د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۶

ملګرو ملتونو ویلي افغانستان کې د کال تر پایه ښايي ۷۰۰ صحي مراکز د بودیجې د نشتوالي په سبب وتړل شي

یو صحي مرکز او د ماشوم معاینه
یو صحي مرکز او د ماشوم معاینه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سلګونو روغتیايي مراکزو د تړل کېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی هغه هم داسې یو وخت کې چې خلک په لرو پرتو او غرنیو سیمو کې د کلینیکو له نشتوالي شکایت لري.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې یو اوسیدونکی عزت الله وایي د کورنۍ څو غړي یې د سختو ناروغیو په سبب مړه شول ځکه د دوی په سیمه کې کوم نږدې روغتیایي مرکز نشته.

موږ خپل ناروغان د کټ په وسیله چې دواړو خواوو ته یې لرګي پر تکه تړو، په پلي تګ کلینیک ته انتقالوو، تر کلینیکه کابو څلور ساعته لاره ده چې ډېره ستونزه لاره ده او له غره تېرېږو، د شپې ترې څوک تېرېدلی نه شي.
د کونړ د څوکۍ یو اوسیدونکی، عزت الله


هغه زیاتوي: «په کلینیکو کې هغسې دواګانې هم نشته چې مریض ته یې ورکړي. نو دا ساحه چې ده له زلزلې مخکې یې هم کلینیک نه درلود او اوس یې هم نه لري.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي او بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لیمارکیس د نومبر په شپږمه ویلي، د بشري مرستو د کمېدو په سبب ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه یا وتړل شي یا له سخت مالي فشار سره مخ شي.

هغه د دې ستونزې لوی علت د بودیجې کمښت وباله چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې کال په کال کمېږي.

د ښاغلي لیمارکیس په خبره په ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستې دوه میلیارد ډالرو ته رسېدې خو په ۲۰۲۵ کې مرستې یو میلیارد او بیا روان ۲۰۲۶ کال کې ۵۷۰ میلیونو ډالرو ته راکمې شوې.

ښاغلي لیمارکیس ، چې پدې وروستیو کې د افغانستان له اتو ولایتونو څخه لیدنه کړې او اوس امریکا ته ستون شوی، د جمعې په ورځ د خپل سفر په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د بشري مرستو کمښت د خدماتو وړاندې کول خورا ستونزمن کړي او په هیواد کې یې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې ډیرې کړي دي.

د ښاغلي لیمارکیس له خبرو سره هممهاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویاندې اولګا چیرویکو هم خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ګڼ صحي مراکز د فعالیتونو کمولو یا بشپړ بندولو ته اړ شوي.

هغې د بدخشان د کشم ولسوالۍ له یوه صحي مرکزه په یوه پیغام کې ویلي:

د بودیجې د نشتوالي له امله، یو شمیر روغتیایی مرکزونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه کم کړي یا په بشپړه توګه وتړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویانده اولګا چیرویکو

هغه زیاتوي: «د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې، روغتیایی مرکزونو ته لاسرسی ځینې وختونه د یو اوږد او خطرناک سفر په مانا وي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال، برونو لیمارکیس خبرداری ورکړی چې د بودیجې او مرستو کمښت به د افغانانو روغتیا لپاره جدي پایلې ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ کال په نیمایي کې خبرداری ورکړی و چې د بودیجې کمښت کیدای شي په افغانستان کې د دوی د لومړنیو روغتیایی خدماتو د ۸۰ فیصده مراکزو د تړلو لامل شي.

دغه سازمان ویلي چې د دغو روغتیایی مرکزونو تړل به په افغانستان کې ملیونونه خلک، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان، زاړه خلک او داخلي بې ځایه شوي کسان او راستانه شوي کډوال، له حیاتي روغتیایی خدماتو څخه بې برخې کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG