د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۷

د شمالي ولایتونو اوسېدونکي د سرو زرو د کانونو له کیندنو او د تړونونو له ناڅرګندتیا اندېښمن دي

د بدخشان ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ. انځور له ارشیف څخه
د بدخشان ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ. انځور له ارشیف څخه

د شمالي ولایتونو ځینې اوسېدونکي شکایت کوي چې د سرو زرو د کانونو کیندنو یې پر چاپېریال او اقتصاد منفي اغېزې کړې دي. دوی وايي که څه هم طالبانو د خپلسرو کیندنو د مخنیوي اعلان کړی، خو ډېری عام خلک، پانګوال او شرکتونه لا هم په بې‌رویې توګه د سرو زرو په استخراج بوخت دي.

د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، شکایت کوي چې که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار د کانونو د غیرمسلکي استخراج د مخنیوي او د قانوني بهیر د تنظیم ژمنې کړې دي.

خو په خبره یې لا هم ګڼ شمېر عام وګړي او پانګوال په خپل سر د کانونو په استخراج او پروسس بوخت دي. ده وویل: «دا کار لا هم روان دی، د دشت قلعه ولسوالۍ شاوخوا کې خو یې کرنیزې ځمکې کاملاً تخریب کړي دي، سکواټورونه یې راوړي، ځمکه تر ۲۰ مترو کیندي، جغل یې وړي او سیند کې یې مینځي چې طلا ترې ترلاسه کړي، اوبه یې هم ککړې کړې دي، هغه کسان چې زورواکي او کوم شرکتونه چې جواز لري، دا دی د ژمي په راتګ یې دلته او بدخشان کې د منع کېدو سربېره بیا پیل کړی، زموږ ولسوالۍ کې بیا خلک خپلو کورونو کې ځمکې راکیندي، او سره زر ترې راباسي.»

دی وایي چې چاه اب ولسوالۍ کې د سرو زرو تر لاسه کولو لپاره د غرونو او ځمکو کیندنې او سیند ته د هغه خاورو او ډبرو د انتقال لپاره سکواټورونو او لویو موټرو یې لارې او سړکونه ویجاړ کړي.

خو په ادعا یې، اړونده شرکتونو او د طالبانو د حکومت ادارو تر اوسه ویجاړې شوې لارې او سړکونه بیرته نه دي رغولي چې خلک یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ ځینې اوسېدونکو هم چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او غږ یې راپور کې خپور شي، وویل چې د کانونو دا ډول استخراج نه یوازې یې د طبیعي زېرمو د ضایع کېدو لامل شوي، بلکې د چاپېریال، ځمکې او د خلکو د ژوندانه لپاره هم جدي ستونزې رامنځته کړي دي.

دوی شکایت کوي چې له دې امله د مختلفو کلیو سړکونه او لارې دومره تخریب شوي چې په ژمي کې ولسوالۍ او ښار ته د ناروغانو د انتقال لپاره له کړاوونو سره مخ کېږي.

هڅه مو وکړه د دې خلکو د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو د کانونو وزارت ویاند همایون افغان د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو په بدخشان کې د طالبانو د حکومت ځینې مسوولین مني چې د کانونو په برخه کې کار او دې کانونو ته تللې لارې او سړکونه د تېرېدونکو ماشینرۍ او ثقیله وسایطو له امله ویجاړې شوې دي.

بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس حکمت الله محمدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: «دقیقاً اکثریته سیمې چې هلته کانونه دي، او خلک یې کیندنو ته ور روان وي، هغه سیمې دي چې دوی د کلیو او د خلکو د استوګنیزو کورونو له لارې ور تېرېږي، معمولاً چې درانه وسایط لکه سکواټور او لوی موټر ورځي دې د بدخشان واټونه او سړکونه تخریب کړي دي، خو بیا هم په دې اړه هر یو او هره اداره د امیر المومنین (د طالبانو د مشر) د فرمان له مخې د ځواب ورکوونې مسوولیت لري.»

خو ښاغلي محمدي زیاته کړه چې دغه ولایت کې ډېر شرکتونه د دوی د حکومت جوازونه لري او دوی یې پر کار څارنه کوي.

بل لور ته، د کانونو ځینې شنونکي له ډلې د تېر جمهوري نظام پرمهال د کانونو وزارت ویاند او د دې برخې څارونکي عبدالقدیر متفي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼ کانونه، په ځانګړي ډول د سرو زرو، له مسلکي معیارونو او اغېزمنې قانوني څارنې پرته استخراج او پروسس شوي دي.

ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې یوازې د کانونو بې رویه کیندنه نه، بلکې په خبره یې په قراردادونو کې د روڼوالي نشتون به هم پراخې منفي پایلې ولري:

«د افغانستان د کانونو موضوع باید یوازې د قراردادونو شمېر او د پانګونې اعلانات نه وي، اساسي خبره دا ده چې وارزول شي چې دا کانونه د چا په ګټه استخراجېږي، قرارداد له کومې لارې ورکول کېږي او د استخراج معیار څومره مسلکي دی، او ایا چاپیریال ساتنه یې په پام کې نیول کېږي، د افغانستان اوسني اقتصادي ظرفیتونه لکه د سرو زرو، ډبرو سکرو، مسو او اوسپنې څنګه په یو اقتصادي فرصت بدلېدلی شي، اوس هلته په دې او د شفافیت په اړه ډېره لویه تشه ده، او په دې برخه کې اقدامات نه لیدل کېږي.»

د ښاغلي متفي په باور، د کانونو په تړونونو، استخراج او پروسس کې د شفافیت نشتوالی او د څارنې کمزوري میکانېزمونه د فساد او د ملي شتمنیو د ضایع کېدو زمینه برابروي.

اساسي خبره دا ده چې وارزول شي چې دا کانونه د چا په ګټه استخراجېږي، قرارداد له کومې لارې ورکول کېږي او د استخراج معیار څومره مسلکي دی.
عبدالقدیر متفي، د کانونو برخې څارونکی او د کانونو وزارت پخوانی ویاند

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشت لومړیو کې د بدخشان ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ اوسېدونکو د سرو زرو د یوه کان د طالبانو له خوا قراردادي شرکت ته د سپارلو پر ضد لاریون وکړ.

خلکو اعتراض درلود چې د کان استخراج باید د سیمې د اوسېدونکو په واک کې وي، ځکه په خبره یې د ډېرو کورنیو د عاید سرچینه همدا کانونه دي.

د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، تر هغه وروسته طالبانو د یوې میاشتې لپاره د شرکتونو د سیمه‌ییزو کان‌کېندونکو د کار مخه ونیوله.

دغه شان د ۲۰۲۵ د فبرورۍ له ۲ تر ۱۰ تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ خلکو او بزګرانو هم د سرو زرو د استخراج پر ضد اعتراضونه وکړل.

د کانونو پر سر د خلکو او طالبانو او قراردادي شرکتونو د وسله والو ساتونکو ترمنځ د وسله‌والې شخړې راپورونه هم خپاره شول.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د هغه مهال وویل چې دا شخړې د سرو زرو د استخراج اړوند د یو قراردادي شرکت د ۱ ساتونکي او ۴ اعتراض کوونکو ملکیانو د وژل کېدو او ۸ نورو د ټپي کېدو سبب شوې.

اعتراض کوونکو ویل چې بهرنیو او قراردادي شرکتونو د دوی څړځایونه، باغونه، کرنیزې ځمکې او د خلکو د ژوند چاپېریال زیانمن کړی دی.

دوی غوښتل چې د سیمې خلکو ته د کانونو په استخراج کې ونډه ورکړل شي او د کانونو عواید د سړکونو، روغتونونو او نورو عامه خدمتونو لپاره ولګول شي.

د طالبانو حکومت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې تر هغه لانجمنو اعتراضونو وروسته دوی ان په تخار او بدخشان کې له کابو اتو کورنیو او دوو بهرنیو شرکتونو د کار جوازونه هم اخیستي، خو د شرکتونو نومونه یې په ډاګه نه کړل.

د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت وړاندې ځینو کورنیو رسنیو ته ویلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د کانونو اړوند د ۱۰،۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰۹ نوي قراردادونه لاسلیک شوي دي.

خو عام خلک د اندېښنو په مطرح کولو غوښتنه کوي، چې د دې کانونو له امله ویجاړې شوې لارې او کیندل شوې ځمکې بېرته ورته ورغول شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG