسټ د تبعیض پایلې یوازې پر ښځو د لګول شویو بندیزونو پورې محدودې نه‌دي، بلکې دا د کورنۍ پر جوړښت او د راتلونکو نسلونو پر ذهنیت او چلند هم اغېز کوي.

د هغه په خبره "دا حکومت د هلکانو یو نسل ته دا ور زده کوي چې خپلو خویندو او میندو ته د هغوی د حقونو نه‌ورکول یوه عادي کړنه ده".

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې څه باندې دوه‌نیم میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي.

په همدې ناسته کې د اروپايي اتحادیې استازې مارکیټا پانکواوو د بنېټ د څرګندونو هرکلی وکړ او زیاته‌یې کړه: "افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې ښځې او نجونې په‌کې له ۱۲ کلنۍ پورته عمر کې له زده‌کړو محرومې دي، له زده‌کړو او ټولنیز ژوند څخه د دغو نجونو محرومول د هغوی د بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه ښکاره سرغړونه ده."

ارشیف، یو شمېر هغه نجونې محصلینې چې د کابل پوهنتون مخ ته راټولې شوي او د زده‌کړو اجازه نه‌ورکول کېږي.
ارشیف، یو شمېر هغه نجونې محصلینې چې د کابل پوهنتون مخ ته راټولې شوي او د زده‌کړو اجازه نه‌ورکول کېږي.

اروپايي اتحادیې خبرداری ورکړی چې پر افغانو ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه ښايي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په معنی وي، هغه عمل چې د نړیوالې جنايي محکمې د روم د اساسنامې له مخې د بشریت پر وړاندې جرم ګڼل کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د بنېټ د تازه څرګندونو په هکله څه نه‌دي ویلي.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز سربېره، د ښځو او نجونو د ژوند په ډېرو برخو بندیزونه لګولي دي.

نړیوالې ټولنې په ځلونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې دا بندیزونه لیرې کړي، خو طالبان وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو ټول حقونه خوندي کړي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG