خبرونه
ولسي محکمې طالب مشران د بشر ضد جرمونو په تور محکوم کړل
د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمې وویل چې د طالبانو مشرانو بشري ضد جرمونه کړي او د «جنسیتي ځورونې» په تور یې محکوموي.
دې محکمې خپله وروستۍ پرېکړه د پنجشنبې په ورځ، د قوس په ۲۰مه نېټه اعلان کړه.
دا محکمه چې د «دایمي ولسي محکمې »له لوري د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې پورې د هسپانیا په مادرید ښار کې جوړه شوې وه، رسمي اجرايي صلاحیت نه لري، خو د ښځو شهادتونه، د بشري حقونو د فعالانو څرګندونې او د حقوقي کارپوهانو ارزونې راټولوي او مستندوي.
محکمې په خپل حکم کې وویل چې د وړاندې شويو څېړنو او شواهدو له مخې، ترسره شوې کړنې د افغانستان له عامه ژوند څخه د ښځو د لرې کولو د یوه منظم کمپاین برخه جوړوي.
یوشمېر افغان ښځو او نجونو تر دې وړاندې هیله څرګنده کړې وه چې د دې محکمې پرېکړه به د دوی غږ بیا نړۍ ته ورسوي او د طالبانو پر ضد به د نورو نړیوالو فشارونو زمینه برابره کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپايي ټولنې پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کړی
اروپايي کمېسیون پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کړی چې له مخې بهیې د روسیې ورزشکاران د اروپايي ټولنې په سیالیو کې د دغه هېواد تر بیرغ لاندې له ګډون څخه منع شي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بندیزونه چې د دوشنبې په ورځیې وړاندیز اعلان شو، د روسیې پر پخوانیو پوځيانو د ویزو بندیز او د دغه هېواد پر ۶۰ بانکونو او د ډیجیټلي اسعارو پر مؤسسو محدودیتونه هم پهکې شامل دي.
د اروپايي کمېسیون مشرې، اورزولا فون درلاین ویلي چې ورزشي سیالۍ باید د سیاسي تبلیغاتو پر ډګر بدلې نهشي.
هغې ټینګار کړی چې د نویو بندیزونو هدف په اوکراین کې د روسیې د جګړې د تمویل سرچینې محدودول دي.
دا پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو ۲۲مه بسته ده او د عملي کېدو لپارهیې د دې ټولنې د ټولو غړو هېوادونو موافقې ته اړتیا ده.
افغانستان کې سږ کال د ماینونو او ناچاودو مهماتو چاودنو ۲۵۷ کسان وژلي
افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۲۵۷ کسان مړه او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.
د انادولو خبري اژانس د دغه ادارې په حواله راپور ورکړی چې د دغو پېښو ډېری قربانیان ماشومان دي او د وژل شویو ماشومانو شمېر ۱۸۹ تنو ته رسېږي.
په وروستۍ پېښه کې د فاریاب ولایت په شیرینتګاب ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې د یکشنبې په ورځ یوه ښځه او یو ماشوم وژلي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي، په افغانستان کې لا هم څه باندې ۹۰۰ کیلومتره مربع ځمکه کې ماینونه او ناچاودي مهمات شتون لري.
طالبانو د افغانستان د ځنګلونو د ساتنې لپاره «شنې قطعې» ګومارلي
طالبانو د افغانستان د پاتې ځنګلونو د ساتنې لپاره د «شنو قطعاتو» په نوم ځانګړي ځواکونه ګومارلي دي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو قطعاتو کې شاوخوا زر کسان ګمارل شوي او په ځنګلي سیمو، په ځانګړې توګه د کونړ ولایت په ځنګلونو کې، د ونو د ناقانونه پرې کولو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره ګزمې کوي.
راپور زیاتوي چې څو لسیزو جګړو، د ونو پرې کولو او اقلیمي بدلونونو د افغانستان ځنګلونو ته سخت زیان اړولی دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ځنګلونو لهمنځه تلل د سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې خطر زیاتوي.
که څه هم د طالبانو چارواکي د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره د هڅو خبره کوي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې یوازې د نیالګیو کېنول د ځنګلونو د بیا رغولو لپاره بسنه نهکوي.
سرچینې: امریکا له متحدینو سره د سوري ځواکونو د روزنې په اړه خبرې کوي
امریکا د سوریې د دولتي ځواکونو د روزنې په اړه خپلو متحدینو سره خبرې کوي.
پنځو باخبره سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا طرحه لا د ارزونې په پړاو کې ده او تمرکز یې د ماینونو پر پاکولو، د چاودېدونکو توکو پر شنډولو او د پولو پر امنیت دی.
که دا پلان ومنل شي، نو ښايي د راتلونکي کال په ترڅ کې د امریکا یو محدود شمېر پوځیان د پروګرام د پلي کولو لپاره سوریې ته ستانه شي.
خو د بشري حقونو په تړاو د سوریې د ځینو ځواکونو د سابقې په اړه اندېښنې او په امریکا کې قانوني خنډونه د دې طرحې پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
روېټرز خبري اژانس د دغه پلان په هکله د سوریې دفاع وزارت نظر غوښتی، خو ځوابیې نهدی ترلاسه کړی او د دې پروګرام د عملي کېدو په اړه لا هم نهايي پرېکړه نهده شوې.
د ایران د پوځي کښتیو د ویشتلو لپاره د ټرمپ ګواښ؛ ایران بیا وایي محاصره د زغملو نه ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که ایران د سمندري محاصرې د ماتولو هڅه وکړي کښتۍ به یې هدف وګرځول شي.
هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ایران د سمندري ځواکونو کښتۍ به د سمندر تل ته ولیږي.
اخوا د ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان کړی چې د امریکا سمندري محاصره به ونه زغمي او ورسره د مقابلې لپاره به له هر ډول پوځي، سیاسي او ډپلوماټیکو لارو کار واخلي.
هغه همدارنګه وویل چې که امریکا خپلې ژمنې پوره کړي نو ایران به په لنډ وخت کې هرمز تنګی پرانیزي.
امریکا د اسد میاشتې له ۲۳مې د ایران سمندري محاصره بیا پيل او په وروستیو کې یې لا پسې پراخه کړې.
د امریکا له خوا د ایران سمندري محاصرې د ایراني تیلو صادرات سخت محدود کړي.
په مادرید کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره غونډه وشوه
د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په هدف د هسپانیې په پلازمینه مادرید کې غونډه وشوه.
د HearUS یا موږ واورئ څلورمه کلنۍ غونډه یکشنبه او دوشنبه د افغان ښځو د بنسټ او د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ ترسره شوه.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس دې غونډې ته وویل چې افغان ښځې باید هیرې نه شي.
هغه په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د عدالت د تامین، ازادۍ او راتلونکې لپاره د افغان ښځو د هڅو لپاره ژمن دی او باید د ښځو په وړاندې جرمونه بې سزا پاتې نه شي.
دې غونډه کې لسګونه افغان ښځینه فعالانو، ډپلوماټانو او د بشري حقونو فعالانو برخه اخیستې وه.
دوی سږ کال تر ډېره پورې د افغان ښځو لپاره د عدالت په تامین، حساب ورکوونې او په رهبرۍ کې د افغان ښځو په مشارکت باندې بحثونه وکړل.
اوکرایین د لیبیا سواحلو ته نږدې پر یوې روسۍ جنګي بېړۍ او یوې کارګو کښتۍ ډرون بریدونه کړی
اوکراییني ځواکونو تېره شپه د لیبیا سواحلو ته نږدې یوه روسۍ جنګي بېړۍ او یوه کارګو کښتۍ په سمندري ډرون بریدونو سره هدف ګرځولې دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په خپله ایکس پاڼه د یادو بریدونو اړوند ویډیو خپره کړې.
هغه تایید کړه چې د دوی امنیتي ځواکونو دا عملیات په بریا سرته ورسول او د روسیې جنګي بېړۍ مرکیوري یې ډوبه کړه.
زیلینسکي همدارنګه ویلي چې پوځیانو یې د روسیې یوه کارګو کښتۍ هم چې وسلې یې لیږدولې تر برید لاندې راوستې.
لیبیا تایید کړې چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه لس کسان په مرکیوري بېړۍ کې ټپیان شوي.
روسیه په لیبیا کې چې په دوو برخو ویشل شوې د نفوذ په لټه کې ده خو لیبیا وايي چې د اوکرایین – روسیې جګړې کې ښکېله نه ده.
د لیبیا د ختیځ حکومت دا بریدونه د دغه هېواد د ملي حاکمیت نقض او د سمندري امنیت لپاره ګواښ بللي.
د جنوبي اسیا د ITF تکواندو سیالیو کې افغان لوبغاړو ۷ مډالونه ګټلي
د افغانستان د ITF تکواندو لوبغاړو د جنوبي اسیا له سیالیو اوه مډالونه ترلاسه کړی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې بدني روزنې ریاست اعلان کړی چې افغان لوبغاړو د مبارزې، فورم او ګروپي بڼو سیالیو کې د خپلو سیالانو په ماتولو سره لږ تر لږه دوه د سرو زرو، څلور د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګټلي.
افغان لوبغاړي سمیر رحماني یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برنزو مډال ګټلی.
عزیز قادري هم د سرو زرو او سپينو زرو مډال ګټلی همدارنګه علي اکبر رضايي دوه د نقرې مډالونه ګټلي.
د جنوبي اسیا د ITF تکواندو اتم دور لوبې د نیپال په پلازمینه کتمندو کې د نومبر له ۲۰مې تر ۲۲مې روانې وې چې د افغانستان دریو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.
د جرمني بدیل ګوند (AfD) شریک مشر تینو کروپالا د افغانانو په شمول د ۲.۶ میلیونه کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې
د جرمني لپاره بدیل ګوند (AfD) شریک مشر تینو کروپالا د افغانانو په شمول د ۲.۶ میلیونه کډوالو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې ده.
هغه د بیلډ رسنۍ له یوه پاډکسټ سره مرکه کې ویلي چې د مجرمو کډوالو سربېره چې باید وایستل شي د افغانستان، سوریې او اوکراین شاوخوا ۲ اعشاریه شپږ میلیونه کډوال هم د ده د وړاندیز په اساس باید له جرمني ووځي.
هغه دلیل راوړی چې د اوکرایین د جګړې په ختمېدو او په سوریې او افغانستان کې د امنیتي شرایطو په ښه کېدو سره به نور د خوندیتوب او پناه اړتیا نه وي او باید دا خلک بېرته ستانه شي.
جرمني په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې څه باندې ۲۶۰ افغان کډوال ډیپورټ کړي او ویلي یې دي چې دوی جرمي دوسیې درلودې یا مکرر جرمونه یې کړي و.
افغانستان ته چې اوسمهال د طالبانو تر واک لاندې دی د افغان کډوالو بېرته استول، تل د هغو سازمانونو او فعالانو له نیوکو سره مخ شوي چې د کډوالو د حقونو لپاره کار کوي.
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان ویلي چې ایراني پوځیانو دری افغان کډوال په ډزو وژلي
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان حال وش راپور ورکړی چې دری افغان کډوال د ایراني پوځیانو په ډزو سره وژل شوي.
دغه سازمان د شنبې په ورځ خبر ورکړی چې دا پېښه د سیستان بلوچستان ولایت سراوان ښار ته نږدې شوې او د دوی د موندنو په اساس دا افغان کډوال چې یو ماشوم، یوه ښځه او یو سړی دي په سر په ډزو لګېدلي.
د دغو کسانو مړي تر ډبرو لاندې پټ شوي و او لا یې نور جزییات نه دي روښانه.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغه خبر کره والی نه شي تاییدولی خو تر دې مخکې سیستان بلوچستان ته نږدې سیمو کې ګڼ افغان کډوال په بیلابیلو پېښو کې مړه شوي.
د دغه خبر تر لیکلو پورې د ایران اسلامي جمهوریت پوځي یا قضايي چارواکو د دې پېښې او یا د دغو دریو کډوالو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.