راسره ملګري شئ
د ازادي راډیو خبریاله
د طالبانو د حکومت له بندیزونو وروسته یو شمېر هغه افغان نجونې چې له زده کړو بېبرخې شوې، ټولنیزو رسنیو ته مخه کوي. ځینې پرې سوداګري کوي او ځینې نورې انلاین زده کړې تعقیبوي. دوی وايي د انټرنېټ لګښت، کورني محدودیتونه او انلاین ځورونه یې لویې ستونزې دي.
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، د دوی قانون د پوهنتونونو درسي نصاب ته ور زیات شوی دی. یو شمېر محصلین وايي، له یوې اونۍ راهیسې د دې قانون په اړه سیمینارونه یې د درسي ساعتونو ځای نیسي. دوی اندېښنه لري چې دا کار به د لوړو زده کړو کیفیت ته زیان ورسوي.
یو شمېر هغو افغان نجونو چې د طالبانو د حکومت د بندیزونو له امله یې د زده کړو د دوام لپاره ایران او پاکستان ته پناه وړې، ازادي راډیو ته وویل چې هلته هم د کډوالو پر وړاندې د روانو پالیسیو او د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له زده کړو پاتې دي.
فرانسې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لپاره له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي. هلته مېشت یو شمېر افغانان وايي، په سختو لارو دې هېواد ته رسېدلي او کلونه بې اسناده پاتې دي. ولې دوی افغانستان ته ستنېدل خطرناک بولي؟
ځینې افغانان وايي، د فقر او ډاکتر ته د نه لاسرسي له امله د ناروغۍ پر مهال په خپل سري ډول ارزانه انټي بیوټیکونه اخلي. روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې دا کار د میکروبي مقاومت او بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.
د طالبانو د حکومت پرله پسې فرمانونو او لارښوونو د یوشمېر افغانانو ژوند تریخ کړی دی. دوی ازادي راډیو ته وویل چې د دوی له ظاهر او جامو نیولې د بیان تر ازادۍ او دغه راز پرېکړو او نورو لومړنیو حقونو څخه بېبرخې شوي دي.
په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان له سختو اقتصادي ستونزو او د ټولنیز ملاتړ له کموالي کړېږي. دوی وایي سره له دې چې د خپلو کورنیو سرپرستي یې پر غاړه ده، بې کاره دي او د دولت له خوا شته ملاتړ د دوی ټولې ستونزې نه شي هوارولی. د معلولینو د حقونو فعالین هم دا وضعیت بوږنوونکی بولي.
د ژمي په نږدې کېدو په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي. نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې په راتلونکي ژمي کې به په میلیونونو افغانان د خوړو له کمښت سره مخ شي او د ماشومانو لوی شمېر به د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د شمالي ولایتونو ځینې اوسېدونکي شکایت کوي چې د سرو زرو د کانونو کیندنو یې پر چاپېریال او اقتصاد منفي اغېزې کړې دي. دوی وايي که څه هم طالبانو د خپلسرو کیندنو د مخنیوي اعلان کړی، خو ډېری عام خلک، پانګوال او شرکتونه لا هم په بېرویې توګه د سرو زرو په استخراج بوخت دي.
د افغاني غالیو ځینې اوبدونکي او کاروباریان وایي، نړیوالو بازارونو ته یې د صادراتو پر وړاندې مختلف خنډونه پراته دي. دوی وایي که څه هم په دې غالیو څو کسان میاشتې میاشتې زحمت وباسي، خو په خبره یې د تېرو کلونو په پرتله له هېواده بهر یې د صادراتو ترانسپورتي لګښتونه زیات او ګټه کمه ده.
روسیې او ایران له طالبانو او پاکستان څخه غوښتي چې خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي. دې دواړو حکومتونو اعلان کړی چې دوی یې منځګړیتوب ته چمتو دي. خو د چارو ځینې افغان او پاکستاني شنونکي بیا ټینګار کوي چې د کړکېچ د عملي حل لپاره باید دواړه خواوې د میکانیزمونو په جوړولو خپلو کې سره هوکړې ته ورسېږي.
له پاکستان سره د لارو بندښت او ځینو نورو سوداګریزو خنډونو د عامو افغانانو پر ورځني ژوند فشارونه زیات کړي دي. دا کورنۍ وایي په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو بیې په داسې حال کې لوړې شوي چې هوا په سړېدو ده.
د طالبانو حکومت د ځینو دغو بهرنیو چارواکو د سفر هدفونه دوه اړخیزې اړیکې او امنیتي همکارۍ یادې کړي. خو د چارو شنونکي بیا وایي، د روسیې، قطر او ترکیې د استخباراتو او امنیتي چارواکو وروستي سفرونه په سیمه کې د داعش ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د تشویشونو اړوند وو.
د طالبانو حکومت وايي، د سیمې له شخړو وروسته د افغانستان له هوایي حریم څخه تېرېدونکې الوتکې زیاتې شوې او له دې لارې عاید هم نږدې ۵۰ سلنه ډېر شوی دی. کارپوهان وايي، د نړیوالې نهرسمیتوب له امله دغه عواید لا هم له اصلي ظرفیت ټیټ دي.
ایران د زرګونو افغانانو د اخراج هوډ کړی دی؛ په دې ډله کې یوه د تېر جمهوري نظام افسره هم ده. دا وايي، که افغانستان ته اخراج شي، له یوې خوا خو به بېکاره شي، له بله اړخه به ورته دا ډېره سخته وي، چې هلته پر ښځو د لګول شویو بندیزونو تر سیوري لاندې ژوند وکړي او همدارنګه، ژوند ته یې هم خطر پېښېدلی شي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د افغانستان له سیاسي صحنې تقریباً ورک و؛ دی د درملنې په پار مالیزیا ته تللی و، خو دغه یو لنډمهالی او رښتیا هم د درملنې په موخه سفر دی، که له طالبانو سره یې د اړیکو د پرېکون نښه ده؟
جګړو او ناامنیو بېکوره کړې دا کورنۍ وايي، په داسې حال کې له خپلو سیمو په پرلهپسې توګه کډو ته اړ کېږي چې په خبره یې، یو خوا یې د مني په راتګ سیمې سړې او ورښتونه پیل شوي او بل خوا ته یې ناامني ژوند ګواښي.
د زړه په سوري اخته زرګونه افغان ماشومان د ژوند ژغورونکو عملیاتو په تمه دي، خو کورنۍ یې د ناڅرګند برخلیک په اړه له اندېښنو سره مخ دي. دوی وايي، کلونه کېږي چې د افغاني سرې میاشتې له خوا د درملنې نوبت رسېدو ته په تمه دي، په داسې حال چې ورځ تر بلې یې د ماشومانو روغتیایي وضعیت خطرناک کېږي.
نور راوښيه