له تېرو نږدې دوه میاشتو راهیسې په پاکستان کې افغان سینماګر حامد احساس او رسنیز فعال سید قاسم هاشمي لا هم نادرکه دي.
د دوی کورنۍ وايي، سره له دې چې پولیسو، محکمې او بېلابېلو ادارو تهیې مراجعه کړې، خو تر اوسهیې د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نهدي ترلاسه کړي.
"له هغې ورځې تر نن پورې له حامد جان سره زما اړیکه پرې شوې ده، هېڅ نهپوهېږم چې چېرته دی، روغ دی که نه او په کوم حالت کې دی."
دا د حامد احساس د مېرمنې اوزلم احساس د کیسې یوازې یوه برخه ده چې نږدې دوه میاشتې یې د یوه ټیلیفون یا د خپل مېړه د کوم خبر په تمه تېرې کړې دي، داسې انتظار چې په خبرهیې، تر اوسهیې په اړه هېڅ احوال نهدی موندلی.
اوزلم احساس، د خپل مېړه د نادرکه کېدو نه مخکې وروستۍ شېبې داسې بیانوي: "حامد جان او هاشمي صاحب د جولای په څلورمه د کمرې د لنز د اخیستو لپاره له کوره ووتل، د شپې شاوخوا اته نیمې بجې وې چې له حامد جان سره مې اړیکه پرې شوه، په دې موده کې مو محکمې ته هم شکایت کړی او پولیسو ته مو هم راپور ورکړی، خو له بده مرغه تر اوسه مو هېڅ نتیجه نهده ترلاسه کړې."
د دغو نادرکه شویو د کورنیو اندېښنه یوازې د دوی د نادرکه کېدو موضوع نهده، هغوی وايي، د اقامت ستونزې او د معتبره اسنادو نشتوالي هم د دې قضیې تعقیب ورته لا ستونزمن کړی دی.
سید هاشم هاشمي، د رسنیز فعال سید قاسم هاشمي ورور هم ازادي راډیو ته وايي: "بار بار مو د پاکستان پولیسو او محکمې په ګډون امنیتي او قضايي ادارو ته مراجعه وکړه، خو هېڅ نښه مو پیدا نهکړه، هېڅ د بشري حقونو ادارې هم له موږ سره مرسته ونهکړه، بله ستونزه دا ده چې زموږ کورنۍ ویزې نهلري او د پاکستان حکومت هم افغانانو ته ویزې نهورکوي، سره له دې مو ډېرې هڅې وکړې، خو تر اوسه هېڅ ځواب نهراکول کېږي."
د کورنیو تر څنګ، د دې پېښې انعکاس په پاکستان کې د یو شمېر افغان رسنیزو فعالانو او یوټیوبرانو ترمنځ هم پراخ شوی دی.
هغوی وايي، د دغو دوو کسانو نادرکه کېدو د خپل امنیت په اړه د دوی اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
یوه افغان یوټیوبر چې نهیې غوښتل په دې راپور کې یې نوم او د غږ اصلي بڼه خپره شي ازادي راډيو ته وویل: "د حامد احساس او قاسم هاشمي نادرکه کېدو یوازې د هغوی کورنۍ او ملګري نهدي اندېښمن کړي، بلکې په پاکستان کې نور رسنیز کسانیې هم اندېښمن کړي دي، موږ دلته په یوټیوب کې فعالیت کوو او خلک مو څېرې پېژني، دا پېښه سبب شوې چې موږ هم د خپل او د خپلو کورنیو د امنیت په اړه اندېښمن شو، تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې له دوی دومره اوږده موده هېڅ خبر نهشته."
په همدې حال کې، د سید قاسم هاشمي او حامد احساس کورنیو او دوی ته نږدې کسانو د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په نهمه په اسلاماباد کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دواړه د جولای په څلورمه، د شپې له اتو بجو وروسته، نادرکه شوي دي.
د کورنیو په وینا، د اړیکې له پرې کېدو وروستهیې د هغوی موټر د «جيپياېس» له لارې د اسلاماباد په «ډي-۱۲» سیمه کې پیدا کړ، خو حامد احساس او سید قاسم هاشمي په موټر کې نهوو.
هغوی وايي، سره له دې چې پولیسو تهیې مراجعه کړې او قضیهیې له حقوقي او قضايي لارو تعقیب کړې، خو تر اوسهیې د دوی د برخلیک په اړه کوم روښانه معلومات نهدي ترلاسه کړي.
دوی د پاکستان له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د دغو دوو کسانو د موندلو لپاره ژر او شفافې پلټنې وکړي.
هغوی له رسنیو او د بشري حقونو له ادارو هم غوښتي چې د حامد احساس او سید قاسم هاشمي د برخلیک په روښانولو کې ورسره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د دغو رسنیزو فعالانو او یوټیوبرانو ډېری یې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دوی په خبره د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته تللي دي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغو دوو نادرکه کسانو له وکیل سره هم خبرې وکړي، خو له پرلهپسې هڅو سره سره بریالۍ نهشوه.
د حامد احساس او سید قاسم هاشمي نادرکه کېدل داسې مهال دي چې په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال له امنیتي او حقوقي ستونزو سره مخ دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان پاکستان ته ولاړل، خو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د حکومت لهخوا د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر تېز شوی او ډېرې کورنۍ د ویزو د تمدید او حقوقي خدمتونو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
خو د حامد احساس او سید قاسم هاشمي کورنۍ وايي، د دوی اصلي غوښتنه تر دې ټولو ستونزو هم مهمه ده، دوی یوازې غواړي پوه شي چې عزیزانیې چېرته دي او څه ورباندې تېر شوي دي.
د دې راپور تر چمتو کېدو پورې هم پاکستاني چارواکو د دغو دوو افغان یوټیوبرانو د برخلیک په اړه کوم روښانه وضاحت نهدی ورکړی او د کورنیو انتظار لا هم دوام لري.