شل کلنه شبنم رحمتي له یوه نیم کال راهیسې پر ټولنیزو رسنیو شخصي کاروبار کوي. هغې ازادي راډیو ته وویل: «دې فعالیت له روحي اړخه راسره ډېره مرسته کړې، ځکه دا فعالیتونه هغو افغان نجونو ته چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ژوند کوي، نوې انګیزه او هیله ده. زموږ د فعالیت دلیل هم د همدې محدودیتونو وضع کېدل و.»
شبنم د خپلو څارونکو، چې د هغې په خبره ډېری یې بهر مېشت دي، د ډالیو، خوراکي توکو او ان د کور د اړتیا وړ توکو فرمایشونه ترلاسه کوي او بیا یې د فرمایش کوونکو کورنیو ته لېږي.
هغه وايي، د ښوونځي په دولسم ټولګي کې وه چې د طالبانو حکومت د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
شبنم د خپل کار ویډیوګانې اخلي او پر ټولنیزو رسنیو یې خپروي، ترڅو د خپلو توکو بازارموندنه هم وکړي.
هغې وویل: «دې فعالیت راته د عاید ګټلو او اقتصادي خپلواکۍ زمینه برابره کړې، خو زه په دې باور یم چې زده کړې بریا ته د رسېدو له مهمو لارو دي. که خدای وغواړي، غواړم په راتلونکي کې زده کړو ته دوام ورکړم او هغو هیلو او هدفونو ته ورسېږم چې لرم یې.»
د زده کړو بندیزونه
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، د همدې کال په دسمبر کې یې نجونې له پوهنتونونو او د ۲۰۲۴ز کال په دسمبر کې یې له طبي انسټیټیوټونو هم منع کړې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د راپورونو له مخې، د دغو بندیزونو له امله شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بېبرخې شوې دي او دا شمېر کال په کال زیاتېږي.
طالبانو ښځې په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې دي.
زه په دې باور یم چې زده کړې بریا ته د رسېدو له مهمو لارو دي.شبنم رحمتي
دې وضعیت د ښځو او نجونو پر زده کړو، راتلونکي، ټولنیز ژوند او اقتصاد ژوره اغېزه کړې ده، په ځانګړې توګه پر هغو چې د خپلو کورنیو سرپرستانې وې.
سوداګري او انلاین زده کړې
خو یو شمېر نجونو دې بندیزونو ته غاړه نه ده ایښې او پر ټولنیزو رسنیو یې د زده کړې بدیلې لارې موندلې دي.
۲۳ کلنه اسرا صافي له دغو نجونو څخه ده. هغه د پوهنتون په لومړي ټولګي کې وه چې له زده کړو بېبرخې شوه.
اسرا اوس پر ټولنیزو رسنیو د جامو او حجابونو پلور کوي، انګلیسي ژبه زده کوي او د خپلو ورځنیو چارو نچوړ خپروي.
هغې وویل: «کله چې مو زده کړې بندې شوې، زما پر روحیه یې ډېره بده اغېزه وکړه، خو سره له دې چې د یوې دودیزې کورنۍ غړې یم او هېچا نه یم هڅولې، خپل کار او پر ټولنیزو رسنیو مې فعالیت پیل کړ. اوس له هېواد بهر او دننه زرګونه پیرودونکي او څارونکي لرم او دا ما ډېره خوشحالوي.»
اسرا وايي، پر ټولنیزو رسنیو فعالیت یې یوازې د بوختیا وسیله نه ده، بلکې له نورو خلکو سره د اړیکو او د تجربو د شریکولو فرصت یې هم ورته برابر کړی دی.
د مزارشریف، هرات، کندز او کابل یو شمېر نورو نجونو هم ازادي راډیو ته وویل چې ټولنیزې رسنۍ یې د خپلو وړتیاوو د ښودلو، د زده کړو د دوام او اقتصادي خپلواکۍ وسیله ګرځولې دي.
اوس له هېواد بهر او دننه زرګونه پیرودونکي او څارونکي لرم او دا ما ډېره خوشحالوي.اسرا صافي
دوی وايي، د انلاین ښوونیزو پروګرامونو او کورسونو په تعقیبولو او د خپل ورځني ژوند او تجربو د ویډیوګانو (ولاګونو) په خپرولو هڅه کوي خپلې علمي وړتیاوې لوړې کړي.
ننګونې
خو د دې نجونو په خبره، انلاین فعالیت یې هم له ستونزو خالي نه دی؛ د انټرنېټ لګښت، د کورنیو محدودیتونه، ټولنیز فشارونه او انلاین ځورونه یې لویې ننګونې دي.
دوی وايي، هره ورځ د نویو نوښتونو هڅه کوي ترڅو هغو نجونو ته هیله ورکړي چې تر دوی سختو شرایطو کې ژوند کوي.