په تېر نږدې یوه کال کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري او د مالونو د لېږد رالېږد بهیر سخت اغېزمن شوی دی.
یو شمېر افغان سوداګر وايي، د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د دوام لپاره اړ شوي دي، چې له بدیلو لارو کار واخلي، خو د دوی په وینا، په دې لارو کې هم کلهناکله مالونه اوږده موده بند پاتې کېږي، د لېږد لګښتونه یې لوړېږي او ځینې مالونه زیانمنېږي.
یوه سوداګر او د یوه ټرانسپورټي شرکت مالک، چې پخوا یې د افغانستان او پاکستان تر منځ فعالیت کاوه او نه یې غوښتل چې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «کارونه تقریباً په ټپه ولاړ دي، یوه اندازه مالونه مو په کانټینرونو کې له عمانه بندرعباس ته راوړل، خو هلته دوه درې میاشتې پاتې شول، د مالونو د درېدو او ځنډ له امله لګښتونه زیات شول او مالونو ته ډېر زیان ورسېد، په فراه کې هم د ګرمۍ له امله ځینې مالونه خراب شول او د غوړیو بوشکې سورۍ شوې.»
په همدغه حال کې د خیبر پښتونخوا د کورمې اوسېدونکی قاري نظیمګل شینواری، چې مخکې یې په تورخم کې د ځینو سوداګرو د ګمرکي چارو استازیتوب کاوه، وايي د دې لارو د تړل کېدو دوام د پولې دواړو غاړو ته خلک زیانمن کړي او د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه یې کوي.
ده زیاته کړه: «موږ له دواړو هېوادونو غواړو او غوښتنه ترې کوو چې سوداګریزې لارې پرانیزي او پر عامو خلکو رحم وکړي، وګورئ، هم په پاکستان او هم په افغانستان کې خلک بېروزګاره شوي دي، هیله لرو چې لارې ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي او خلک خپل کاروبار او سوداګري پیل کړي.»
د تورخم په ګډون د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې سوداګریزې لارې د تېر ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر نښتو وروسته وتړل شوې.
دا لارې داسې مهال لا هم تړلې پاتې دي، چې د دواړو خواوو تر منځ امنیتي اختلافونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت د وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په کوربهتوب تورونوي، هغه ډله چې پاکستان یې په خپله خاوره کې د بریدونو مسووله بولي.
اسلام اباد ادعا کوي، چې د دې ډلې غړي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
خو طالب چارواکو په وار وار دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان وانه چوي.
د دې ترینګلتیاوو په دوام، پاکستان د ۱۴۰۵ل کال د تلې پر ۹مه د کونړ او هلمند ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل.
پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې په دغو بریدونو کې یې د وسلهوالو ډلو مرکزونه په نښه کړي، خو ازادۍ راډیو دا ادعا پهخپلواکه توګه نهشي تاییدولی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه لس ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته، په پاکستان کې هم د سېپټمبر پر ۱۸مه په کوهاټ او د همدې میاشتې پر ۲۶مه په ډېره اسماعیلخان کې وسلهوالو بریدونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
یوناما د اکتوبر پر لومړۍ نېټه وویل، چې د ۲۰۲۶ز کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولې پورې غاړې وسلهوال تاوتریخوالي له امله تر ۱۱۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د ترکیې، قطر او سعودي عربستان ډیپلوماټیکو هڅو هم، چې د دواړو خواوو تر منځ د ترینګلتیاوو د کمولو او د اختلافونو د هوارولو لپاره شوې دي، تر اوسه کومه پایله نهده ورکړې.
په ورته وخت کې د تورخم لارې تړل کېدو، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ یوه مهمه لاره ده، د دې سیمې پر اقتصاد او د اوسېدونکو پر ژوند هم اغېز کړی دی.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې لارې له تړل کېدو سره یې د کار فرصتونه او د عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي.
فرمان شاه، چې پخوا یې په تورخم کې یو کوچنی هوټل درلود، ازادۍ راډیو ته وویل، د لارې تر تړل کېدو وروسته یې هوټل هم تړل شوی او دی بېروزګاره شوی دی.
فرمان شاه، ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «دلته په سلګونو زره کسان په بېلابېلو کارونو بوخت وو، ځینو به لاسي کراچۍ چلولې، ځینو به ویلچرونه لېږدول او ځینو به نور ورته کارونه کول. په تورخم کې ډېر دوکانونه وو. ما هم هلته یو کوچنی هوټل درلود، خو اوس نږدې یو کال کېږي چې هر څه په بشپړه توګه بند او په ټپه ولاړ دي. موږ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یو.»
اوس نږدې یو کال کېږي چې هر څه په بشپړه توګه بند او په ټپه ولاړ ديفرمان شاه، په تورخم کې د یو کوچني هوټل پخوانی مالک
تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر یوسف افرېدي د وږي (سنبلې) پر ۱۲مه په لنډي کوتل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدو پاکستاني سوداګرو ته شاوخوا ۲،۵ میلیارده ډالر زیان رسولی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۱،۶۴۴ میلیارده ډالر د صادراتو او ۸۱۷ میلیونه ډالر د وارداتو په برخه کې زیانونه دي.
په همدغه حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د تورخم، سپینبولدک، غلامخان، ډنډ پټان، خرلاچي او انګور اډې په ګډون د سوداګریزو لارو تړل کېدو افغان سوداګرو او خصوصي سیکټور ته د میلیونونو ډالرو زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې سلاکار ډاکټر مخلص احمد وايي، افغان سوداګرو د بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له بدیلو لارو کار اخیستی، خو له ستونزو سره هم مخ شوي دي.
ډاکټر مخلص احمد زیاته کړه: «سوداګر په دې وتوانېدل چې زموږ بازار کومو مالونو ته اړتیا لرله، هغه ورته راولېږدوي او الحمدلله تر اوسه له دې اړخه کومه ستونزه نهلرو، خو د لارو تړل کېدو افغان سوداګر زیانمن کړي دي، البته د بدیلو لارو موجودیت تر یوه حده ستونزې هوارې کړې دي.»
ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نظر هم واخلي، خو نوموړي په دې برخه کې د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نهکړې؛ خو دغه وزارت مخکې ویلي وو، چې د سوداګرۍ د بهیر د دوام لپاره یې د چابهار، بندرعباس او د منځنۍ اسیا د لارو په ګډون له بدیلو سوداګریزو مسیرونو څخه ګټهاخیستنه زیاته کړې ده، چې د هېواد سوداګریزې اړتیاوې له نورو لارو پوره شي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار او د اقتصادي چارو پوه، آذرخش حافظي وايي، لنډې سوداګریزې لارې او هغه مسیرونه چې ځانګړی جغرافیايي موقعیت لري، د مالونو د لېږد د لګښتونو په کمولو او د سوداګرۍ په اسانتیا کې مهم رول لري.
نوموړي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د ټولو سوداګریزو لارو د پرانیستو او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
ده زیاته کړه: «زموږ لومړیتوب دا دی چې ټولې لارې د سوداګرۍ پر مخ پرانیستې وي او د راکړې ورکړې په بهیر کې خنډونه رامنځ ته نهشي، چې خلک وکولی شي په ښه، آرامه او آسانه توګه سوداګري وکړي. دا کار د مالونو مجموعي لګښت راکموي او د هېواد د مصرفوونکو، تولیدوونکو او سوداګرو په ګټه دی. په هر صورت، موږ بدیلې لارې لرو، خو دا لارې اوږدې دي او له هغې لارې سره سیالي نهشي کولی، چې له تاریخي پلوه ترې استفاده شوې ده.»
د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې پاکستان د افغانستان د صادراتو له مهمو بازارونو څخه و او افغانستان هم د پاکستاني تولیداتو لپاره له مهمو بازارونو ګڼل کېده.
که څه هم دا لارې د پاکستان له لوري تړل شوې دي، خو د طالبانو حکومت هم اعلان کړی، چې د تورخم په ګډون د سوداګریزو لارو بیا پرانیستل کېدل باید د پاکستان له تضمین سره مل وي، چې دا لارې د سیاسي یا اقتصادي اختلافونو له امله یو ځل بیا ونه تړل شي.
نړیوال بانک د ۲۰۲۶ز کال په مارچ میاشت کې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي وو، چې سوداګریزو ګډوډیو د افغانستان پر صادراتو اغېز کړی دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان صادرات د ۲۰۲۶ز کال په فېبرورۍ میاشت کې شاوخوا ۱۲۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي وو، په داسې حال کې چې د همدغه کال په جنورۍ میاشت کې ۱۳۵ میلیونه ډالر وو.
نړیوال بانک له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل او د صادراتو په دودیزو مسیرونو کې خنډونه د صادراتو د دغه کموالي ستر لاملونه بللي دي.