د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۷

نن دوشنبې د ښوونکي نړیواله ورځ ده؛ افغان ښوونکي وايي معاشونه يې کم دي او د ژوند لګښتونه پرې نشي پوره کولی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

نن د اکتوبر پنځمه، د ښوونکي نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ښوونه او روزنه کې د ښوونکې د رول د ستاینې او د دوی کاري شرایطو ته په پام د زده کړو د اهمیت په هدف نمانځل کیږي.

خو په افغانستان کې یو شمېر ښوونکي وايي، د ژوند له بیلابیلو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

زموږ اوسنۍ تنخوا د غوړو او وریجو د بیو، د کور د کرایې، برېښنا او نورو لګښتونو ته په کتو هېڅ هم نه کېږي، ټولو اړتیاوو ته نه رسېږي
خیرالدین

د بغلان ولایت اوسېدونکی خیرالدین چې په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی وايي، اقتصادي ستونزې او د معاش کموالی یې له مهمو اندېښنو څخه دي او معاش یې د ژوند له لګښتونو سره برابر نه دی.

هغه چې له نږدې شلو کلونو راهیسې د لېسې په دوره کې تدریس کوي، له راډیو ازادي ته وویل:« زموږ اوسنۍ تنخوا د غوړو او وریجو د بیو، د کور د کرایې، برېښنا او نورو لګښتونو ته په کتو هېڅ هم نه کېږي، ټولو اړتیاوو ته نه رسېږي.»

هغه د اکتوبر د پنځمې، د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې د معاش د کموالي او اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د ظرفیت لوړولو او مسلکي زده‌کړو لپاره محدود فرصتونه د ښوونکو له نورو ننګونو څخه دي.

هغه د ښوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو او تخصصي ورکشاپونو د جوړېدو غوښتنه وکړه:«د ښوونکو لپاره باید په ژمي او د رخصتیو په ورځو کې سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ شي، څو د معارف کیفیت او ظرفیت لوړ شي او ښوونکي وکولای شي دا کیفیت او ظرفیت خپلو زده‌کوونکو ته هم ورسوي.»

خیرالدین وايي، له دغو ننګونو سره سره، د ښوونکي له مسلک سره مینه او د زده‌کوونکو د راتلونکي په جوړولو کې مرسته هغه څه دي چې دی یې د دې مسلک دوام ته هڅولی دی.

«ښوونه یو مقدس او پاک مسلک دی، له پخوا مې علاقه درلوده چې تدریس وکړم، ماشومان یوه ځای ته ورسوم، څو وروسته وکولای شي د خپلې خوښې په څانګو لکه طب او انجینرۍ کې زده‌کړې وکړي او د ټولنې د خدمت جوګه شي.»

ښوونه یو مقدس او پاک مسلک دی، له پخوا مې علاقه درلوده چې تدریس وکړم، ماشومان یوه ځای ته ورسوم، څو وروسته وکولای شي د خپلې خوښې په څانګو کې زده‌کړې وکړي او د ټولنې د خدمت جوګه شي
خیرالدین

د ارزګان ولایت په یو دولتي لیسه کې یو بل ښوونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د ښوونکو د کمښت له امله د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې په ځینو ټولګیو کې تر ۷۰ پورې زده‌کوونکي درس وايي.

هغه وویل چې د دې ولایت ډېری لومړني او منځني ښوونځي له ښوونیزو امکاناتو د کمښت ترڅنګ مناسبې ودانۍ هم نه لري:«ډېری لومړني او منځني ښوونځي اصلاً سرپناه نه لري او زده‌کوونکي په هر ډول شرایطو کې، که لمر وي او که باران، بې سرپناه ناست وي.هغه لېسې چې څلور دېوالونه لري، دروازې او کړکۍ نه لري. دا ښوونځی او یو شمېر نور ښوونځي،آن د ارزګان ولایت مرکزي لېسه، له اړینو اسانتیاوو بې برخې ديهمدارنګه د ښوونکو د کمښت له امله موږ په یوه ټولګي کې ۷۰ زده‌کوونکو ته درس ورکوو.»

د دغو ستونزو ترڅنګ، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونو د یو شمېر ښځینه ښوونکو پر وضعیت هم اغېز کړی دی.

اورانوس، په کابل کې د یوه لومړني ښوونځي ښوونکې، وايي:«زه خپله د یوې ښځینه ښوونکې په توګه اوس مهال له ډېرو ستونزو سره مخ یم او په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوم، دولتي معاش کله درې او آن څلور میاشتې وروسته ورکول کېږي. سربېره پر دې، موږ هر کال له اندېښنې او سرګردانۍ سره مخ یو چې ایا راتلونکی کال به دنده ولرو او کنه ځکه له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو ته اجازه نشته.»

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې شوې دي؛ هغه وضعیت چې پر یو شمېر ښځینه ښوونکو یې هم اغېز کړی دی.

دولتي معاش کله درې او آن څلور میاشتې وروسته ورکول کېږي. سربېره پر دې، موږ هر کال له اندېښنې او سرګردانۍ سره مخ یو چې ایا راتلونکی کال به دنده ولرو او کنه
اورانوس

له دوی څخه ځینو مخکې راډیو ازادي ته ویلي وو چې د زده‌کوونکو د شمېر په کمېدو سره یا د ټیټو ټولګیو تدریس ته لېږدول شوې او یا هم «اضافه‌بست» شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف، او د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان، یونسکو، په هغه ګډ راپور کې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په اتمه د افغانستان د ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه خپور شوی و، د روزل شویو ښوونکو، په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو کمښت د زده‌کړو پر کیفیت اغېز لرونکی عامل بللی او د ښوونکو پر مسلکي او دوامدارې روزنې او ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

یونیسف دغه راز د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې ویلي وو چې په افغانستان کې په لومړنیو زده‌کړو کې د ښځینه ښوونکو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له نږدې ۷۳ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته راکم شوی دی.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې له لاسه ورکړي.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې د ښوونکو د ستونزو او غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له ویاند ذبیح‌الله همت سره خبرې وکړي، خو هغه زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

خو د طالبانو د معارف وزارت مخکې په خپلو رسمي پیغامونو کې په ټولنه کې د ښوونکو د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی د ژوند د شرایطو د ښه کولو او د ښوونیزو امکاناتو د برابرولو لپاره هڅې کوي.

له ۱۹۹۴ کال راپه دیخوا په نړۍ کې د ښوونکي نړیواله ورځ د اکتوبر په پنځمه هر کال نمانځل کیږي.

په افغانستان کې هم په تېرو کلونو کې دا ورځ په ښوونځیو کې د پروګرامونو په جوړولو او د ښوونکو په ستاینې سره نمانځل کېده.

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نږدې دوه کاله وړاندې په یو رسمي مکتوب کې د ښوونکي ورځ هم د هغو ورځو په ډله کې یاده شوې وه چې په نه نمانځلو یې ټینګار شوی وه.

په دغه مکتوب کې ویل شوي وو چې د هغو ورځو له نمانځلو دې ډډه وشي چې په اسلام کېبنسټ نه لري او د غیرمسلمانانو له خوا ټاکل شوې دي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG