د کابل ښار د پنځمې حوزې د کمپنۍ سیمې یو اوسېدونکی وايي، شاوخوا درې میاشتې مخکې د کمپنۍ په لیلامي سوداګریز مارکېټ کې د یوې پراخې اور لګېدنې له امله لسګونه دکانونه، په ګډون د دوی د ترانسپورتي وسایلو د دکان، وسوځېدل.
ده چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: «که څه هم اطفائیې ته مو زنګ هم وهلی و، خو یو یا یو نیم ساعت وروسته کله چې ټول مارکېټ وسوځېده، اطفائیه راورسېده.»
د هغه په وینا، سره له دې چې د سیمې خلکو او دکاندارانو له اطفائیې سره اړیکه نیولې وه، اطفائیه پر وخت ونه رسېده: «زما په اند د دوی وسایل کم دي... خو بیخي پر اطفائیې د خلکو باور کم شوی دی، ځکه دوی پر موقع نه رارسېږي، او د کابل په هره سیمه کې چې باید یو مرکز یې موجود وي، هم نشته.»
هغه وايي، په دې اور لګېدنه کې یواځې دوی ته د ترانسپورتي وسایلو د دکان د سوځېدو له امله شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی دی.
بیخي پر اطفائیې د خلکو باور کم شوی دی، ځکه دوی پر موقع نه رارسېږيد کابل د کمپنۍ سیمې یو دکاندار
د کابل ښار یوه اوسېدونکې هم، چې د همدې دلیل له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، ورته شکایت لري: «زموږ د خپلوانو یو دکان هم مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله په بشپړ ډول وسوځېده... تر څو اطفائیه سیمې ته رارسېدله، اور ډېر پراخ شوی و.»
هغې زیاته کړه چې له یوې خوا باید خلکو ته د اور لګېدنې پر مهال د لومړنیو اقداماتو او د اور وژنې د وسایلو د کارونې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي او له بلې خوا د اطفائیې ټیمونه په اړینو وسایلو سمبال شي.
ولایتونه هم بېبرخې دي
دا ستونزه یواځې په کابل کې نه ده. د تخار ولایت یو اوسېدونکی، چې ډېری وخت کندز ولایت ته هم ځي، وايي دوه اونۍ مخکې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه سوداګریز مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله د خپلوانو دکانونه یې په بشپړه توګه وسوځېدل.
ده هم د نوم نه خپرولو په شرط وویل چې خپلوانو ته یې سلګونه زره افغانۍ زیان اوښتی دی. د هغه په خبره، یو کال مخکې د ینګي قلعې بازار، وروسته د دشت قلعې ولسوالۍ بازار او د تخار د رستاق ولسوالۍ د نجارۍ سرای هم وسوځېدل.
هغه وايي: «...دې ځایونو کې د اور وژنې مراکز هېڅ نشته، یو مرکز د ولایت په مرکز کې نوی جوړ شوی، چې هغه اصلا د اطفائیې موټر نه لري، دلته د خلکو اموال ټول وسوځېدل.»
د هغه په وینا، د اور وژنې د ډلو او وسایلو د نشتون له امله خلک ډېری وخت په خپلو لومړنیو امکاناتو د اور د مهارولو هڅه کوي.
دې ځایونو کې د اور وژنې مراکز هېڅ نشته، یو مرکز د ولایت په مرکز کې نوی جوړ شوی، چې هغه اصلا د اطفائیې موټر نه لريد تخار یو اوسېدونکی
دا افغانان ټینګار کوي چې د کورونو، دکانونو، هوټلونو، صنعتي ودانیو او سوداګریزو مارکېټونو سمبالول د اور وژنې په وسایلو، د کارکوونکو روزل او د خلکو د عامه پوهاوي لوړول هغه ګامونه دي چې د لویو پېښو مخه نیولای شي.
دوی غوښتنه کوي چې په ښارونو او د هر ولایت په ټولو ولسوالیو کې په تجهیزاتو سمبال د اور وژنې ډلې او مرکزونه فعال شي.
د طالبانو د حکومت شمېرې
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې شکایتونو په اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو او اور وژنې د لوی ریاست نظر واخلي، خو د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي د ادارې ویاند یوسف حماد د راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو مخکې له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې د اور وژنې په برخه کې د پرمختګ او د امکاناتو د زیاتوالي خبره کړې وه.
د طالبانو حکومت مخکې په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې یواځې په ۲۰۲۵ز کال کې په ټول هېواد کې د اور لګېدنې ۲۵۹۶ پېښې ثبت شوې دي.
د دوی د شمېرو له مخې، د دغو پېښو له امله له ۶۱۲ میلیونو افغانیو او له دوو میلیونو امریکايي ډالرو زیات زیان اوښتی دی.
د همدې راپورونو له مخې، د اور وژنې ډلو د فعالیتونو په پایله کې له ۷ میلیارده افغانیو زیات او شاوخوا ۷.۵ میلیونه ډالرو د احتمالي زیان مخه نیول شوې ده.
په افغانستان کې د اور وژنې بېړنۍ شمېره ۱۰۱ ده، خو دا نه ده معلومه چې اوس مهال په ټول هېواد کې د اور وژنې څومره مرکزونه فعال دي.