د هسپانیې پلازمېنه مادرید د دوشنبې په ورځ د «زموږ غږ واورئ» په نوم د څلورمې نړیوالې غونډې کوربه و.
دا دوه ورځنۍ غونډه چې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت او «د افغانستان لپاره د ښځو» د سازمان په همکارۍ دایره شوه پهکې له افغانستان څخه بهر لسګونه ښځینه مشرانو، د هغوی نارینه ملاتړو او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو استازو برخه واخیستله.
دا غونډه "د محاسبې له لارې د عدالت او سولې په تحقق کې د افغان ښځو د مشرتوب" تر شعار لاندې ترسره شوه.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوېل البارس د غونډې په پرانیستونکې وینا کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه وغندل.
هغه وویل، طالبانو له زدهکړو، کار، سیاسي مشارکت او د تګ راتګ له ازادۍ څخه د ښځو په محرومولو سره، د جنسیتي تبعیض او بېلوالي یو نظام رامنځته کړی دی.
البارس دغه وضعیت «جنسیتي اپارتاید» وباله او ویېویل چې هسپانیه په نړیوالو قوانینو کې د دې کړنې د جرم په توګه د پېژندلو ملاتړ کوي.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض عاملان باید حساب ورکړي.
هغه وویل، نړیواله ټولنه مسؤلیت لري چې د بشري حقونو د سرغړونو موارد وڅېړي، مستند یې کړي او د عاملانو د معافیت د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
البارس همداراز اعلان وکړ چې هسپانیې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د نوي خپلواک مېکانیزم د فعالیت د پیل په هدف مالي مرسته برابره کړې ده: "په یوې نړۍ کې چې هر څه له یو بل سره تړلي دي، د داسې یو هېواد شتون چېرې چې تاسو ښځې په دغه وضعیت کې ژوند کوئ، پر ټولو نورو هېوادونو هم اغېز کوي، ځکه دا وضعیت زموږ په څو اړخیز نړیوال نظام کې د ګډ ژوند او همزیستۍ بنسټونه کمزوري کوي."
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت به تر هغه د هسپانیې لهخوا په رسمیت ونهپېژندل شي، څو چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.
بل لور ته، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ مشرې فوزیې کوفي د هسپانیې له ملاتړ څخه مننه وکړه.
کوفي په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې وضعیت یوازې بشري یا د بشري حقونو بحران نه، بلکې سیاسي بحران هم دی.
د هغې په وینا، طالبان واک په خپل لاس کې لري، خو د افغانستان خلک د خپل هېواد د راتلونکي په اړه له پرېکړو څخه څنډې ته شوې دي.
هغې د عدالت پر ټینګښت او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو پر حسابورکونې ټینګار وکړ: "طالبانو د هغو ښځو شمېر زیات کړی چې د نانوايي مخې ته د ډوډۍ د ګدايي لپاره په اوږدو صفونو کې درېږي، دوی ښځې ته اجازه ورکوي چې ګدايي وکړي خو دا اجازه نهورکوي چې معلمه شي."
په شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، پرمیلا پتن، هم غونډې ته وینا وکړه.
هغې وویل، هېڅ بل هېواد پر خپلو نیمایي برخه وګړو باندې یوازې د جنسیت پر بنسټ په دومره پراخه او سیستماتیکه کچه محدودیتونه نهدي لګولي: "د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیکې ځورونې تر ټولو ویجاړوونکې بېلګه ګرځېدلی دی. هېڅ بل هېواد یوازې د جنسیت پر بنسټ، د خپل نفوس پر نیمايي برخې دومره پراخ محدودیتونه نهدي لګولي."
پتن ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض موارد باید مستند شي او شواهد یې د عدالت او احتمالي حسابورکونې د بهیرونو لپاره خوندي وساتل شي.
په مادرید کې دا غونډه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په درشل کې چې دوه ورځې وروسته د نومبر په ۲۵ لمانځل کېږي، ترسره شوه.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو په زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زدهکړو او عالي تحصیلاتو بندیز لګول شوی دی.
طالبان ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو حقوقیې د شریعت او افغاني عنعناتو په چوکات کې تأمین کړي دي، خو افغان فعالان دا خبره ردوي.
د مادرید څلورمې غونډې یو ځل بیا د افغان ښځو د حقونو موضوع او د دغو حقونو د نقض په تړاو د حسابورکونې اړتیا په نړیواله کچه مطرح کړه.