د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۵

د کابل ښار ګڼه ګوڼه له پخوا ډېره شوې؛ خلک یې علت د سړک جوړولو د پروژو ځنډ او ورو پرمختګ یادوي

کابل ښار او ګڼه ګوڼه
کابل ښار او ګڼه ګوڼه

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د سړک جوړولو د ځینو پروژو له ځنډ او ورو پرمختګ شکایت کوي او وايي، دغو چارو په ښار کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه زیاته کړې او د خلکو ورځنی تګ‌راتګ یې ستونزمن کړی دی. دوی وایي، په یو وخت کې د څو سړکونو د رغونې پیل او د ځینو پروژو نیمګړې پاتې کېدل سبب شوي چې هغه واټنونه چې پخوا به په څو دقیقو کې وهل کېدل، اوس نیم ساعت او کله ناکله تر دې هم ډېر وخت ونیسي. د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ ویاند هم دغه ستونزې مني، خو وايي اوس مهال په دې ښار کې د رغونې نږدې ۲۰۰ پروژې روانې دي چې ډېری یې د سړکونو دي. هغه وايي، دوی هڅه کوي چې د پروژو د پلي کېدو پر مهال بدیلې لارې برابرې کړي.

کابل له پخوا هم د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې له ستونزې سره مخ و، خو د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سړک جوړولو د ځینو پروژو ځنډ او ورو پرمختګ د خلکو ستونزې لا زیاتې کړې دي.

دوی وايي، دغه ټرافیکي بندښت د خلکو ورځنی تګ‌راتګ ګډوډ کړی او ډېر کسان پر وخت خپلو کارونو ته نه شي رسېدلای.

د دې ښار یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

په سړکونو ګڼه‌ګوڼه ډېره زیاته وي، که موږ ماشومان ښوونځیو ته وړو، یا یو بل کار پسې ځو، خو په سړکونو د رغونې د کارونو د سستوالي له امله نه شو کولای په وخت ورسېږو، ډېر له ستونزو سره مخ یو.
د کابل ښار یو اوسیدونکی

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي ساحل هم ورته خبره وکړه او ویې ویل چې ټرافیکي ګڼه‌ګوڼې د خلکو ورځنی تګ‌راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.

«دا کوم وضعیت چې اوس مهال د سړکونو د بندېدو له امله رامنځته شوی، خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي، هره ورځ ساعتونه ساعتونه په ګڼه‌ګوڼه کې بند پاتې کېږو، که یو څوک ناروغ ولري، په وخت روغتون ته نه شي رسېدلی، چې پوښتنه وکې چې دا ګڼه ولې ده، ټکسي والا به وايي د سړک یوه برخه جوړه ده او بله یې ناجوړه پرته ده، نو دا وضعیت له زغمه وتلی دی.»

نوموړي دغه راز د ناروغانو یادونه هم وکړه چې په بېلابېلو مسیرونو کې د رغنیزو ځنډول شویو پروژو له امله پر وخت روغتونونو ته نه شي رسېدلای.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د بدیلو لارو د نشتوالي له امله په یو وخت په څو مسیرونو کې د کار پیل د خلکو تګ‌راتګ له خنډونو سره مخ کوي. دوی غوښتنه کوي او وايي، ښه لاره دا ده چې د یوه سړک له جوړېدو وروسته پر بله پروژه کار پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د هوايي پلونو، تر ځمکې لاندې سړکونو او دغه راز د سړکونو د پراخېدو ګڼې پروژې پیل شوې دي، خو خلک وايي کارونه یې ورو پر مخ ځي او د تګ‌راتګ په برخه کې یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د برکي په څلورلارې کې د ځمکې لاندې سړک، حضوري چمن ته څېرمه د لوګر پر لور د هوايي پل د جوړولو پروژه، د جوی‌شیر د سړک د پراخوالي پروژه او دغه راز د دوغ‌آباد په سیمه کې رغنیزې پروژې هغه چارې دي چې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه یې زیاته کړې ده.

خو د دغو چارو اغېز یوازې پر عامو تګ‌ راتګ کوونکو نه دی، بلکې په دې ښار کې یو شمېر موټرچلوونکي هم وايي، د سړکونو خرابوالي او اوږده ټرافیکي بندښت د دوی ورځنی عاید کم کړی او د سون توکو لګښت یې زیات کړی دی.

د کابل ښار یو ټکسي چلوونکی جان محمد ازادي راډیو ته وویل، په هغو مسیرونو کې چې سړکونه یې نیمګړي پاتې دي یا ګڼه‌ګوڼه پرې ډېره وي، د سپرلۍ له وړلو ډډه کوي.

هغه وویل:

«د سړکونو جوړول ډېر ښه دي، خو اوس چې کوم وضعیت دی موږ یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو، ګڼه‌ګوڼه ډېره زیاته ده، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې باید په دې پروژو کارونه تېز کړي، ځکه له یوې خوا ژمی راروان دی او له بله خوا خلک له ستونزو سره مخ دي.»

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی بیا وايي چې اوس مهال په دې ښار کې نږدې ۲۰۰ رغنیزې پروژې روانې دي چې ډېری یې د سړکونو دي.

خو هغه ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د سړکونو د رغونې پر مهال د خلکو لپاره بدیلې لارې برابرې کړي.

په کابل کې چې کومې پروژې روانې دي، دا ټولې زېربنايي پروژې دي، او دا پروژې چې تطبیقېږي موږ اول ورته بدیلې لارې پیدا کوو، تر څو خلک ترې استفاده وکړي
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی

نوموړي دا هم ویلي، هڅه کوي روانې پروژې ژر تر ژره بشپړې شي، څو د خلکو پر تګ‌راتګ او ترافیکي بهیر رامنځته شوی فشار کم شي.

خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، تر هغو چې روانې پروژې بشپړېږي، د ښاروالۍ لپاره مهمه ده چې د بدیلو لارو کیفیت ښه کړي، د رغونې چارې چټکې کړي او په یو وخت کې د هغو مسیرونو شمېر محدود وساتي چې د رغونې لپاره تړل کېږي.

دوی وایي، د سړکونو رغول د ښار لپاره یوه اړتیا ده، خو د دې پروژو مدیریت باید داسې وي چې د رغونې په موده کې د خلکو ورځنی ژوند تر ممکنه بریده له ستونزو خوندي پاتې شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG