د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۰

یوناما ومنله، چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې یو شمېر ښځې په کابل او هرات ولایتونو کې نیولې دي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما تایید کړه، چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ په کابل او هرات کې توقیف کړې دي. یوناما په داسې حال کې دغه خبر تاییدوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې پرله‌پسې داسې ویډیوګانې خپرېږي، چې په‌کې د طالبانو محتسبان ښځې موټرو ته پورته کوي.

یوناما پرون(د تلې پر ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې طالبانو دا ښځې د مناسب حجاب او محرم نه درلودو، له څادره د وېښتانو د ښکارېدو او د فېشن کولو په تور نیولې دي.

ازادۍ راډيو له هغو ښځو سره خبرې کړې دي، چې په کابل او هرات ولایتونو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا نیول شوې وې.

یوې يې د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کابل د هوايي ډګر پر سړک د خپل ورور په تمه وه، چې د امربالعمروف او نهي عن‌النمکر وزارت کسانو ونیوله او حوزه ته يې یوړه.

د اخلاقي فساد په تور یې رانه جبري اظهارات واخیستل او په زوره یې راباندې ګوته ولګوله
یوه افغانه

دې ازادۍ راډیو ته وویل: «زه یې امنیه قومندانۍ ته ولېږدولم او له هغه ځای څخه یې حوزې ته بوتلم، هلته یې راباندې ډېر فشار راوست، بیا یې د ولایت زندان ته بوتلم او دوسیه یې راته جوړه کړه، د اخلاقي فساد په تور یې رانه جبري اظهارات واخیستل او په زوره یې راباندې ګوته ولګوله او له ۹ ورځو وروسته یې څرخي پله زندان ته انتقال کړم.»

خو یوناما په خپله تازه اعلامیه کې ویلي دي، چې دا ښځې د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې تر ساتل کېدو وروسته بېرته خوشې شوې دي.

طالبان د دې ښځو د نیولو په اړه څه نه وايي.

بل پلو، وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې په‌کې طالب چارواکي د نامناسب حجاب په تور د یو شمېر ښځو د نیول کېدو په حال کې ښکاري. د طالبانو د امربالعمروف او نهي عن‌المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر په دې اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

یوناما د روان کال په جون میاشت تایید کړې وه، چې طالبانو په هرات ولایت کې ۳۰ ښځې د حجاب د نه مراعت کېدو له کبله نیولې وې. د یوناما په ټکو، د طالب چارواکو له خوا د ښځو د وهلو، لفظي سپکاوي او ګواښلو موارد يې هم ثبت کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندیه ماموریت یوناما په ګډون د بشري حقونو د څار سازمان له طالبانو په ځلونو غوښتي دي، چې د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض پای ته ورسوي. که څه پر افغانستان واکمنو طالبانو پر افغانو ښځو ډېر بندیزونه لګولي دي، خو دعوه کوي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې يې د ښځو ټول حقونه خوندي کړي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG