په تهران کې یوې افغانې نجلۍ، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د معالجوي طب پوهنځي نیمایي ته رسېدلې وه، خو د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته له کورنۍ او خپلې خور سره ایران ته ولاړه، چې زده کړو ته دوام ورکړي.
د هغې په خبره، هلته هم دې هدف ته ونه رسېده: «دلته د ویزې د مودې د پای ته رسېدو او د استوګنې قانوني اسنادو نه لرلو له امله د زده کړو د دوام اجازه را نه کړل شوه، له ډېرو جدي ستونزو سره مخ یو، واقعا یوازې زه نه بلکې زرګونه افغان نجونې دلته له ستونزو سره مخ یو.»
نوموړې زیاتوي چې خور یې په افغانستان کې په لسم ټولګي کې وه او په ایران کې له زیاتو هڅو سره سره دولت ښوونځي ته د شاملېدو اجازه ورنه کړه: «... درې څلور کاله سول چې له زده کړو پاتې یو، که نه هغه به اوس وختي فارغه وه.»
واقعا یوازې زه نه بلکې زرګونه افغان نجونې دلته له ستونزو سره مخ یو.په تهران کې یوه افغانه نجلۍ
په تهران کې مېشته بله افغانه نجلۍ بانو اعجازي هم ورته اندېښنه لري.
نوموړې چې نږدې څلور کاله وړاندې ایران ته تللې، ازادي راډیو ته وویل: «افغانستان خو د نجونو لپاره د پوهنتونو او (لوړو ټولګیو) د زده کړو اجازه نه وه، د همدې لپاره دلته راغلم او افغانستان مې پرېښود، خو دلته له اقتصادي او د کډوالو پر وړاندې د پالیسیو له امله سخته ده چې څوک زده کړو ته دوام ورکړي.»
اعجازي وايي، د ماسټرۍ لپاره یې د ایران بېلابېلو پوهنتونونو ته مراجعه کړې، خو سره له دې چې د لیسانس سند لري، د ویزې د ستونزې له امله نه ده منل شوې. دغه نجونې وايي، هلته هره ورځ د اخراج له خطر سره مخامخ دي.
په ایران کې د کډوالو پالیسۍ
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د رسمي شمېرو له مخې، ایران له ۲۰۲۳ز کال څخه د ۲۰۲۶ز کال د اکتوبر تر ۲۴مې پورې شاوخوا ۳ میلیونه او ۲۶۲ زره افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي د ۱۴۰۵ل کال د تلې په ۵مه (د ۲۰۲۶ز کال د سېپټمبر ۲۷مه) په یوه مرکه کې ویلي وو چې که د بهرنیو (افغان) ماشومانو مور او پلار د اوسېدو معتبر اسناد ولري، د ماشوم د اسنادو نیمګړتیا د هغه د زده کړو د دوام خنډ نه ده.
یاراحمدي ویلي وو چې د افغان ماشومانو اسناد د ښوونیز کال په ترڅ کې هم بشپړېدای شي، خو د هغه په خبره، که نه ماشوم او نه یې مور او پلار د اوسېدو یا هویت د تثبیت اسناد ولري، باید لومړی قانوني پړاوونه بشپړ کړي.
د ایران د قوانینو له مخې، بهرني وګړي، په ځانګړي ډول افغانان، په ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې د شاملېدو لپاره باید د اوسېدو قانوني اسناد ولري او یواځې په هماغه سیمه کې ښوونیزو ادارو ته شاملېدای شي چې ثبت شوي دي.
د دې هېواد د پوهنې وزارت په وینا، زده کوونکي باید د کډوالو له ادارو معرفي لیک هم ولري.
ایران د ۲۰۲۵ز کال د مارچ په پای کې د افغانانو د سرشمېرنې کارتونه لغوه کړل؛ دې پرېکړې په مستقیم ډول د افغان ماشومانو پر ښوونیز برخلیک اغېز وکړ.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د دې پرېکړې له امله شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان اغېزمن شوي دي.
د تهران د پوهنې ادارې هم د ۲۰۲۵ز کال په اپرېل کې ښوونځیو ته لارښوونه وکړه چې د سرشمېرنې پاڼې لرونکي افغان ماشومان د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۶ ښوونیز کال لپاره ثبت نه کړي.
په پاکستان کې ورته ستونزې
یواځې په ایران کې نه، بلکې د افغانستان په بل ګاونډي هېواد پاکستان کې هم یو شمېر افغان نجونې ورته ستونزې یادوي.
فرحناز احمدي په افغانستان کې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه او د طالبانو د حکومت له خوا له زده کړو منع شوه. هغه وايي، له کورنۍ سره د زده کړو د دوام لپاره پاکستان ته تللې، خو هلته په ښوونځي کې نه ده شامله او یواځې په یوه کورس کې انګرېزي ژبه زده کوي.
د هغې په وینا، هلته نه یواځې ښوونځي ته د تګ چانس نه لري، بلکې د اخراج له خطر سره هم مخامخ ده: «پاکستان ته د زده کړو لپاره راغلم، اوس یو وخت کورس ته ځم، دلته کورس ته له شناخت کارت پرته یوازې کورس ته تلی شې، خو کډوالي دلته ډېره سخته ده.»
هغه زیاتوي: «که ما دا تېر څلور پنځه کال درس او ښوونځي ته دوام ورکړی و، اوس د پوهنتون څلورم سمسټر کې وی، دغه کورس چې دلته وایم، دا مې د ښوونځي د درس بدیل نه شي کېدلی.»
فرحناز د پاکستان د بلوچستان ایالت په هزاره ټاون سیمه کې اوسېږي، خو وايي د ویزې د نه تمدید او د نورو قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په اسلام اباد او نورو ښارونو کې ان په ښکاره نه شي اوسېدلی.
دغه کورس چې دلته وایم، دا مې د ښوونځي د درس بدیل نه شي کېدلی.فرحناز احمدي، په پاکستان کې افغانه کډواله
د کډوالو کارتونه لغوه شول
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د ۲۰۲۶ز کال تر سېپټمبر پورې له پاکستانه ۲.۷۴ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې نږدې ۳۰۰ زره یې په جبري ډول اخراج شوي دي.
د دې سازمان په وینا، پاکستان د ډېرو افغان کډوالو کارتونه لغوه کړي او د هغو افغانانو د ویزو تمدید یې هم بند کړی چې په تېرو پنځو کلونو کې دې هېواد ته تللي دي.
د پاکستان د حکومت، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت او ښوونیزو ادارو د څرګندونو پر بنسټ، هغه افغانان چې د پاتې کېدو ویزه، د استوګنې قانوني اسناد، د زېږون سند او شناخت کارت ولري، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړې کولای شي.
خو پاکستان د ۲۰۲۵ز کال په مارچ کې د افغان تابعیت کارت (ACC) او د همدې کال د جون په پای کې د افغان کډوالو د ثبت ثبوت (PoR) کارتونه لغوه کړل.