د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۲

ننګرهاری اوسېدونکی: د ډاکتر فیس نه لرو، درمل له دکانه اخلو

په ننګرهار کې یو درملتون. (انځور له ارشیف څخه)
په ننګرهار کې یو درملتون. (انځور له ارشیف څخه)

ځینې افغانان وايي، د فقر او ډاکتر ته د نه لاسرسي له امله د ناروغۍ پر مهال په خپل سري ډول ارزانه انټي بیوټیکونه اخلي. روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې دا کار د میکروبي مقاومت او بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی تشریق خان وايي، د ناروغیو پر مهال ډېری وخت ځان او خپلو ماشومانو ته انټي بیوټیک کاروي. تشریق خان ازادي راډیو ته وویل: «موږ چې کله ناروغان شو، بیا خپله ځانته د شنو پاکټونو درمل راوړو. که ماشوم هم کله تبه ونیسي، بیا ورته کله شربت راوړو، کله ګولۍ راوړو، ځکه یې ډاکتر ته نه بیایو چې دلته غربت دی، د ډاکتر فیس څلور او پنځه سوه افغانۍ دی. خو چې دوه درې ورځې وروسته هم ښه نه شو، او دلته دا ملاریا او محرقه ډېره ده، چې پر ځان مو د ملاریا شک ډېر شي، نو بیا هغه کلینک ته ورځو چې نږدې وي.»

دی زیاتوي چې د دې ډول درملو تر څنګ، د اقتصادي ستونزو له امله یې مېرمن ډېری وخت په کور کې ماشومانو ته له بوټو څخه کورني او یوناني درمل هم جوړوي او ورکوي یې. د کابل ښار یو بل اوسېدونکی مسعود هم وايي چې یوازې دوی نه، بلکې ډېری کورنۍ عموماً د ډاکتر له نسخې پرته انټي بیوټیک اخلي.

ده وویل: «دلته شاوخوا سیمو او لرې پرتو سیمو کې د ډاکتر له مشورې پرته د انټي بیوټیکو کارونه عامه خبره ده. بل زموږ ډېری سیمې دي چې هلته هېڅ ډاکتر نشته، که وي هم له لاسرسي لرې وي، نو په سیمه کې نږدې درملتون او دکان کې چې کوم انټي بیوټیک او درمل وي، ټول خلک همدغه اخلي. خو درد یو څو ورځې ارام وي، چې ستونزې مو ډېرې شي، بیا انټي بیوټیک هم کار نه کوي.»

دوی د طالبانو د حکومت له عامې روغتیا وزارت او اړوندو ادارو غواړي چې په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته روغتیايي امکانات برابر کړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر واخلو چې ایا دوی په درملتونونو کې د قوي انټي بیوټیکونو د پلور او ورکړې اړوند څه مقررات او میکانیزمونه وړاندې کړي که نه. خو د دې وزارت ویاند شرافت زمان د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې (AFDA) ویاند جاوید هژیر مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې دا مني چې په افغانستان کې ډېری خلک د ناروغیو پر مهال د ډاکتر له توصیې پرته په بې‌رویې توګه انټي بیوټیک کاروي. هغه زیاته کړې وه چې دوی هڅه کوي د عامه پوهاوي د پروګرامونو په جوړولو خلک له دې منع کړي چې په خپله خوښه او د ډاکتر له نسخې پرته انټي بیوټیکونه وکاروي.

دغه درمل چې خلک یې په خپل سري ډول وکاروي، د معدې او کولمو د زخم سبب کېږي.
ډاکتر ناصر فګار، د داخله ناروغیو متخصص

د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکتر ناصر فګار وايي چې د انټي بیوټیکونو بې‌سنجشه کارونه په انسانانو کې د میکروبي مقاومت د رامنځته کېدو لامل کېږي.

دی ټینګار کوي چې له دې امله به په راتلونکي کې د ځینو ناروغیو درملنه ستونزمنه یا ناممکنه شي او د ناروغیو د خپرېدو او مړینې خطر به زیات شي: «دغه درمل چې خلک یې په خپل سري ډول وکاروي، بیا د معدې او کولمو د زخم سبب کېږي. ځینې داسې دي چې که دوامداره وکارول شي، د ځیګر د کم کاره کېدو او د ګردو د ناروغیو سبب کېږي. دا انټي بیوټیکونه او ځینې نور درمل ډېری وخت د زړه د ستونزو لامل هم کېږي. که چېرې له ډاکتر پرته یا په درملتونونو کې غیرمسلکي کس ځینو هغو ناروغانو ته چې د زړه ستونزه لري، بیټا بلاکرز (Beta-blockers) یا انټي بیوټیکونه ورکړي، حتی د زړه د درېدو او مړینې لامل یې هم ګرځېدلی شي.»

ډاکتر ناصر وايي، اکثراً ماشومان د انټي بیوټیکونو په وړاندې ډېر حساس وي او د لوړ دوز د نه زغملو له امله ان د عادي ناروغیو پر مهال هم د دوی د مړینې سبب کېږي.

دی وايي، انټي‌بیوټیکونه (Antibiotics) هغه درمل دي چې د باکتریاوو له امله د رامنځته شویو ناروغیو درملنه کوي او باکتریاوې وژني یا یې د ودې او تکثیر مخه نیسي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هر کال د نومبر میاشتې له ۱۸ تر ۲۴ نېټې پورې د انټي‌مایکروبیل مقاومت په اړه د پوهاوي نړیواله اونۍ (World AMR Awareness Week) نمانځل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د دې اونۍ د نمانځنې موخې د انټي‌بیوټیکونو د بې‌ځایه استعمال مخنیوی، د انټي‌بیوټیک مقاومت (Antibiotic Resistance) په اړه عامه پوهاوی، د ډاکتر له نسخې پرته د انټي‌بیوټیک نه استعمال، د درملو د سم استعمال او بشپړولو په اړه پوهاوی او په انسانانو، حیواناتو او چاپېریال کې د مقاومت مخنیوی بللي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم د تېر ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې په څو بېلابېلو راپورونو او د څېړنو او سروېګانو د موندنو په خپرولو، په افغانستان کې د خپل سرو درملو، قوي انټي بیوټیکونو او بې‌کیفیته درملو د کارونې او شتون په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

دغه سازمان د انټي بیوټیکونو او خپل سرو درملو د کارونې لاملونه اقتصادي ستونزې، د عامه پوهاوي نشتوالی او مناسبو روغتیايي اسانتیاوو او مسلکي روغتیايي ټیمونو ته د خلکو نه لاسرسی بللي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG