د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۷

د کابل اوسېدونکي د وسله‌والو غلاوو له زیاتېدو شکایت کوي

عکس از ارشیف
عکس از ارشیف

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په وروستیو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې وسله‌والې غلاوې زیاتې شوې او ځینې کورنۍ د شپې له خوا د خپلو کورونو امنیت ته اندېښمنې دي.

دوی وایي چې غله د شپې له خوا په ډله‌ییز ډول کورونو ته ننوځي، نغدې پیسې، سره زر او نور قیمتي توکي لوټي او کله ناکله د کورنیو له غړو سره تاوتریخوالی هم کوي.

د کابل د اتمې ناحیې یوه اوسېدونکي چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د دوی په کوڅه کې له یوه کوره نغدې پیسې، سره زر او یو موټر غلا شوی دی.

«په کابل ښار کې غله ورځ تر بلې زیاتیږي، هره ورځ چې خبریږې په یوه ساحه کې به یې کور وهلی وي، زه نه پوهیږم د دې ځای امنیتي مسولین په څه بوخت دي، ولې یې مخه نه نیول کیږي، همدې نږدې ورځو کې زموږ په کوڅه کې په یو کور غله اوښتي وو، موټر یې هم ترې وړی دی او نغدې پیسې او طلا هر څه یې ترې وړي دي.»

د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې یا ارزان‌قیمت سیمې یوه بل اوسېدونکي هم ازادي راډیو ته ورته شکایت وکړ. دغه کس چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ادعا وکړه چې شاوخوا یوه میاشت مخکې وسله‌والو کسانو د ورځې په رڼا کې د هغه د یوه ملګري کرولا موټر تښتولی او تر اوسه نه دی موندل شوی.

د نوموړي په وینا، که څه هم د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته یې اړوندې امنیتي حوزې ته خبر ورکړی او د موټر د موندلو لپاره یې بېلابېلو ادارو ته مراجعه کړې، خو هڅو یې کومه پایله نه ده لرلې.

اداره په اداره وګرځېدو، خو چا مو غږ وانه ورېده، ځینې کسان ونه نیول هم شول خو بېرته خوشې شول
د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې یو اوسېدونکی

هغه وویل:«غله ډېر باجرته شوی دي، چې په رڼا ورځ له خلکو غلا کوي، زما له ملګري یې کرولا وتښتوله، تر نن ورځې پیدا نه شوه، اداره په اداره وګرځېدو، خو چا مو غږ وانه ورېده، ځینې کسان ونه نیول هم شول خو بېرته خوشې شول.»

د کابل دغه اوسېدونکي وايي، د وسله‌والو غلاوو په اړه پرله‌پسې خبرونو او د دوی په سیمو کې د ورته پېښو ادعاوو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

دوی له امنیتي مسولینو غواړي چې په استوګنیزو سیمو کې په ځانګړي ډول د شپې له خوا، امنیتي ګزمې زیاتې او د غلاوو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

دغه شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ هم په وروستیو اونیو کې د غلاوو او موټر تښتونو په تړاو د بېلابېلو کسانو د نیولو خبرونه خپاره کړي دي.

د امنیه قومندانۍ د هغو اعلامیو د شمېر له مخې چې د دې راپور لپاره راټولې شوې، د سپټمبر له لسمې د اکټوبر تر لسمې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د غلاوو او موټر تښتونو په تړاو د نږدې ۳۰ کسانو د نیولو خبر ورکړل شوی دی.

په دغو اعلامیو کې ویل شوي چې نیول شوي کسان د غلاوو په بېلابېلو قضیو تورن دي او یو شمېر یې اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي. تر دې وړاندې، د اګست په لومړۍ نېټه هم د کابل امنیه قومندانۍ د ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د غلاوو په تړاو د یوې ۱۶ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړی و.

امنیه قومندانۍ ادعا کړې وه چې دغو کسانو د بني‌حصار په سیمه کې د غلا پر مهال د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی و. خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، یوازې د غلاوو په تړاو د کسانو د نیولو اعلانونه د خلکو د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره کافي نه دي.

دوی ټینګار کوي چې د جرمونو د مخنیوي لپاره باید په هغو استوګنیزو سیمو کې چې د شپې له خوا پکې تګ راتګ کم وي، د امنیتي ځواکونو حضور زیات شي او د غلاوو په قضیو کې جدي قانوني اقدامات وشي.

د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکی میر واحد ازادي راډيو ته وویل:«له غلو سره هیڅ ډول مراعت نه دی پکار، کله چې دوی نیول کیږي باید درنه سزا ورکول شي تر څو نورو ته عبرت شي، اوس ورسره نرمښت کیږي ځکه خو غلاوې هم ډېرې شوي دي.»

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د کابل د اوسېدونکو د دغو شکایتونو، د وروستیو وسله‌والو غلاوو د شمېر او د مخنیوي لپاره یې د امنیتي اقداماتو په اړه د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ نظرهم واخلي، خو د دې راپور تر خپرېدو هغه زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

په کابل کې د وسله‌والو غلاوو د وروستیو میاشتو بشپړې او پرتله‌ییزې رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، نو په کره ډول نه شي ویل کېدای چې دغه جرمونه د پخوا په پرتله څومره زیات یا کم شوي دي.

خو د ښار د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو شکایتونه او د غلاوو په تړاو د نیونو پرله‌پسې اعلانونه ښيي چې د کورونو او شتمنیو امنیت لا هم د پلازمېنې د یو شمېر اوسېدونکو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG