د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د یوې اوسېدونکې زرمینې، شپږ میاشتنی ماشوم په خوارځواکۍ اخته دی او د درملنې لپاره یې روغتیایی مرکز ته راوستلی دی. زرمینه ادعا کوي چې د خوراکي توکو مرستې اړمنو ته نه رسیږي او ځینې نفوذ لرونکي خلک په خپلو کې سره مرستې ویشي.
دې مور د خپل ماشوم د روغتیا حالت او د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: «زه هغه مور یم چې د ماشوم وضعیت مې ډېر خراب دی، د هرې ورځې په تېرېدو یې وزن کمېږي، یوازې زما ماشوم نه بلکې د نورو ګاونډیانو ماشومان هم همداسې دي، اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی او نه شو کولای په مناسب وخت کې مناسب خواړه ورکړو، تر اوسه مرسته هم نه ده شوې.»
اقتصادي ستونزو او د کافي خوړو د نه برابرولو له امله د ژمي په رارسېدو سره د نورو میندو اندیښنې هم زیاتې شوې دي.
د لوګر ولایت اوسېدونکې نوریه چې د نهو ماشومانو مور ده او ښوونکې ده، وايي چې د هغې د معاش یوه لویه برخه په کرایه مصرفیږي، او په پاتې پیسو نه شي کولای د کور د تودولو لپاره پیسې ورکړي او د خپلو ماشومانو لپاره مغذي خواړه چمتو کړي. هغې ازادي راډیو ته وویل: «زه ښوونکې یم او اوه زره افغانۍ کې معاش دی، دوه زره یې کرایه ورکوم، او پنځه زره چې پاتې کېږي او موږ ۹ کسان یو نه پوهېږم چې پر دې پیسو ژمی کور ګرم کړم یا خوراکي توکي واخلم، همدې لپاره مې ماشومانو ته هغه پروټین او ویټامین چې په غوښه او نورو ښو خوړو کې دي، نه رسېږي.»
هغه ستونزې چې دا دوه میندې یې په اړه خبرې کوي په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د نړیوالو سازمانونو د ګډې ارزونې له مخې، په افغانستان کې ډېری کورنۍ سربېره پر دې چې په بازار کې خوراکي توکي شته خو په ټکو یې، کافي او مغذي خواړه نه شي اخیستلی.
د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاو طبقه بندي (IPC) د وروستۍ ارزونې له مخې، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۳مه خپور شو، په افغانستان کې شاوخوا ۱۵.۹ میلیونه خلک د سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې په جدي یا بدتره کچه د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ وو چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه خلک په بیړني حالت کې وو.
دا ارزونه وړاندوینه کوي چې د ژمي د موسم په پیل او د کاري فرصتونو او د کورنۍ د عاید د کمښت سره به وضعیت نور هم ستونزمن شي؛ چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر او ۲۰۲۷ کال د اپریل ترمنځ د هغو خلکو شمېر چې د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه ته ورسیږي.
د کابل په دشت برچي سیمه کې یوه بله مور، چې په دې وروستیو کې له ایرانه راستنه شوې، وايي چې د هغې یو نیم کلن ماشوم هم خوارځواکۍ سره مخ دی.
«ماشوم مې په خوارځواکۍ اخته دی، ایران ته تللي وو، زموږ وضعیت ښه و، ماشوم مې هم ښه و، خو د جګړو له امله بیرته افغانستان ته راستانه شوو، دلته مې ماشوم پر خوارځواکۍ اخته شو، فعلا چې ژمی راروان دی، حیرانه یم چې څه وکړم، له کله چې له ایرانه راغلي یو هېڅ بنسټ راسره مرسته نه ده کړې.»
د لوږې او خوراکي توکو د کمښت سربېره، د ماشومانو خوارځواکي هم د مرستندویه ادارو لپاره یوه لویه اندیښنه ده.
هغه ماشومان موږ ته راولي چې د بدن پوستکی یې پر هډوکو نښتی وي، مرستې هم هغو خلکو ته نه رسېږي چې اړتیا ورته لري.زرغون شینواری، د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ روغتیایي کارکوونکی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به له څلورو ملیونو څخه ډیر افغان ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې لپاره ځانګړو روغتیایی خدمتونو ته اړتیا ولري.
دا اندیښنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې د (IPC) ارزونې وړاندوینه کوي چې د سږ کال په پرتله به راتلونکی کال د خوارځواکۍ درملنې ته د اړتیا لرونکو ماشومانو شمیر ډیر شي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د هسکه مېنې ولسوالۍ یو روغتیایی کارکوونکی زرغون شینواری وايي چې د هغه د مشاهدو پر بنسټ، په دې سیمه کې په خوارځواکۍ ډیر اخته ماشومان د درملنې په لټه کې دي.
هغه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو اقتصادي ستونزې او کافي او مغذي خوړو ته د میندو د لاسرسي نشتوالی د دې وضعیت مهم عوامل دي:
«خوارځواکي هغه مهال رامنځته کېږي چې ماشوم د مور په بطن کې وي، ځکه د ماشومان د ودې مرحله هماغه وخت وي، خو دا چې ډېری کورنۍ بد اقتصادي وضعیت کې دي او نه شي کولای چې مور او ماشوم یې ښه خواړه تر لاسه کړي چې بدن ورته اړتیا لري، دلته ماشومانو کې خوارځواکي ډېره ده، هغه ماشومان موږ ته راولي چې د بدن پوستکی یې پر هډوکو نښتی وي، مرستې هم هغو خلکو ته نه رسېږي چې اړتیا ورته لري.»
ډاکتر زرغون شینواری وايي چې که خواړه او روغتیايي مرستې اړمنو کورنیو ته ورسیږي، د دې ستونزو په کمولو کې به رول ولوبوي.
د اقتصادي ستونزو او خوړو ته د محدود لاسرسي سربیره، د امیندوارۍ پرمهال او د زیږون وروسته د مناسب تغذیې په اړه د میندو پوهاوی هم بله مهمه مسله ده چې د دې روغتیایی کارکوونکي په خبره، ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارته د میندو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره او اړمنو کسانو ته د مرستو د نه رسیدو په اړه شکایتونه د دې وزارت د پروګرامونو په اړوند معلومات ترلاسه کړي.
خو د یاد وزارت ویاند شرافت زمان د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۵مه، په یوه بیان کې خبرداری ورکړ چې نږدې ۴۰ سلنه افغانان به په راتلونکي ژمي کې د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.