د ننګرهار ولایت د شېرزاد ولسوالۍ د یوې سړې غرنۍ سیمې اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي، په کور کې یې درې ماشومان تر لسو کلونو کم عمر لري، چې د ژمي په موسم کې په دوامداره توګه تر هغه په کور کې وي چې هوا ګرمه شي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «ټول ژمی مو ماشومان یوازې په هماغه یوه خونه کې بندیان وي او که ازاده فضا او بهر ته ووځي، بیا ناروغان کېږي.» ابراهیم وايي، د ژمي پر مهال د سختو ورښتونو او یخنۍ له امله له کوره بهر د لوبو یا نورو بوختیاوو لپاره هېڅ اسانتیا نشته: «زموږ په سیمه کې ژمی سخت سوړ او ستغ وي او زموږ ماشومانو ته دا موسم دلته ډېر سخت وي. دوی ژمی د لوبو لپاره ګرم ځای یا نورې اسانتیاوې نه لري.»
د هغه په خبره، د غربت له امله د ماشومانو د درملنې او ګرمو جامو د اخیستلو توان هم نه لري: «موږ د غربت له امله دوی ته د ناروغیو پر مهال د درملنې او ګرمو جامو اخیستلو توان نه لرو، چې د دوی پر روحیه هم ډېر کله اغېز کوي.»
ټول ژمی مو ماشومان یوازې په هماغه یوه خونه کې بندیان ويمحمد ابراهیم، د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ اوسېدونکی
د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی فولاد خان هم وايي، د ده د ماشومانو په ګډون د کلي ډېری ماشومان دومره اسانتیاوې نه لري چې کورونه یې ګرم وي.
هغه وايي: «دلته زموږ په سیمو کې په کورنیو کې که شل یا دېرش کسان هم وي، ټول کور کې یوازې یوه خونه، چې پخلی هم هلته کوي، ګرموي او هلته اور بلوي. بل ځای یې ځکه نه شي بلولای چې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، پیسې نه شته چې هر سړی ځانته کوټه ګرمه یا بخارۍ فعاله کړي.»
فولاد خان زیاتوي: «ماشومان مو هم داسې ځایونه نه لري چې بهر ووځي. که ووځي هم، په راتلونکي کې ډېر تاثیر پرې کوي. مثلاً زه چې اوس دېرش کلن یم، د دې لپاره چې په ماشومتوب کې سړو وهلي یو، اوس هېڅ د سړې هوا مقاومت نه شم کولای.»
د افغانستان له بېلابېلو غرنیو او سړو سیمو یو شمېر نورو کورنیو هم ازادي راډیو ته وویل، چې د ژمي له راتګ وړاندې نه یوازې د اقتصادي ستونزو له امله د سونګ توکو او د کورونو د ګرمولو اندېښنه لري، بلکې په دې درې میاشتو کې د خپلو ماشومانو د بوخت ساتلو او روغتیا اندېښنه هم ورسره وي.
دا کورنۍ وايي، ډېری وخت یې د سیمو لارې او کوڅې د واورو له امله بندې وي او د ژمي پر مهال روغتیايي مرکزونو ته یې لاسرسی تر بل هر وخت محدود وي.
زه چې اوس دېرش کلن یم، د دې لپاره چې په ماشومتوب کې سړو وهلي یو، اوس هېڅ د سړې هوا مقاومت نه شم کولایفولاد خان، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی
د پوهانو سپارښتنې
د ماشومانو د حقونو پوهه ساره سعیدي وايي، دا وضعیت د ماشومانو پر روان منفي اغېز کوي: «کله چې ماشومان په ژمي کې په دوامداره توګه په کور پاتې شي او د لوبو او تحرک کافي فرصت ونه لري، ممکن د بېحوصلګۍ، یوازیتوب او انزوا سبب یې شي او هغه نشاط چې دوی په اوړي یا پسرلي کې ښوونځي ته په تګ او له خپلو ملګرو او نورو ماشومانو سره په لیدو کتو کې لري، له لاسه ورکوي.»
هغه زیاتوي: «په داسې شرایطو کې دې خپله کورنۍ هڅه وکړي چې د کور چاپېریال دوی ته فعال وساتي او خپلو ماشومانو ته فکري بوختیا او لوبې لکه نقاشي وکړي، کیسې ورته وکړي او دستي کارونه ورسره جوړ کړي.»
د سعیدي په وینا، ماشومانو ته د ډېرو کمو او ساده بوختیاوو او لوبو برابرول هم د دې لامل کېږي چې ذهنونه یې فعال پاتې شي او د دوی په وده کې مثبت رول ولوبوي.
نړیوالې اندېښنې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) او د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (Save the Children) په خپلو راپورونو کې د افغانستان د ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې ده، په ځانګړې توګه په ژمي کې په سوړ چاپېریال کې د دوی د پاتې کېدو، د ګرمو جامو د نشتوالي او د لوبو، تفریح، زدهکړو او له نورو ماشومانو سره د اړیکو د نشتوالي په اړه.
سېو د چلډرن د ۲۰۲۶ز کال په جنوري کې د افغانستان په ختیځ او شمال کې د زلزله ځپلو ماشومانو په اړه په یوه راپور کې ویلي وو، چې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان د ژمي پر مهال د مناسبې سرپناه له نشتوالي او ژوند ګواښوونکو ناروغیو سره مخامخ دي.
یونیسف هم په خپلو بېلابېلو راپورونو کې ویلي، چې سلګونه زره افغان ماشومان د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې دي او ژمی ورته تر بل هر وخت سخت وي.