د کابل اوسېدونکی روحالله وايي، څو ورځې مخکې یې د کاکا ۷ کلن زوی د سخت سینهبغل له امله مړ شو. هغه وايي، د هوا په سړېدو سره په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې او یو شمېر بېوزلې کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره لازم امکانات نه لري.
روحالله ازادي راډیو ته وویل: «سینه بغل خو ډېر زیات شوی دی، ځکه هوا ډېره سخته سړه ده، هر کور کې یو یا دوه کسان حتما په دې ناروغۍ اخته دي. تقریبا څو ورځې مخکې زما د کاکا یو زوی چې ۷ کاله عمر یې لرلو د سخت سینه بغل نه مړ شو، شخصي روغتون ته د تګ پیسې یې پلار نه لرلې او دولتي روغتونونو کې امکانات نشته.»
هغه زیاتوي: «بالاخره بې چاره مړ شو. دلته بې وزلي زیاته ده، خلک یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي نو ناروغانو ته به یې له کومه کړي.»
شخصي روغتون ته د تګ پیسې یې پلار نه لرلې او دولتي روغتونونو کې امکانات نشته.
ککړه هوا او بېوزلي
د افغانستان په یو شمېر ښارونو، په ځانګړي ډول کابل کې، د ژمي له رانږدې کېدو سره د هوا ککړتیا هم یوه جدي روغتیايي اندېښنه ده.
د کورونو د ګرمولو لپاره د ډبرو سکرو، لرګیو او نورو سون توکو سوځول، د موټرو لوګي او دوړې هغه عوامل دي چې د هوا کیفیت خرابوي.
د بغلان ولایت اوسېدونکی سید خان احمدزی وايي، وچکالۍ، ککړې هوا او بېکارۍ د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی او د ناروغیو درملنه یې لا سخته کړې ده.
هغه وايي: «وچکالي هم زیاته ده، هوا هم ککړه ده، بې روزګاري او بې کاري خپل اوج ته رسېدلې ده، په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغي زیاته شوې ده. موږ نفقه نه شو ګټلای، بیا چې درته کور کې ناروغان هم پیدا شي.»
سید خان زیاته کړه: «زه خپله هم ناروغ یم، چې ډاکتر ته لاړ شي د اتلس سوه یا دوه زره افغانیو درمل درته لیکلي او موږ سره جیب کې دوه درې سوه هم نه وي.»
د بېوزلۍ ترڅنګ، د مناسبې سرپناه نشتوالي هم د یو شمېر کورنیو روغتیايي ستونزې زیاتې کړې دي.
زه خپله هم ناروغ یم، چې ډاکتر ته لاړ شي د اتلس سوه یا دوه زره افغانیو درمل درته لیکلي او موږ سره جیب کې دوه درې سوه هم نه وي.سید خان احمدزی، د بغلان اوسېدونکی
په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې تازه له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې دي، د ژمي په درشل کې د استوګنې، تودوخې او روغتیايي خدمتونو له ستونزو سره مخامخ دي.
د غزني ولایت اوسېدونکي محمد خان ازادي راډیو ته وویل: «په ماشومانو او په لویانو کې د سینه بغل ناروغي ډېره زیاته شوې ده، دلته بیا هغه کسان چې تازه له پاکستانه راستانه شوي او په پنډغالو کې اوسیږي تر نورو ډېر زیانمن دي، ځکه دوی هیڅ ډول امکانات نه لري.»
د ډاکټرانو سپارښتنې
روغتیايي متخصصان وايي، ککړه هوا د ماشومانو تنفسي سیستم زیانمنوي او د تنفسي ناروغیو د شدت خطر زیاتولای شي. د هغوی په خبره، په سړو او ګڼو کورونو کې اوسېدل هم د تنفسي انتاناتو خپرېدو ته زمینه برابروي.
د داخله ناروغیو متخصص نورالله بارکزي ازادي راډیو ته وویل، چې سینهبغل د سږو یو انتاني حالت دی چې ویروسونه او باکتریاوې یې رامنځته کولای شي.
د هغه په وینا، په ځانګړي ډول له پنځو کلونو کم عمره او خوارځواکي ماشومان د دې ناروغۍ د جدي عوارضو له لوړ خطر سره مخامخ دي.
بارکزي وايي: «هوا رښتیا هم سړه شوې ده او د هوا په سړېدو سره په ماشومانو کې سینه بغل زیاتیږي.»
هغه د مخنیوي لارې چارې داسې بیانوي: «د مخنیوي لپاره یې اړتیا ده چې اول خو باید ماشومان ګرم وساتل شي، هڅه وشي چې ماشومان بېرون پرېنښودل شي، په زیاته اندازه د یخو خوړو نه ډډه وشي، لویان چې بیرون ځي باید ماسکونه وکاروي چې له بیرونه مرض انتقال نه کړي، ځکه هوا ډېره ککړه ده.»
نوموړی ټینګار کوي، چې د کورونو ګرم ساتل، د ککړو لوګیو کمول، واکسین کول او روغتیايي مرکزونو ته په وخت مراجعه د خطرونو په کمولو کې مهم رول لري. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
د دې وزارت د څارنې او غبرګون ادارې په وروستي اونیز راپور کې، چې د وزارت په ویبپاڼه خپور شوی، ویل شوي چې یواځې د سېپټمبر له ۲۰مې تر ۲۶مې پورې په افغانستان کې د سینهبغل او حادو تنفسي انتاناتو ۲۰ زره او ۲۷۴ پېښې او ۴۸ اړوندې مړینې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، له دغو ناروغانو ۱۲ زره او ۶۳۵ یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان وو. د وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ز کال له پیل څخه د سېپټمبر تر ۲۶مې پورې د دغو ناروغیو تر ۹۲۱ زرو ډېرې پېښې او ۱۸۸۶ اړوندې مړینې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ز کال د سېپټمبر میاشتې په راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سینهبغل او حادو تنفسي انتاناتو ثبت شوې پېښې د اګست له ۶۴ زره او ۵۰۶ څخه په سېپټمبر کې ۹۷ زره او ۷۳۸ ته لوړې شوې دي.
په همدې موده کې د دغو ناروغیو اړوند ثبت شوې مړینې هم له ۱۷۰ څخه ۱۹۱ ته لوړې شوې دي. دې سازمان خبرداری هم ورکړی چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د سینهبغل د ناروغانو احتمالي زیاتوالی ښايي د افغانستان پر روغتیايي مرکزونو فشار نور هم زیات کړي.
یو شمېر کورنۍ وايي، د بېوزلۍ، بېکارۍ او د ژمي د تودوخې د لګښتونو له امله د خپلو ماشومانو د درملنې ترڅنګ د ورځني ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم په سختۍ پوره کوي.