د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۶

زرګونه آرایشګرې بېکاره شوي خو ګڼې له ناچارۍ په پټه خپل کار ته دوام ورکوي

د کابل یوه آرایشګاه او مخته یې روانه یوه افغانه ښځه
د کابل یوه آرایشګاه او مخته یې روانه یوه افغانه ښځه

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځینه وو پر سینګارتونونو د  بندیز د دریو کلونو په تېرېدو د زرګونو میرمنو ژوند اغیزمن شوی دی. ډیری سینګارګرې اوس بې کاره دي او یا د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په پټه کار کولو ته اړې شوې دي. د کابل په یوه کور کې، یوه سینګارګرې لاهم په پټه او ویره مراجعین مني او  کار کوي ترڅو د خپلې کورنۍ لګښتونه پرې پوره وکړي.

د کابل یوه آرایشګره چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټي وایي په وېره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوو.

دلته ژوند ډېرې سختۍ لري، په وېره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوو
د کابل یوه آرایشګره

هغه د سینګارتونونو له تړلو وروسته هم بندیز ته تسلیم نه شوه او په پټه یې په کور کې کار پيل ترڅو د خپل ژوندانه او کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

دا چې ځان ندا معرفي کوي، وايي چې د طالبانو د ځایي مسولانو لخوا څو ځلې خبرداری ورکړل شوی او ان یې د کار وسایل ضبط شوي، خو په خبره یې دا چې د عاید بله سرچینه نه لري، اړه ده چې کار ته دوام ورکړي.

«زه خپله د کورنۍ نفقه ګټونکې یم، سینګارتون لرم، او دا دلته په ډېره ستونزه مخته وړم، په همدې بلاک کې چې موږ کور په کرایه کړی، همدې کور کې کارکوو، تر اوسه درې ځلې حوزې او امر بالمعروف کسانو موږ ته ګواښ کړی چې کار من کوئ، بیا ما خپله ستونزه ورته وویل چې زه نارینه او بل کارګر نه لرم، درې لوڼې او یو ۱۰ کلن زوی لرم، مجبوره یم چې کار وکړم، بیا یې هم خبره ونه منله، یو اندازه زموږ ارایشي توکي یې هم ځان سره یوړل، چې له امله یې زیان راواوښت.»

یو شمېر آرایشګرو هغه مهال ویلي و چې دوی د دغه وزارت سپارښتنې تعقیب کړي، خو د وزارت چارواکو چې له شریعت نه د طالبانو د تفسیر پر بنسټ د مقرراتو او ټولنیزو محدودیتونو د پلي کولو مسؤلیت لري، ټینګار یې کړی و چې د ښځینه وو سینګارتونونو فعالیتونه د دوی په لید لوري اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نژدې درې کاله وړاندې، د ۱۴۰۲ کال د اسد په ۳ مه په ټول افغانستان کې د ښځینه و سینګارتونونه بند کړل.

د افغان کسبګرو د اتحادیې د چارواکو په وینا، هغه مهال شاوخوا ۱۲ زره سینګارتونونو فعالیت کاوه، چې نږدې ۶۰ زره ښځې په دې برخه کې په کار بوختې وې.

له دې بندیز وروسته، اکثرو آرایشګرو، خپلې دندې له لاسه ورکړې او ځینو یې په پټه په دې سکتور کې کار کولو ته مخه کړه؛ هغه وضعیت چې د دوی ژوند یې له ویرې، فشار، بې کارۍ او اقتصادي ستونزو ډک کړی دی.

په ورته وخت کې، یوې سینګارګرې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او پخوا یې په هرات کې سینګارتون درلود، پرته له دې چې مشخصه کړي چې اوس هم خپل کار ته دوام ورکوي که نه، خپل معلومات یې له ازادي راډیو سره داسې شریک کړ: «څوک جرات نه کوي چې دوه میاشتې په یو کور کې سینګارګري وکړي په ټلیفوني تماس کې ناوې ته ویل کېږي چې ګلپوش موټر او د ناوې کمیس کې مه راځئ یا یې کورنۍ ته وایي چې ناوې فلاني ځای ته راولئ بیا تاسو ته زنګ وهو چې له فلاني ځای څخه یې بوځئ، د دې کار دوام له ډېرې وېرې سره مل دی.»

همدا اوس هم ځینې مېرمنې د سینګارګرۍ په تور بندیانې دي، داسې سینګارګرۍ هرات کې نه پاتې چې د (طالبانو لخوا) نه وي نیول شوي او ترې د کار نه کولو ضمانت یې اخیستی نه وي.
د هرات یوه آرایشګره

د کابل ښار اوسېدونکې او یوې بلې سینګارګرې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، وایي که څه هم له سختو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان ده د طالبانو لخوا یې د کار له بندیز وروسته خپل فعالیت ته دوام نه دی ورکړی:
«له کله چې سینګارتون تړل شوی، ما هم دکان وتاړه، کور کې یم فعلاً، هېڅ بل کار او بار هم نه لرم، کور کې ناسته او نور هېڅ.»

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي شوي، د ښځینه وو د سینګارتونو د بندیز سربیره، دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتونه هم محرومې کړي او ښځې یې په ډیری دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي دي.

خو د دې شرایطو سربېره، ځینې ښځینه سینګارګرې لاهم په پټه او ویره کار کوي ترڅو د خپل ژوند لګښتونه پوره کړي؛ هغه کار چې د ندا په خبره، یوازې د ژوندي پاتې کیدو لپاره دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG