د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو له یوشمېر ښځو او نجونو څخه رواني امنیت اخیستی دی.
دا ښځې وایي چې، د طالبانو د حکومت هغه ادعا چې وایي سراسري امنیت یې ټینګ کړی، دوی لپاره کفایت نه کوي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې وایي د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له وېرې په خفګان او تنګه فضا کې ژوند کولو ته مجبوره شوې.
کله چې یوه ښځه نه پوهېږي چې د لباس د څرنګوالي او له کوره بهر تګ راتګ له امله به ورسره څه ډول چلند کېږي، طبعا چې د ارامۍ احساس نه شي کولای، ډېری ښځې چې کله کوره وځي دا فکر لري چې ایا لاره کې به خوندي وي که نهد کابل اوسیدنکې
دې چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې نه یوازې پوهنتون کې له زده کړو راګرځولو یې بلکې د جامو پر څرنګوالي یې د طالبانو پالیسو ان له کوره د وتلو پر مهال له وېرې او اندېښنو سره مخ کړې ده.
«کله چې یوه ښځه نه پوهېږي چې د لباس د څرنګوالي او له کوره بهر تګ راتګ له امله به ورسره څه ډول چلند کېږي، طبعا چې د ارامۍ احساس نه شي کولای، ډېری ښځې چې کله کوره وځي دا فکر لري چې ایا لاره کې به خوندي وي که نه؟دا اندېښنه راسره وي چې هسې نه لاره کې د (طالبانو) له کومې پوښتنې او ګروېږنې او محدودیت سره مخ نه شم،ځکه موږ هره ورځ بهر وینو چې ښځې د حجاب د څرنګوالي په نامه زندان ته وړل کېږي، حوزو ته کش کېږي.»
یوازې د کابل ښار نه بلکې د ځینو ولایتونو اوسېدونکې مېرمنې او نجونې هم ورته ادعاوې او اندېښنې مطرح کوي.
د خوست ولایت یوې اوسېدونکې او ښوونځي کې له زده کړو راګرځول شوې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
«ښایي ډزې او جګړې ختمې شوې وي، خو موږ ښځې او نجونې بیا هم په ذهني او فزیکي اړخ کې د امن احساس نه لرو، ځکه موږ د بیان ازادي نه لرو، د زده کړې او کار اجازه نشته او چې کله له کوره وځو موږ سره دا وېره وي چې ښایي طالبان موږ لاره کې ودروي او د جامو په اړه مو وپوښتي، یا چې کله نارینه درسره نه وي، دوی وایي چې له کوره مه وځئ، نور چې نارینه راسره نه وي په دې اړه هم وېره لرو.»
د کندهار ولایت یوې اوسېدونکې او نسایي ولادې څانګې ډاکترې هم د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
«زما په نظر حقیقي امنیت هغه وخت بشپړ کېږي چې ښځې او نجونې د فزیکي امنیت تر څنګ ذهني ارامتیا، د کار، زده کړو، د پرمختګ مناسبو فرصتونو، او خپل ورځني ژوند پر مخ وړلو ډاډ ولري.»
ښایي ډزې او جګړې ختمې شوې وي، خو موږ ښځې او نجونې بیا هم په ذهني او فزیکي اړخ کې د امن احساس نه لرو، ځکه موږ د بیان ازادي نه لرو، د زده کړې او کار اجازه نشته او چې کله له کوره وځو موږ سره دا وېره وي چې ښایي طالبان موږ لاره کې ودروي او د جامو په اړه مو وپوښتيد خوست اوسیدنکې
دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې پرې لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه لرې او د یو خوندي ژوند زمینه ورته برابره کړي.
هڅه مو وکړه راپور کې د مرکه شویو ښځو او نجونو د ادعاوو او څرګندونو اړوند د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې سیف الاسلام خیبر د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو تل ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ټولو ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي دي.
ښځې دغه اندیښنې داسې وخت راپورته کوي چې څه موده وړاندې د امرباالمعروف محتسبانو په هرات کې یوشمېر ښځې د حجاب نه مراعاتولو په تور ونیولې.
هغه مهال د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو او ملګرو ملتونو په هرات کې د لږ تر لږه ۳۰ ښځو نیول کېدل تایید کړل.
په دې وروستیو کې په کابل کې هم د یوشمېر ښځو د نیولو خبرونه خپاره شول، خو خپلواکو سرچینو په دې اړه څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته په تدریجي ډول له شپږم ټولګي پورته ښوونځي، پوهنتونو او حتی په طبي انسټیټوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کاره راګرځولي او د دوی پر سفر او د حجاب او جامو پر څرنګوالي یې هم مختلفې پالیسۍ پلي کړي دي.
ځینې ارواه پوهان هم وایي له ذهني او رواني امنیت پرته فزیکي بشپړ نه دی.
ارواه ډاکتر جاوېد رحیمي ازتدي راډیو ته وویل امنیت هغه مهال بشپړېږي چې په خبره یې، په ټولنه او کور کې د ټولو وګړو حقونه پر ځای خوندي او د هغوی څرګندونې او مشروع غوښتنې ومنل شي.
خو دی افغان ښشخو او نجونو ته ځینې لارې چارې وړاندیزوي چې په خبره یې د رواني امنیت په بهترولو کې ورسرته مرسته کولای شي:
«نجونې کولای شي د امکان تر حده خپلې اړیکې د دوی د باور وړ کسانو سره وساتي،مثلا خپلو دوستانو، ټولګیوالو سره، بل هڅه دې وکړي چې زده کړو ته دوام ورکړي،کتاب ولولي او یوه نوې ژبه او مهارت زده کړي،ورځنی پلان ولري،بل د خپلو اندېښنو او احساساتو اړوند دې د باور وړ کسانو سره خبرې وکړي،دا هغه ټکي دي چې د خپل ذهني او رواني امنیت د ساتنې لپاره یې ترسره کولای شو.»
ډاکتر رحیمي ټینګار کوي چې کورنۍ دې هم هڅه وکړي چې په اوسنیو شرایطو کې له خپلو لوڼو او مېرمنو ملاتړ وکړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځې څانګې (یو ان ومن) تر څنګ بېلابېلو نړیوالو ادارو او د بشري حقونو بنسټونو هم په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د روانو پالیسو او قوانینو د پلي کېدو له امله د رواني امنیت اړوند اندېښنې مطرح کړي دي.