نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې سږ کال د افغانستان اقتصادي وده درې فیصده بللې او اصلي لامل یې هم د کرنیزو محصولاتو ښه والی یاد کړی.
دا راپور، چې د چهارشنبې په ورځ (د لړم۲۷مه) د نړیوال بانک په ویبپاڼه خپور شوی، اټکل کوي چې په ۲۰۲۷ او ۲۰۲۸ کلونو کې به هم اقتصادي وده څه باندې درې فیصده وي.
خو سره له دې پرمختګ، اټکل کیږي چې په ۲۰۲۸ کال کې به د سرانه تولید کچه لا هم د ۲۰۲۴ کال د کچې په پرتله شاوخوا ۷ سلنه ټیټه وي.
د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ خونې پخوانی مشر او اقتصادي کارپوه، آذرخش حافظي، د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره ۳ سلنه وده یو مثبت پرمختګ بولي، خو وايي دا پرمختګ ډېر اغېزمن نه شي تمامیدلی.
حافظي ازادي راډیو ته وویل:
«که زموږه عواید یا رشد ناخالص تولید داخلي لس سلنه یا پنځلس سلنه وي په هغه وخت کې موږ کولای شو چې فقر له منځه یوسو او بیکاري کمه کړو. اما په دغه رشد چې درې سلنه دي. درې سلنه خو زموږ د نفوس له زیاتوالي سره برابر دي یعنې معنی یې دا چې دومره چې په اقتصادي لحاظ زیاتوالی راځي په عین زمان کې دومره نفوس زیاتیږي او سره صفر کېږي.»
د نړیوال بانک راپور همدارنګه د سرانه ناخالص کورني تولید (GDP) کې د ۳.۳ سلنه کمښت ښودنه کوي چې دا په پرله پسې توګه دریم کلنی کمښت دی په داسې حال کې چې اټکل کیږي د افغانستان نفوس به ۶.۶ سلنه زیات شي.
نړیوال بانک د خلکو د پېرلو د توان د سخت کمښت یادونه کړې او د بېلګې په توګه یې تېر سپټمبر میاشت یاده کړې چې پکې کارګرانو د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۱۴ سلنه لږ کاري ورځې درلودې، او له امله یې د غنمو د اوړو په خرید کې ۲۷ فیصده کمښت راغلی.
په راپور کې راغلي چې د کرنیزو حاصلاتو د ښه والي سره سره، په افغانستان کې اټکل کیږي چې ۱۵.۹ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.
د نړیوال بانک د دغه راپور یوه لویه برخه د اوبو د سرچینو کمښت او له دې امله رامنځته شوي بحران ته ځانګړې شوې ده.
د راپور د موندنو له مخې، افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال شاوخوا ۴.۹ میلیارده متر مکعب د خوږو اوبو زیرمې له لاسه ورکړي دي.
په کابل ښار کې، د ځمکې لاندې اوبه داسې استخراجیږي چې کچه یې د طبیعي بیا ډکید) په پرتله نږدې څلور چنده ګړندۍ ده.
د اوبو کمښت لا هم په کلیوالو سیمو کې د خلکو معیشت ګواښي.
په افغانستان کې کرنیز سکتور د کارموندنې ۴۶ سلنه فرصتونه رامنځته کوي او د هیواد د اوبو د ټول مصرف ۹۵ سلنه برخه همدې سکتور ته ځانګړې کیږي.
د نړیوال بانک دا راپور د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې د اړینو خدماتو د بیا رغولو، د اوبو لګولو د سیسټمونو د ترمیم، او د افغانستان د اوبو د حوزو او د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کوي.