د کندهار اوسېدونکی رحیمالله، چې نږدې یوه اوونۍ مخکې له ایرانه په جبري ډول ایستل شوی، وايي چې ایراني پولیسو ورسره سخت او ناوړه چلند کړی دی.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «دومره یې وهلی او ټکولی یم چې پوښتنه مه کوه. پیسې یې رانه په یوه ځای کې لس میلیونه تومان واخیستل، بل ځای کې دوه میلیونه، بل ځای کې یې رانه اته میلیونه واخیستل. او وهل یې ډېر کول، کنځلې، بد رد او سپکې سپورې به یې ویلې.»
له ایرانه بل راستون شوی افغان، ولي ګل، هم ورته شکایت لري.
هغه وویل: «زه یې د کار له ځایه ونیولم، ویې وهلم، وروسته یې کمپ ته راوستلو، هلته یې بندیان کړو، تقریباً یوه میاشت یې وساتلو. پیسې یې هم له خلکو اخیستلې، چا سره به چې پیسې نه وې، هغوی یې هملته ساتل، موږ یې ډیپورټ کړو.»
دومره یې وهلی او ټکولی یم چې پوښتنه مه کوه.رحیمالله، له ایرانه راستون شوی کډوال
د کابل اوسېدونکي نورالله، چې دی هم تازه له ایرانه راستون شوی، ازادي راډیو ته وویل چې په تهران کې د نیولو پر مهال ترې پولیسو ۴۰ میلیونه تومان وغوښتل، خو دا چې ورسره نه وو، نو ویې ایست.
هغه زیاته کړه: «زه یې چې په تهران کې ونیولم، راته یې وویل چې ۴۰ میلیونه راکړه، پرېږدم دې، خو موږ سره نه وې. بیا یې اردوګاه ته راوستلو، اخر یې هم رانه لس میلیونه واخیستې. هلته وضعیت ډېر خراب و، ان د څښلو اوبه نه وې...»
دغه راستانه شوي کډوال د طالبانو له حکومته غواړي چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه له ایراني چارواکو سره له ډیپلوماټیکو لارو خبرې وکړي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد او د دې حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ز کال له پیله د اکتوبر تر ۲۴مې پورې له ایرانه ۶۴۳ زره افغان کډوال راستانه شوي، چې ۵۴۷ زره او ۱۰۰ یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
هلته وضعیت ډېر خراب و، ان د څښلو اوبه نه وې.نورالله، له ایرانه راستون شوی کډوال
ایراني چارواکو له دې وړاندې په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او له هغوی د پیسو اخیستلو راپورونه رد کړي دي.
خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اکتوبر په میاشت کې په خپور شوي راپور کې، له راستنو شویو افغانانو سره د مرکو پر بنسټ ویلي چې ۵۵ سلنه مرکه شویو کسانو د ایراني چارواکو ناوړه چلند او د نیول کېدو یا ایستل کېدو وېره د ایران پرېښودو لاملونه بللي دي.
د دغې ادارې د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۲ز کال څخه د ۲۰۲۶ز کال د اکتوبر تر لومړیو پورې له ایرانه تر درې میلیونه او ۶۰۰ زرو ډېر افغانان په جبري ډول ایستل شوي دي.