د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۲

د کار نشتوالي ګڼې کورنۍ سره لرې کړي؛ اکثر د کور سړي بهرنیو هېوادونو ته ځي او د کور ټول مسوولیت ښځو ته پاتې وي

څو افغانې نجونې له خپلې مور سره
څو افغانې نجونې له خپلې مور سره

د کار او ثابت عاید نشتون په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ له سختو انتخابونو سره مخ کړې دي. یو شمېر کسان د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ دي چې له خپلو کورنیو لرې شي او د کار په لټه کې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د افغانستان په شمال کې درې ماشومان، چې عمرونه یې، دوه، څلور او شپږ کاله دي، خپل پلار تر ډېره د ټیلیفون له لارې ویني.

پلار یې د کورنۍ د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره په سعودي عربستان کې کار کوي.

د دغو ماشومانو مور وايي، مېړه یې شاوخوا لس کاله وړاندې د کار لپاره سعودي عربستان ته تللی او هلته په ساختماني برخه کې مزدوري کوي.

وايی په تېرو اوه کلونو کې له واده وروسته یې هر دوه یا درې کاله وروسته توانېدلي چې څو میاشتې یو ځای تېرې کړي.

دغه مېرمن، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د دې اوږدې جدایۍ لامل په افغانستان کې د مناسبو کاري فرصتونو نشتون دی.

د خپلو درېیو ماشومانو لپاره هم مور یم او هم پلار، ځکه مېړه مې مسافر دی
یوه ښځه چې مېړه یې سعودي کې مسافر دی

دغې مېرمنې د خپل مېړه د میاشتني عاید کره اندازه ونه ښوده، خو ویې ویل چې د هغه عاید په افغانستان کې د کورنۍ د ژوند لګښتونه، د اپارتمان کرایه او نورې اساسي اړتیاوې پوره کوي.

«که مېړه مې مسافري ونه کړي، نو موږ به څه خورو؟ زموږ نفقه او عاید به له کومه شي؟ که موږ دا دومره سخت شرایط ونه زغمو نو د دغو درېیو ماشومانو راتلونکې به څنګه تظمین شي.؟دا درې ماشومان لګښتونه لري، نو موږ به دا دومره پیسې له کومه کړو؟»

دغه مېرمن وايي، په تېرو کلونو کې یې د ژوند او د ماشومانو د روزنې ډېری مسؤلیتونه یوازې پر غاړه اخیستي او په دې موده کې د مېړه لرېوالی ورته ډېر ستونزمن و.

«دوه کاله وروسته، دا ځل داسې ستونزه پېښه شوه چې له دوه نیمو کلونو وروسته مو یو بل ولیدل، فکر وکړئ چې زه له څومره وخت وروسته خپل مېړه وینم، زموږ ماشوم دوه کلن شي، بیا یې د پلار غېږې ته سپارو، د زېږون سختې شېبې مې یوازې تېرې کړې؛ مېړه مې نه و چې لاس مې ونیسي او راسره همدردي وکړي،خپل درد مې یوازې وزغمه.»

د هغې په وینا، ماشومان هر ځل د پلار له بېرته راتګ وروسته ورسره عادت کېږي، خو کله چې هغه بېرته ځي، دوی یو ځل بیا د جدایۍ درد تجربه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي، داسې مهال چې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۵مه ادعا کړې وه چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

خو د نړیوالو بنسټونو راپورونه د افغانستان د کار د بازار ستونزمن وضعیت انځوروي.

د نړیوال بانک د هغه راپور پر بنسټ چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې خپور شوی، د افغانستان د ځوانانو ترمنځ بېکاري زیاته شوې او په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۵ تر ۲۹ کلنو ځوانو نارینه‌وو د بېکارۍ کچه ۲۲ سلنې ته رسېدلې وه.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو ترڅنګ، په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

د کار نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۸مه راپور ورکړی چې په افغانستان کې د کار په ځواک کې د ښځو د ګډون کچه یوازې ۵.۱ سلنه ده.

د افغانستان په شمالي سیمه کې میشته دغه میرمنه وايي سره له دې چې د لیسانس تر کچې یې زده کړې کړي خو د کار تجربه هم لري خو د ښځو پر کار د شته محدودیتونو له امله نه ده توانېدلې چې کار وکړي او د خپل عاید له لارې د کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه، که مېړه ته یې په افغانستان کې، حتی په لږ عاید، کار پیدا شي، غوره ګڼي چې کورنۍ یې بېرته یوځای ژوند وکړي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG