د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۱

د افغان محصلانو سرخوږی؛ پاکستان یې وېزې نه تمدیدوي

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو تر څنګ، هلته په زده‌کړو بوخت سلګونه افغان محصلان هم د ویزو د نه تمدید کېدو له امله له سخت فشار او ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.

یو شمېر افغان محصلان وايي، دغه وضعیت نه یوازې د دوی د زده‌کړو بهیر ګډوډ کړی، بلکې د ځینو محصلینو مالي ملاتړ او ورځنی ژوند یې هم اغېزمن کړی دی.

د دوی په خبره، ځینې محصلین نه پوهېږي چې ایا خپلو زده‌کړو ته به دوام ورکړای شي او که به اړ شي چې له بشپړولو مخکې یې پرېږدي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې په زده‌کړو بوخت یو افغان محصل، احمد شاهد عزیزي، ازادي راډیو ته وویل:

«په وروستیو کې افغان محصلین د ویزو د تمدید په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي. د دې وضعیت له امله محصلین نه یوازې د خپل درسي بهیر د دوام په اړه سخت اندېښمن دي، بلکې د خپلې قانوني استوګنې او تګ راتګ په برخه کې هم له جدي ستونزو سره مخ دي. دغه راز، هغه افغانان چې د خپلو کاري وړتیاوو د لوړولو په برخه کې، په ځانګړي ډول په روغتونونو کې، په تخصص بوخت دي، د هغوی ویزې هم په یوه بهانه او بله بهانه ځنډېږي.»

دی وايي، د اسنادو د ستونزو له امله ځینې محصلین د مالي ملاتړ، سکالرشیپونو او نورو اړوندو اسانتیاوو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ شوي، په داسې حال کې چې د پوهنتون فیس، د استوګنې کرایه، خوراک او نور ورځني لګښتونه باید ورکړي.

داسې مهال چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی، په پاکستان کې په زده‌کړو بوختې افغان محصلینې بیا تر نورو ډېرې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.

یوه افغانه محصله، چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې په اسلام‌اباد کې د یوه خصوصي پوهنتون د دوهم کال محصله ده، خو د ویزې په اړه ناڅرګند وضعیت د هغې پر زده‌کړو او درسي فعالیتونو اغېز کړی دی.

هغې وویل:

«زما تحصیلي ویزه ختمه شوې ده، چې له امله یې هره ورځ په وېره او ډار کې ژوند کوم. له لیلیې بهر نه شم وتلی، ویزه مې نه تمدیدېږي، دغه وضعیت زما پر درسي بهیر سخت اغېز کړی دی.»

یوې بلې افغانې زده‌کوونکې، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واک وروسته پاکستان ته له خپلې کورنۍ سره د خپلو پاتې زده‌کړو د بشپړولو لپاره تللې، هم ورته خبره وکړه.

هغې هم، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

«هره ورځ، د نیول کېدو او ډیپورټ وېره راسره وي. موږ مجرمان نه یو، موږ د زده‌کړو لپاره راغلي یو او د زده‌کړې حق غواړو؛ هغه حق چې هر انسان یې د ترلاسه کولو حق لري.»

دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې د محصلینو قضیې دې له نورو افغان کډوالو جلا کړي، ځکه د دوی په خبره، دوی دغه هېواد ته د زده‌کړو لپاره تللي او که ویزې یې تمدید نه شي، نو د څو کلونو خواري به یې له منځه لاړه شي.

د پاکستان حکومت تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تازه په یوه مکتوب کې، چې یو شمېر رسنیو خپور کړی، د پاکستان د غاښونو طبي شورا (PM&DC) د دغه هېواد روغتیايي پوهنتونونو او کالجونو ته امر کړی چې د طب او غاښونو په څانګو کې د افغان محصلینو نوې داخلې تر بل امر پورې وځنډوي، او په دغو څانګو کې له وړاندې پر زده‌کړو بوخت افغان محصلین باید افغانستان ته ستانه شي.

د شورا دغه مکتوب، چې د جولای په ۳۰مه صادر شوی او په پاکستان کې پر زده‌کړو بوخت یوه افغان محصل ازادي راډیو سره شریک کړی، په کې روغتیايي او د غاښونو تحصیلي بنسټونو ته هم ویل شوي چې د افغان محصلینو په اړه بشپړ معلومات په درېیو ورځو کې له دې شورا سره شریک کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په اسلام‌اباد کې د طالبانو د سفارت له قوله ویلي چې د محصلینو د ویزو د تمدید ستونزه یې د دغه هېواد له مسؤولینو سره یاده کړې ده.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې مسؤول، صدیق شریعتي، ازادي راډیو ته وویل چې د دغه هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې لږ تر لږه ۷ زره افغان محصلین په زده‌کړو بوخت دي چې ۳ زره یې د علامه اقبال په سکالرشیپ دغه هېواد ته تللي او پاتې نور یې په خپل شخصي لګښت په زده‌کړو بوخت دي.

هغه وویل، د علامه اقبال په سکالرشیپ دغه هېواد ته تللو محصلینو ته د ویزو د نوي کولو ستونزه نشته، خو په شخصي لګښت په زده‌کړو بوخت محصلین د ویزو د نه تمدید له امله له سختو ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.

«له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې د محصلینو د ویزو تمدید بند شوی دی، هېڅ روښانه دلیل هم نه دی موجود. او له دې امله افغان محصلین له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي ډول د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته دا وضعیت نور هم خراب شوی دی او تر ټولو ډېر افغان محصلین اغېزمن شوي دي.»

د ده د معلوماتو له مخې، په تېرو نږدې څلورو میاشتو کې د نجونو په ګډون شاوخوا ۱۸۰ افغان محصلین، چې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړې یې کولې، د پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته ډیپورټ شوي دي.

هغه وویل، د دغو ستونزو د حل په هدف یې په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت او د پاکستان بېلابېلو ادارو ته لسګونه ځله مراجعه کړې، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواد څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو عملیات پیل کړل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر جولای میاشتې پورې یې له ۲.۶ میلیونو څخه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

خو په دغه هېواد کې په زده‌کړو بوخت زرګونه افغان محصلین وايي، د دوی قضیه له کډوالو جلا ده او د محصلینو لپاره د هرې ورځې ځنډ یوازې د ویزې د یوې پاڼې مسله نه ده، بلکې د کلونو زده‌کړې، لګښت او د راتلونکې د یوه پلان د له منځه تلو وېره ورسره تړلې ده.


XS
SM
MD
LG