تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۸

د ننګرهار اوسېدونکي او سوداګر وايي له پاکستان سره د لارو بندښت یې پر ژوند او سوداګرۍ بد اغیز کړی دی

له پاکستان سره د لارو بندښت او ځینو نورو سوداګریزو خنډونو د عامو افغانانو پر ورځني ژوند فشارونه زیات کړي دي. دا کورنۍ وایي په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو بیې په داسې حال کې لوړې شوي چې هوا په سړېدو ده.

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی او د خپلې شل کسیزې کورنۍ سرپرست وارث خان وارث خان ازادۍ راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه له هغه مهاله چې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ لارې بندې شوي، د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوي او د دوی وس پرې نه رسېږي:«د خوراکي توکو بیې دوه چنده لوړې شوي، هېڅوک په اسانه نه شي کولی چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي، بل خوا کارونه نه شته، بې وزلي ده، هوا هم سړه شوې، لرګي، ګاز او تېل هم قیمته شوي دي، مخکې مو یوه ۴۹ کیلویي بورۍ وړه په ۱۲ سوه یا ۱۳ سوه افغانۍ اخیستل، اوس تر ۱۷ سوه افغانیو رسېدلي، یو لس لیتره غوړي مو مخکې ۸۰۰ یا ۹۰۰ اخیستل اوس ۱۲۰۰ ته رسېدلي دي.»

د خوراکي توکو بیې دوه چنده لوړې شوي، هېڅوک په اسانه نه شي کولی چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي، بل خوا کارونه نه شته، بې وزلي ده.
وارث خان صادق، د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی

دی زیاتوي چې یو من لرګي یې مخکې په ۴۰ افغانۍ رانیول خو اوس تر ۶۰ افغانیو رسېدلي، د ګاز یسه مخکې یو کیلو تر ۵۴ افغانۍ وه او اوس تر ۷۵ افغانیو پورې رسېدلي دي.

وارث خان او د څو بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ازادۍ راډیو ته وویل چې هوا سړه شوې او ډېری وخت یې ماشومان د سړو له امله په مختلفو ناروغیو اخته وي او دوی د خپلو کورونو د ګرمولو امکانات نه شي برابرولی.

له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې لارې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې بندې دي، او یوازې د تورخم او سپین بولدک له لارې وخت پر وخت افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته استول کېږي.

خو د دې لارو بندښت یوازې عام خلک نه، بلکې یو شمېر سوداګر هم له فشارونو سره مخ کړي دي.

د خوراکي توکو سوداګر عبدالقیوم امرخېل ازادۍ راډیو ته وویل چې د پاکستان د لارو بندښت او په ایران کې د وروستیو امنیتي ترینګلتیاوو له امله اړ دي چې د خپلو وارداتو او صادراتو لپاره اوږدې سوداګریزې لارې وکاروي او اضافي ترانسپورتي لګښتونه پرې کړي:«یقیناً له کله چې له پاکستان سره لاره تړل شوې هم یې په وارداتو هم په صادراتو پوره اغیز کړی، مخکې مو چې مالونه د کراچۍ له لارې راتلل کم مساحت یې طی کاوه، او مالونه مو هم په کمه بیه رارسېدل نو سوداګرو به په کمه بیه بازار ته وړاندې کول، خو اوس مو موټرې اوږدې لارې طی کوي، یو ځل مو مالونه تر کراچۍ بیا له هغه ځای ایران ته ځي هلته هم حالات ترینګلي دي او بارګري هم ډېره ستونزمنه شوې ده.»

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې محمد اصف الیاس د راپور تر خپرېدو د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې. د طالبانو حکومت وړاندې اعلان کړی چې تر هغه چې پاکستان ضمانت نه وي ورکړی چې په هره پلمه به دا سوداګریزې لارې د افغانستان پر مخ نه بندوي، دوی به د دې لارو پرانیستلو ته اجازه ور نه کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ځینې غړي بیا د دې ستونزې لپاره وړاندیزونه لري. د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي دوکتور مخلص احمد ازادۍ راډیو ته وویل:«د سوداګرو د ترانسپورتي لګښتونو په ډېرېدو د توکو بیې لوړې شوي، د سوداګرۍ چارې ستونزمنې شوي، خو د دې حل یوازې د تورخم یا (پاکستان) د لارو پرانیستل نه بلکې افغانستان باید بدیلې سوداګریزې لارې پیاوړي کړي، د ایران د بندرعباس، چابهار، ماهي رود، میلک ۷۸، توغارون، اسلام قلعه مسیرونه باید د توکو د بیو له اړخه وارزول شي، او د ترانسپورتي لګښتونو لپاره سوداګریزو ترانسپورتي شرکتونو سره د کرایې د کمښت لپاره قراردادونه وشي.»

که څه هم د طالبانو حکومت او پاکستان په خپل منځ کې د ستونزو د حل لپاره څلور ځلې د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب مذاکرې هم وکړې، خو تر اوسه یې د لارو خلاصون لپاره مثبته پایله نه ده ورکړې.

تر یو کال ډېره موده شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندښت د دواړو هېوادونو سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اړیکې او د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد درولی دی چې عام خلک یې بیې پرې کوي.

په پاکستان کې هم سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو د بندېدو له کبله یې دوه نیم میلیارد ډالره تاوان کړی دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG