افغانستان سږ کال هم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د بحثونو له اصلي اجنډا وتلی و. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ز کال عمومي غونډه، چې د نړۍ په کچه یوه مهمه او لویه سرمشریزه وي (د سېپټمبر پر ۲۸مه) د افغانستان د لوړې ډیپلوماټیکې سطحې د استازي له حضور پرته پای ته ورسېده.
د طالبانو حکومت او په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارواکي دا غیرحاضري له نړیوالې اجنډا د افغانستان منزوي کېدل او د عامو افغانانو لپاره ستر زیان بولي. په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، چې د پرځېدلي جمهوري نظام ډيپلوماټ دی، ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم ده او همکارانو یې د دې غونډې په څنډه کې هڅه کړې ده، چې په فرعي غونډو کې د افغانستان حال او مسایل نړیوالو ته مطرح کړي، خو په خبره یې په لوړه کچه اصلي بحثونو کې د استازي حضور اړین دی.
ښاغلي فایق ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «د افغانستان دایمي استازولي لا هم فعاله او د افغانستان د خلکو او ملي ګټو دفاع او استازولي کوي، خو هغه څه چې نهشته، هغه د ولسمشر یا بهرنیو چارو وزیر په کچه د یوه لوړپوړي پلاوي حضور دی، چې د عمومي غونډې په بحث کې ګډون وکړي، دا په تېرو پینځو کلونو کې نه و او دغه وضعیت په افغانستان دننه د مشروعیت د بحران او د یوه ټولګډونه او ځواب ورکوونکي حکومت د نهشتون له امله دی، چې له نړۍ سره د افغانستان عادي، سیاسي او اقتصادي اړیکې هم محدودوي.»
ښاغلی فایق وایي، پر ښځو د طالبانو لګول شوي محدودیتونه او پالیسۍ د افغانستان د انزوا لامل دي او ټینګار کوي چې د افغانستان عام وګړي باید د دغو سیاستونو قرباني نهشي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق سږ کال د دغه سازمان د عمومي غونډې د ۸۱مې غونډې یو مرستیال هم ټاکل شوی و.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډه، چې په لومړي ځل په ۱۹۴۶ز کال کې پیل او سږ کال یې ۸۱مه غونډه وه، هر کال پهکې د شاوخوا ۱۹۳هېوادونو د حکومتونو مشران، استازي او غړي راټولېږي او اړین سیاسي، امنیتي او نور مسایل له یوه بل سره شریکوي.
افغانستان سره له دې چې د دغه سازمان غړی هېواد دی، خو دغه پرلهپسې پینځم کال دی، چې د دغه سازمان د عمومي غونډې تر څنګ نورو غونډو کې هم د طالبانو کوم استازی ګډون نهشي کولای. که څه هم د طالبانو حکومت د خپلې دوهیم ځلي واکمنۍ په لومړیو کې د قطر د دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته د خپل استازي په توګه وروپېژاند، خو دغه سازمان یې له منلو ډډه وکړه.
سهیل شاهین ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ملګرو ملتونو له غونډو د دوی بېبرخې کول د ټول افغان ولس بېبرخې کول دي؛ هغه زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې د ملګرو ملتونو پر نړیوال سټېج د افغانستان د ولس اړتیاوې، غږ، غوښتنې لکه د اقلیم بدلون اړوند مسایل او د حکومت دریځ وړاندې کړي، خو پینځه کاله کېږي چې مخه یې نیول کېږي او په دې نړیواله موسسه کې یو ستر ولس له خپل مشروع حقه محروم شوی او لا محروم ساتل کېږي، چې ناوړه اغېز یې پر ټول افغان ولس دی.»
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په کلنیو غونډو کې د بحثونو په اجنډا کې د افغانستان نهشتون په دغه هېواد کې دننه وضعیت د نړیوالو د پام په برخه کې څه اغېز کولای شي؟ د نړیوالو چارو پوهـ انتظار خادم وایي، که په ملګرو ملتونو او دغه سازمان ته ورته نورو مهمو نړیوالو بحثونو کې د افغانستان نهشتون همداسې پسې وغځېږي، نه یواځې له نړیوالو سره یې پر اړیکو منفي اغېز کوي، بلکې په خبره یې، نور هېوادونه به هغه ډول چې د هغوی د ګټو مناسب وي، د افغانستان په استازولۍ خبرې کوي؛ زیاته یې کړه: «دغه وضعیت کې به د افغانستان د خلکو له ستونزو څوک نه خبرېږي، بانکي سکټور او د پیسو راکړې ورکړې او نړیوالې اړیکې به نورې هم ټکنۍ کېږي او د افغانستان د قضایایو اړوند به د افغانستان په استازولۍ نور هېوادونه، څنګه چې یې خوښه وي، هغسې خبرې کوي.»
خو اوس چې ملګري ملتونه د طالبانو استازی نه مني او طالبانو بیا د هغو د غوښتنو خلاف خپلو پالیسو پلي کولو ته دوام ورکړی او افغانستان هم د دغه سازمان له داسې مهمو ناستو غیر حاضر دی، د حل لاره یې څه ده؟
طالبان باید په خپلو سختدریځو پالیسو بیا غور وکړي، چې له امله یې نن افغانستان په انزوا کې دیشینکۍ کړوخېل
په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل: «لومړی خو طالبان باید په خپلو سختدریځو پالیسو بیا غور وکړي، چې له امله یې نن افغانستان په انزوا کې دی، له ولس سره دې پخلا شي او د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره دې حللاره ولټوي، دوهیم ټول افغان سیاسي او مدني فعالان باید یوه ملي ایتلاف ته مخه کړي، چې په نړیوالو پلټفارمونو کې د افغانانو رښتونی غږ واوسي او مسایل له نړۍ سره شریک کړي، چې نړۍ متوجه او افغانستان یې بیا اجنډا ته داخل کړل شي.»
پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، دوی څو ځله ټینګار او غوښتنه کړې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ د دوی د حکومت نوماند سهیل شاهین ته وسپارل شي، خو ملګرو ملتونو په ځلونو ټینګار کړی چې طالبان باید ټول نړیوال اصول، په ځانګړې توګه بشري او د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.
د ملګرو ملتونو د قوانینو له مخې په یاد سازمان کې د یوه هېواد د دایمي استازولۍ څوکۍ یواځې هغه حکومت ته سپارل کېږي، چې د نړیوال مشروعیت، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د اکثریت له خوا په رسمیت پېژندل شوی وي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه پرته له روسیې هېڅ هېواد هم په رسمي ډول په رسمیت نهدی پېژندلی.