"مرګ پر طالبانو، طالبانو ته نه ووایاست".
د بهر میشتو افغانو ښځو هغه شعارونه چې د افغانستان دننه د ښځو په ملاتړ يې په اروپايي ښارونو کې پر سړکونو په اعتراضونو کې ورکوي.
مادرید، لاهه او ستاکهلم هغه درې ښاره دي چې په وروستیو دوو ورځو کې په کې په لسهاوو افغانان په کې د ښځو په ملاتړ سړکونو ته راوتي وو.
زموږ موخه او پیغام دا دی چې طالبانو باید پر ښځو ټول لګول شوي بندیزونه لیرې کړي او هیڅ یوه ښځه باید په افغانستان زنداني نه اوسيپه مادرید کې یو معترض
د اعتراض کوونکو غوښتنې په افغانستان کې د جنیستي اپارتید په رسیمت پیژندل، نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکول او بروکسل ته د طالب پلاوي د راتګ مخنیوی دی.
د شنبې په ورځ د اسپانیا په پلازمینه مادرید او د سویډن په پلازمینه ستاکهلم کې د ښځو په ګډون بهرمیشتو افغانانو دغه غوښتنې په لاریونونو او اعتراضونو کې یو ځل بیا تکرار کړې.
په اروپايي ښارونو کې د بهرمیشتو افغانانو دغه اعتراضونو او لاریونونه وروسته له هغه دي چې طالبانو د افغانستان په لویدیز هرات ولایت کې د ناسم حجاب په تور د یو شمیر ښځو له نیولو وروسته یو لاریون په زور او تاواتریخوالي سره وځپه.
په هرات ولایت کې یو شمیر ښځې ادعا لري چې د اسلامي حجاب د درلودل سربیره د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت د کارکوونکو له خوا نیول او ځورول کیږي.
د راپورونو له مخې، طالبانو په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۰ ښځې نیولې وې.
د هرات ولایت د جبرییل سیمې اوسیدونکو د دغو ښځو د نیولو په غبرګون کې سړکونو ته راووتل چې دغه لاریون په تاواتریخولي وواښت.
د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې ویلي و چې په دې په لاریون کې دوه کسان ووژل شول او له شلو ډیر ټپیان شول.
خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې لاریون کوونکو عامه نظم ګډوډه.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دواړو خواوو ادعاوې تاییدوالی نشي.
د طالبانو له خوا د هرات ولایت د لاریون له ځپلو وروسته په اروپايي ښارونو کې د اعتراضونو لړۍ پیل شوه.
د جرمني د پلازمینې برلین په ګډون د دغه هېواد په لویو ښارونو، د فرانسې په پلازمینه پارس، مادرید، لاهه او ستاکهلم هغه ښارونه دي چې افغانان په کې سړکونو ته راووتل او د طالبانو پر ضد يې لاریونونه وکړل.
په مادرید کې یوه متعرض ازادي راډیو ته وویل، "زموږ موخه او پیغام دا دی چې طالبانو باید پر ښځو ټول لګول شوي بندیزونه لیرې کړي او هیڅ یوه ښځه باید په افغانستان زنداني نه اوسي".
د دغو معترضینو په ټکو، طالبانو یوازې پر ښځو بندیزونه لګولي نه دي، بلکې د ټولنې ټولې برخې يې له اساسي او بشري حقونو محرومې کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې نجونې له زده کړو او ښځې په دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو راګرځول شوي دی.
ملګري ملتونه وايي چې طالبانو په تیرو نژدې پنځو کلونو کې د افغانو ښځو د ژوند پر بیلابیلو برخو څه باندې ۸۰ بندیزونه لګولي دي.
که څه هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه پالیسي د بشري حقونو او نورو نړیوالو سازمانونو له خوا له غندلی شوي، خو طالبان ادعا لري چې د شریعت په چوکاټ کې يې د ښځو حقونو تامین کړي دي.