په افغانستان کې، چېرته چې نجونې ښوونځي او پوهنتونونو ته له تګ څخه محرومې شوې دي، زدهکړې لا هم د ډېرو نجونو لپاره داسې یو ارمان نهدی ګرځېدلی چې ترې لاس واخلي.
شبانه نوري چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سرهیې د زدهکړو د دوام فرصت له لاسه ورکړ، اوس د انګلیسي ژبې په یوه خصوصي کورس کې زدهکړې کوي او وايي چې افغان نجونې باید خپلې هیلې له لاسه ورنهکړي.
شبانه په ۲۰۲۱ کال کې د لسم ټولګي زده کوونکې وه: "افغانې نجونې باید ناهیلې نهشي، ځکه د جمهوریت پر مهال چې د دوی پر ښوونیزو مرکزونو چاودنې کېدې، بیا یې هم له خپلو هیلو لاس نهاخیست او زدهکړو تهیې دوام ورکاوه. اوس چې د دوی پر زدهکړو او هیلو محدودیتونه لګېدلي، باید بیا هم ناهیلې نهشي."
د شبانې کیسه یوازې د یوې نجلۍ کیسه نهده، بلکې د هغو یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان نجونو د برخلیک انځور دی چې د نومبر له ۱۰مې، "د سولې او پرمختګ لپاره د علم له نړیوالې ورځې" سره هممهاله، د نړیوالو بنسټونو په شمېرو کې له زدهکړو د محرومو نجونو په توګه یادېږي.
د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل وروستي ګډ راپور کې ویلي چې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو حضور صفر ته رسېدلی دی.
یونیسف خبرداری ورکړی چې که پر زدهکړو دا بندیزونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نهیوازې به له زدهکړو د محرومو نجونو شمېر څلورو میلیونو ته ورسېږي، بلکې افغانستان به د ۲۰ زرو ښځینه ښوونکو او پنځو زرو ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره هم مخامخ شي.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګاوه.
وروستهیې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۲۹مه د پوهنتونونو دروازې هم د ښځو او نجونو پر مخ وتړلې.
د ۱۴۰۳ کال تر لیندۍ میاشتې پورې افغان ښځو او نجونو د منځنیو طبي زدهکړو په مؤسسو کې زدهکړو ته دوام ورکاوه، خو د طالبانو حکومت په دغو مؤسسو کې هم د دوی پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
له دې ټولو محدودیتونو سره سره، د شبانې په څېر نجونې نهدي تسلیم شوي.
شبانه چې اوس د انګلیسي ژبې په یوه خصوصي ښوونیز مرکز کې زدهکړې کوي او د لسګونو نورو نجونو په څېر لا هم راتلونکي ته هیلهمنه ده، وايي: "ډېرې نجونې وینم چې انګلیسي زده کوي او په دې هیله دي چې یوه ورځ به بیا د زدهکړو دروازې د دوی پر مخ پرانیستل شي، خپلو زدهکړو ته به دوام ورکړي او خپلو هیلو ته به ورسېږي."
ډېرې افغانې ښځې او نجونې د انټرنټ له لارې، په خصوصي کورسونو، غیر رسمي ټولګیو او ان په پټه زدهکړو ته دوام ورکوي.
خو پوښتنه دا ده چې ایا د زدهکړو دا لارې د ښوونځیو او نورو رسمي ښوونیزو بنسټونو د حضوري زدهکړو ځای نیولی شي؟
د یونسکو د بېړنیو حالاتو د زدهکړو د پروګرام همغږې کوونکې، هدا جابریان، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "یونسکو لا هم د نجونو او ښځو د منځنیو او لوړو زدهکړو د حق د سمدستي او بېقید و شرطه بېرته اعادې غوښتنه کوي. دا موضوع د خبرو اترو او معاملې وړ نهده، بلکې یو بنسټیز بشري حق دی او هېڅ بدیل نهلري. هغه لارې چارې چې اوسمهال یې یونسکو او زموږ همکار بنسټونه په افغانستان کې پر مخ وړي، په هېڅ ډول د ښوونځیو، مسلکي ښوونکو او حضوري زدهکړو د ځای نیولو لپاره نهدي."
د یونسکو دا دریځ د هغې غوښتنې څرګندونه کوي چې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالان او یو شمېر پېژندل شوې سیاسي څېرې یې هم مطرح کوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم "د سولې او پرمختګ لپاره د علم د نړیوالې ورځې" په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې افغانستان د نورو بشري ټولنو په څېر علم او پوهې ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، افغانستان یوازې هغه مهال کولای شي چې پر پردیو له تکیې پرته خپلې ستونزې هوارې کړي او پرمختګ وکړي چې ټول وګړي یې زدهکړو ته لاسرسی ولري.
حامد کرزي یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د افغان نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.