د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۴۳

د افغانستان د پوهنې برخې پټ ناورین؛ ماشومان ښوونځي ته ځي، خو لیک‌لوست نه‌شي کولای

ارشیف، د افغانستان په یوه لیرې پرته او جګړه‌ځپلې سیمه کې یو ښوونځی
ارشیف، د افغانستان په یوه لیرې پرته او جګړه‌ځپلې سیمه کې یو ښوونځی

یو شمېر کورنۍ وایي سره له دې چې ماشومان‌یې تر څلورم او پنځم ټولګي رسېدلي، خو ډېری یې لا هم په لوستلو او لیکلو کې ستونزې لري.

دوی ازادي راډیو ته وویل د اضافي کورسونو او تدریس مالي وسه‌یې نه‌لري او ښوونځیو کې هغه ډول چې لازمه ده لیک‌لوست نه‌شي زده کولای.

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ یو اوسېدونکی الفت‌الله وایي چې نه‌یوازې د ده، بلکې د اکثرو کلیوالو ماشومان‌یې په مناسبه توګه ښوونځي او ښوونیزو امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري چې د لیک‌لوست مفهوم هم نه‌شي اخذولای: "زموږ ماشومان که څه هم پنځم او شپږم ټولګیو پورې رسېدلي خو په روانه توګه لیک لوست نه شي کولای. دا وضعیت د ماشومانو د راتلونکي لپاره د اندېښنې وړ دی، زموږ ماشومان په بېلابېلو ټولګیو کې زده‌کړې کوي، خو د دوی ټولګي له کچې سره سم‌یې د بنسټیزو زده‌کړو کچه یو شان نه‌وي، د ښوونکو کمښت او د درسي اسانتیاوو نشتوالی او زده‌کوونکو ته د کافي پاملرنې نه‌شتون د دوی د زده‌کړو پر بهیر منفي اغېزه کړې، په ځانګړې توګه د لومړنیو ټولګیو پر لیک‌لوست باید ډېر تمرکز وشي."

یو شمېر افغان زده‌کوونکي چې په ډېر ناوړه وضعیت کې د ښوونځي له کومې ودانۍ پرته تر شنه اسمان لاندې راټول شوي او زده‌کړه کوي.
یو شمېر افغان زده‌کوونکي چې په ډېر ناوړه وضعیت کې د ښوونځي له کومې ودانۍ پرته تر شنه اسمان لاندې راټول شوي او زده‌کړه کوي.

الفت‌الله او څو نورو کلیوالو یې ازادي راډیو ته داسې وېډیوګانې هم راستولي چې ډله ډله ماشومان د لیک‌لوست د زده‌کړې لپاره تر لمر یا ونو لاندې په خاورو کې ناست دي او د ښوونځي هېڅ ډول امکانات نه‌لري.

خو یوازې د افغانستان ختیځ نه، بلکې د سوېل ختیځې حوزې پکتیکا ولایت اوسېدونکی محمدالله هم ورته شکایت لري.

ده ازادي راډیو ته وویل: "زموږ هېواد کې واقعاً دا ستونزه شته چې دلته زموږ ماشومانو ته په سټنډرډ ډول زده‌کړې نه‌ورکول کېږي، زموږ درسونه او د تدریس کچه ډېره وروسته پاتې ده، بل دلته اقتصادي ستونزې هم دي چې کوم درسونه ښوونځي کې نه زده کېږي، دومره توان څوک نه‌لري چې اضافي کورسونه ورته ونیسي."

د دغو زده‌کوونکو کورنۍ له اړوندو ادارو غواړي چې د ښوونې کیفیت ښه، مسلکي ښوونکي زیات او هغو ماشومانو ته چې له زده‌کړو وروسته پاتې دي، د جبراني زده‌کړو زمینه برابره کړي.

ځیني ښوونکي او د ښوونځیو مسؤلین هم ورته ستونزه تأییدوي، خو مختلفې ننګونې د دغو ماشومانو د کم اخذ عوامل بولي.

یو شمېر افغان زده‌کوونکي چې په ډېر ناوړه وضعیت کې د ښوونځي له کومې ودانۍ پرته تر شنه اسمان لاندې راټول شوي او زده‌کړه کوي.
یو شمېر افغان زده‌کوونکي چې په ډېر ناوړه وضعیت کې د ښوونځي له کومې ودانۍ پرته تر شنه اسمان لاندې راټول شوي او زده‌کړه کوي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي او د یوې لېسې ښوونکي حکمت‌الله ازادي راډیو ته وویل: "لومړۍ ستونزه خو د نصاب ده چې غیر معیاري جوړ شوی دی، ماشوم چې لومړي ټولګي کې کېنول شي د دې پر ځای چې ټکي ورزده کړل شي مستقیمه عبارت ورزده کول کېږي، نو ښوونکی که د پلان او نصاب مطابق مخکې ځي نو زده‌کوونکي بې‌سواده پاتې کېږي او هلته بیا د دولت او ادارې له‌خوا ورته ستونزه جوړېږي، بله ستونزه دا ده چې اکثره کورنۍ بې‌سواده دي او خپل ماشوم له ښوونځي بهر درس ته نه‌تشویقوي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې ذبیح‌الله همت د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو نوموړي څو ورځې وړاندې یوې سیمه‌ییزې راډیو سره خبرو کې ویلي چې د پوهنې وزارت هڅه کوي چې هېواد د زده‌کړو پر کیفیت کار وکړي.

د پوهنې د کیفیت په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) تېره اوونۍ په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ تنه‌یې د لیک او لوست توان نه‌لري.

کارپوهان وايي، که د ماشومانو د بنسټیزو زده‌کړو ستونزه پر وخت حل نه‌شي، دا به د افغانستان د راتلونکو نسلونو پر تعلیمي او اقتصادي راتلونکې هم اغېز وکړي.

یو شمېر افغان زده‌کوونکي چې په ډېر ناوړه وضعیت کې د ښوونځي له کومې ودانۍ پرته تر شنه اسمان لاندې راټول شوي او زده‌کړه کوي.
یو شمېر افغان زده‌کوونکي چې په ډېر ناوړه وضعیت کې د ښوونځي له کومې ودانۍ پرته تر شنه اسمان لاندې راټول شوي او زده‌کړه کوي.

له دې ډلې د زده‌کړو فعال فضل‌الهادي وزین ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د پوهنې او ښوونځیو درسي کیفیت ټیټ دی چې په پایله کې زده‌کوونکي حتی دا چې پنځم او شپږم ټولګیو پورې رسېدلي، خو د لیک او لوست توانایي نه‌لري، د افغانستان د پوهنې کچه باید علمي او اکاډمیکه شي او له قانون سره سم باید ورته جدي توجه وشي، همدا یې یوازنۍ حل‌لاره ده."

د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیزې او کلتوري ادارې (یونسکو) او یونیسف د وروستیو راپورونو له مخې، د افغانستان د ښوونې او روزنې بحران یوازې ښوونځي ته د ماشومانو د نه‌تګ ستونزه نه‌ده، بلکې د زده‌کړې کیفیت هم په جدي ډول کم شوی.

د دغو ادارو د معلوماتو له مخې، ډېری ماشومان د لومړني ښوونځي تر پای وروسته هم د ساده متن د لوستلو بنسټیز مهارت نهلري چې د ښوونکو د مسلکي وړتیا کمښت، د تعلیمي امکاناتو محدودیت، کمزورې بنسټیزې زده‌کړې او د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه د دې بحران مهم عوامل بلل کېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG