خبرونه
اروپايي ټولنه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زدهکړو بې برخې دي
د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګه وايي، په افغانستان کې د ښوونځي د عمر شاوخوا نیمايي ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او شمېر یې میلیونونو ته رسېږي.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ، (د سنبلې په ۲۲مه) په ایکسپاڼه کې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، په دغو ماشومانو کې شاوخوا یو میلیون نجونې دي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر زدهکړو د لګېدلو محدودیتونو له امله ښوونځیو ته له تلو بې برخې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګې زیاته کړې چې ګڼ شمېر نور ماشومان هم د ښوونځیو د لارو د اوږدوالي، د ترانسپورتي او مواصلاتي لارو د نامناسب وضعیت او سختو هوايي شرایطو له امله له زده کړو بې برخې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوام څخه بې برخې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پنځه اروپايي هېوادونه په روانډا کې د ډیپورټي کډوالو لپاره یو مرکز جوړوي
جرمني، ډنمارک، اتریش،هالنډ او یونان قصد لري هغه پناه غوښتونکي چې دوسیې یې رد شوي روانډا کې یوه مرکز ته ولیږي.
د دغو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران د دوشنبې په اتریش کې غونډه لري او خپله پریکړه به هم اعلان کړي.
که څه هم د افغان اتباعو نوم نه دی اخیستل شوی خو د پناه غوښتنې په نه منل کېدو سره افغان کډوال هم په دې پالیسي کې شاملیږي.
جرمني کې ګڼ افغان کډوال د ډيپورټ له خطر سره مخ دي او وار دمخه هم دغه هېواد لسګونه افغانان ایستلي دي.
د طالبانو حکومت تایید کړه چې دوی په کندهار کې راډیوګانې د کرکټ له خپرونو منع کړي
د طالبانو حکومت په کندهار کې په راډیوګانو باندې د کرکټ د خپرونو بندیز تایید کړ.
د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې نن دوشنبه ازادي راډیو ته ومنله چې په کندهار کې په راډیوګانو دا بندیز لګېدلی.
په کندهار کې د لږ تر لږه دریو راډیوګانو مسوولینو او یوه خبریال ازادي راډیو ته دا بندیز تایید کړ او ویلي یې دي چې په شفاهي ډول دوی ته امر شوی چې د کرکټ د هر ډول خبرونو، تبصرو او راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.
د امریکا یوه لویه جنګي بیړۍ «یو اس اس تیودور روزولت» د منځني ختیځ سیمې ته ننوتلې
دا په منځني ختیځ کې د امریکا دریمه لویه الوتکې وړونکې جنګي بیړۍ ده او د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام په چوکاټ کې به فعالیت کوي.
امریکا په ټوله کې د ایران د سمندري محاصرې لپاره لږ تر لږه شل لویې او وړې بیړۍ په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړي.
د امریکا دا لویه جنګي بیړۍ تر هغه وروسته منځني ختیځ ته تللې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د ایران ګاونډیان غوره ګڼي چې د بریدونو پر ځای د دغه هېواد سمندري محاصره دوام پیدا کړي.
د امریکا او ایران خبرې لا هم په یو نامعلوم حالت کې دي او دواړه لوري یو بل ته خبرداری ورکوي.
د امریکا د کانګرس لسګونه غړي د افغانانو د موقتي خوندیتوب د وضعیت د مقررې تصویب غواړي
د امریکا د استازیو جرګې غړی سم لیکاردو وايي د «طالبانو تر کنټرول» لاندې افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د بېرته ستنولو د مخنیوي لپاره یې یو غوښتنلیک یا پټیشن وړاندې کړی.
هغه ویلي د دغه غوښتنلیک هدف د موقتي خوندیتوب د وضعیت یا TPS پر مقررې رایګیري ده.
ښاغلي لیکاردو په خپله ایکس پاڼه تېره شپه بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې تر دې دمه د دواړو ګوندونو لږ تر لږه ۱۱۴ استازیو دا غوښتلیک لاسلیک کړی او د ۲۱۸ استازیو د موافقې تر جلب پورې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار کړی چې امریکا باید له هغو افغانانو سره چې زموږ د عسکرو تر څنګ یې خپل ژوند په خطر کې اچولی په خپله ژمنه ودریږي.
د راپورونو له مخې د امریکا حکومت پلان درلود چې لږ تر لږه ۱۵۰ افغانان چې د پناه غوښتنې دوسیې یې نه دي منل شوي د پاکستان له لارې افغانستان ته ډيپورټ کړي خو وروسته د دوی د استولو پلان وځنډېد.
عباس عراقچي له ملا ناصر اخوند سره لیدلي؛ د افغانستان او ایران تر منځ د ګمرکي چارو او د همکاریو پر پراختیا بحث شوی
د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له سیدعباس عراقچي سره لیدلي او په دوه اړخیزو مسایلو یې بحث کړی.
د طالبانو مالیې وزارت او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په تړاو اعلامیې خپرې کړي.
په بیان کې راغلي چې ملا محمد ناصر اخوند او عباس عراقچي د اقتصادی کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو، د ابونصرفراهي ګمرکي سرحدي تاسیساتو په پراختیا، د ګمرکونو په ۲۴ساعته فعالیتونو او د بندرونو د ظرفیتونو په لوړولو خبرې او سلامشورې وکړې.
د عراقچي په حواله راغلي چې هېواد یې په افغانستان کې د مخدره توکو په وړاندې مبارزه ستايي او له خپل لور یې په اقتصادي او سیاسي برخه کې د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.
د طالبانو مالیې وزیر ایران ته په سفر کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره هم لیدلي او کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو پر سیستمونو یې خبرې کړي.
د ایران سپاه ځواکونو ادعا کړې چې یوه لویه تېل وړونکې بیړۍ له ماین سره لګېدلې او ډوبه شوې
د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې یوه لویه تېل وړونکې بېړۍ د یکشنبې په ورځ په فارس خلیج کې د سمندري مین په چاودنه کې ډوبه شوې ده.
په دې بیړۍ کې ۲ میلیونه بېرله/بوشکې تېل بار وو.
سپاه پاسداران په خپله اعلامیه کې ویلي دا بیړۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال په سمندري ماین لګېدلې او تر چاودنې وروسته یې اور اخیستی دی.
هېڅ خپلواکې سرچینې د سپاه دا ادعا لا نه ده تایید کړې.
تر اوسه پورې دا هم نه ده روښانه چې دا لویه کښتۍ کومې خواته روانه وه.
د امریکا پوځ بیا په کراتو ویلي چې د کښتیو د عبور له ټولو اصلي لارو څخه یې سمندري ماینونه پاک کړي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني سنټکام چې په سیمه کې د امریکا پر پوځي عملیاتو څارنه لري، له هرمز تنګي د تېرېدونکو کښتیو امنیت نیسي.
د شنبې په ورځ سنټکام ویلي و چې د دوی په ملاتړ سره له هرمز تنګي نه یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه بېرله اومه تېل انتقال شول.
د ترکیې پولیسو ۳۵ افغانان چې غوښتل یې د اوبو له لارې یونان ته ولاړ شي نیولي دي
د ترکیې امنیتي ځواکونو ۳۵ افغانان چې غوښتل یې د اوبو له لارې یونان ته ولاړ شي نیولي دي.
ترکي رسنیو پرون خبر ورکړی چې دا کسان د شمال لویدیځ ښار بالي قصر د پولیسو له خوا نیول شوي او د ناقانونه کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي.
د دوی د قاچاق په تور هم لږ تر لږه ۴ کسان د محکمې د حکم له خوا زندان ته وړل شوي.
تېره اوونۍ لږ تر لږه ۶۳ افغان کډوال چې له ایران ترکیې ته اوښتي و په حکاري ولایت کې نیول شوي وو.
د ترکیې چارواکو ویلي چې په اوبو او وچه کې یې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره عملیات جاري ساتلي.
افغان کډوال اکثر له ایران څخه ترکیې ته په ناقانونه توګه اوړي او بیا له هغه ځایه د اوبو یا وچې له لارې اروپا ته ځي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د داسې ناقانونه کډوالیو په شمېر کې له کمښت سره سره لا هم خطرناکې لارې د خلکو ژوند اخلي او په ۲۰۲۶ کال کې تر اګست پورې لږ تر لږه ۴۶ کډوال په اوبو کې مړه شوي.
طالبانو په کندهار کې راډیوګانې د کرکټ اړوند خپرونو څخه منع کړي
د طالبانو حکومت په کندهار کې سیمه ییزې راډیوګانې د کرکټ اړوند خپرونو څخه منع کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس د دوو راډیوګانو د مسوولینو او د یوې ولایتي منبع په اساس د یکشنبې په ورځ دا خبر ورکړی.
یوې ولایتي سرچینې چې نوم یې د موضوع د حساسیت په خاطر نه دی اخیستی د کرکټ خبري پوښښ د بندیز تایید کړی او ویلي یې دي چې : «دواړه تبصرې او خبري پوښښ او ان د بریا د خبرونو خپرول هم بند دي»
د لږ تر لږه دوو راډیوګانو مسوولینو هم چې د امنیتي دلایلو په خاطر نوم نه اخلي تایید کړې چې د اطلاعاتو ریاست ورته امر کړی چې نور د کرکټ اړوند خبرونه او راپورونه نه شي خپرولی.
د طالبانو حکومت لا رسماً د کرکټ یا نورو ورزشونو په خبري پوښښ بندیز نه دی لګولی او په کندهار کې یې د دې وروستي تحول په اړه هم تبصره نه ده کړې.
خو پخوا تر دې په ځینو راپورونو کې راغلي چې لږ تر لږه په کندهار کې د طالبانو ځواکونو ته ویل شوي چې د کرکټ له کتلو ډډه وکړي.
امریکايي رسنۍ: ټرمپ اوسمهال نه غواړي پر ایران بیا برید وکړي
رویټرز خبري اژانس د دریو خبرو سرچینو په قول راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو ورځو کې خپلو جګپوړو سلاکارانو ته ویلي، که د ایران حکومت یا په یمن کې د ایران په ملاتړ حوثي وسلهوال کوم نوی پاروونکی اقدام ونه کړي، ښايي امریکا پر ایران له بیا برید کولو ډډه وکړي.
د دغه راپور له مخې چې د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه خپور شوی، ټرمپ د ملي امنیت له سلاکارانو سره په غونډو کې او د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کولو وروسته د نویو بریدونو نه کولو موضوع مطرح کړې ده.
خو د امریکا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وینا، ټرمپ لا هم له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ په یوه جلا راپور کې د یوه امریکايي چارواکي په قول لیکلي چې ټرمپ اوسمهال د پراخې جګړې بیا پیلولو ته لېوالتیا نه لري.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا حکومت په پام کې لري چې اوسنی وضعیت وساتي؛ یعنې د ایران سمندري کلابندي او اقتصادي بندیزونه روان وي، خو جګړه بیا پیل نه شي او د وروستۍ هوکړې لپاره هم بیړه ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په وروستیو اوونیو کې څو ځله ټینګار کړی چې هېواد یې باید د «نه جګړې او نه سولې» له اوسني حالت څخه ووځي.
په بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي دي
ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د واورې د ښویېدو له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ د ارغنجخواه ولسوالۍ په اندراب سیمه کې هغه مهال شوې چې یو شمېر کارګرانو د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه.
د کارګرانو مړي او ټپیان د پوځي هیلي کوپتر په وسیله د بدخشان مرکز فیضاباد ښار ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې دا ډول پېښې عموماً د کانونو د خوندیتوب د کمزورو معیارونو او د اړوندو مقرراتو د نه رعایتولو له کبله کېږي.