د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۶

په افغانستان کې له شپږم ټولگي د پورته نجونو پر ښوونځیو د طالبانو د حکومت د بندیز ټیک پینځه کاله پوره شول

انځور له ارشیف څخه: د ملالۍ بشیر انځوریزه نقاشي؛ یوه افغانه ښوونځۍ زده‌کوونکې د تړلي ښوونځي پر لور روانه ده، چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه انځوروي.
انځور له ارشیف څخه: د ملالۍ بشیر انځوریزه نقاشي؛ یوه افغانه ښوونځۍ زده‌کوونکې د تړلي ښوونځي پر لور روانه ده، چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه انځوروي.

د طالبانو په دوه‌یمه واکمنۍ کې له شپږم ټولگي پورته پر نجونو باندې د زده‌کړو د بندیزو پینځه کلونه پوره شول؛ په دې پینځو کلونو کې میلیونونه افغانې نجونې ښوونځي ته نه ولاړې او پر کور پاتې شوې. له ښوونځیو راگرځول شوې نجونې لا هم د ښوونځیو پرانیستو ته په تمه دي، خو طالبان یې په اړه غلي دي.

حسنا وردک، یوه له زده‌کړو منعه شوې افغانه وايي: «زه دومره له درسونو او مکتب سره علاقه لرم، که تاسې ته څومره ووایم، نه پوهېږم پوهـ به شئ کنه.»

هغه په یوولسم ټولگي کې وه، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او له شپږم ټولگي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې.

حسنا له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو پينځو کلونو کې د خوشحالۍ یواځېنی لامل يې د ښوونځي دورې یادونه وو. هغې ازادي راډيو ته وویل: «کالي، څادر، د مکتب بکس او په ښوونځي پورې تړلي ټول شیان مې ښه ساتلي دي، تصادفاً د ښوونځي په اخره ورځ، یوې همصنفۍ مې په بکس راته امضا وکړه، مور مې په ځلونو راته وویل چې دا ومینځه خو زه ورته وایم، په دې بکس مې د مکتب خاورې پرتې دي او نه غواړم چې پاکې شي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د سېپټمبر پر ۱۷مه له شپږم ټولگي پورته ښوونځيو ته د نجونو پر تگ بندیز ولگاوه. پرون پنجشبنې د (سېپټمبر۱۷مه) د دغه بندیز پینځه کاله پوره شول.

حسنا لا هم په تمه ده، چې وبه کولی شي بېرته ښوونځي ته ستنه شي. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي راپورورکوونکي رېچارډ بېنیټ د پنجشنبې پر ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل: «پینځه کاله کېږي چې افغانستان د نړۍ یواځېنی هېواد دی، چې له شپږم ټولگي پورته نجونې په‌کې له زده‌کړو محرومې شوې دي.»

دغه بندیز یواځې د نجونو رواني روغتیا نه‌ده اغېزمنه کړې، بلکې د نجونو او د ټول افغانستان نن او راتلونکی يې اغېزمن کړی دی
رېچارډ بېنیټ

د بېنیټ په ټکو: «دغه بندیز یواځې د نجونو رواني روغتیا نه‌ده اغېزمنه کړې، بلکې د نجونو او د ټول افغانستان نن او راتلونکی يې اغېزمن کړی دی.»

ثریا بصیرت بله له زده‌کړو راگرځول شوې زده‌کوونکې ده.

هغه وايي، پر زده‌کړو بندیز او ښوونځي ته نه تگ، پر رواني او روحي ناروغیو اخته کړې ده.

اغلې بصیرت له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: «طبعاً چې پر زده‌کړو تر بندیز وروسته نجونې په رواني او روحي ناروغیو اخته شوې او زه یوه له هغو یم. ډیر سختې او بدې ورځ راباندې راغلې، داسې ورځ او اوونۍ چې ډیپریشین سره مخ وم.»

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق یونیسیف وايي، په تېرو پینځو کلونو کې ۲،۶ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

بل پلو، د چهارشنبې پر ورځ د (سېپټمبر ۱۵مه) د ملگرو ملتونو په ناسته کې د یو شمېر هېوادونو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو لگول شوي بندیزونه وغندل.

په دې ناسته کې د امریکا د متحده ایالاتونو استازي مایک والټز په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانگړي توگه د ښځو او نجونو د حقونو پر نقض سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: «دغه یو لوی توپیر دی، چې طالبان په ملگرو ملتونو کې د څوکۍ د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو په خپل هېواد کې ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې له دغه سازمان سره کار وکړي.»

هغه وړاندې وویل: «په افغانستان کې د یوې پيشو ازادي او حقونه له یوې افغانې ښځې ډېر دي.» په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ځانگړې استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجیت گانیون په خپل راپور کې وویل: «طالبانو د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو په اړه د افغانانو او نړۍوالې ټولنې اندېښنې ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.»

هغې وړاندې وویل: «پر افغان ښځو او نجونو سخت محدودیتونه دوام لري او د ټولنې له بېلابېلو برخو، حکومت او عامه ژونده لرې ساتل شوې دي.»

طالبانو په تېرو پینځو کلونو کې په ځلونو ویلي دي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې يې د ښځو او نجونو حقونه ورکړي دي.

طالبانو پر زده‌کړو د بندیز په پیل کې ویلي وو، چې دغه بندیز تر امر ثاني پورې دی او د شرایطو تر برابریدو به ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي وي. د پینځو کلونو په تېرېدو سره لا هم د نجونو د ښوونځيو موضوع گونگه پاتې ده او د پرانیستو هېڅ ښکاره څرک یې نه معلومېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG