د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکي الله نور لپاره اقلیمي بدلونونه یوازې د نړیوالو غونډو د بحث موضوع نه ده، بلکې د هغه د کور او شتمنۍ د له منځه تلو په معنا ده.
هغه وايي، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د پسرلي سېلابونو یې کور په بشپړه توګه ویجاړ کړ او اوس له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره د خپلوانو په کور کې اوسېږي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «د سېلاب له امله موږ ته ډېر مالي زیانونه واوښتل، کور مو په بشپړه توګه له منځه لاړ او زموږ ټول وسایل او کور تر خاورو لاندې شول. تر اوسه هیچا له موږ سره مرسته نه ده کړې، موږ بېکاره یو او عاید هم نه لرو. اوس د خپلوانو په کور کې ژوند کوو.»
له بلې خوا، وچکالي او د اوبو کمښت د کروندګرو او مالدارانو ژوند ګواښي.
تر اوسه هیچا له موږ سره مرسته نه ده کړې، موږ بېکاره یو او عاید هم نه لرو.الله نور، د هرات اوسېدونکی
د غزني ولایت یوه کروندګره او مالداره مېرمن، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي د ورښتونو کمښت د دوی د ځمکو حاصلات دومره کم کړي چې د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولای.
هغې ازادي راډیو ته وویل: «کاشکې دومره اوبه وای چې زموږ د ځمکو د خړوبولو لپاره بسنه وکړي، په دې څو کلونو کې باران نشته او اوبه ډېرې کمې شوې دي. غنم کرو، خو هغه هم د یوې اته کسیزې کورنۍ د یوه کال لپاره بسنه نه کوي. مالداري هم نه کېږي، ځکه نه اوبه شته او نه واښه.»
د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې مخکې ویلي و چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل له شپږمې د اسد تر شپږمې پورې (د مارچ له ۲۶مې د جولای تر ۲۸مې) په هېواد کې د سېلابونو، ورښتونو، توپانونو او نورو طبیعي پېښو له امله ۳۵۱ کسان وژل شوي او ۴۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په دې موده کې تر ۲ زرو ډېر کورونه بشپړ او تر ۸ زرو ډېر نور نیمګړي ویجاړ شوي او ټولټال تر ۲۴ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ز کال له پیله د اګست تر لومړیو پورې په افغانستان کې تر ۹۲ زرو ډېر کسان له طبیعي پېښو اغېزمن شوي دي.
دغه کیسې ښيي چې په افغانستان کې اقلیمي بحران یوازې د هوا تر بدلون پورې محدود نه دی، بلکې له بېوزلۍ، بېکارۍ، د خوړو له ناامنۍ او د کورنیو له بېځایه کېدو سره هم تړاو لري.
په دې څو کلونو کې باران نشته او اوبه ډېرې کمې شوې دي.د غزني یوه کروندګره مېرمن
یو له زیانمنو هېوادونو
سره له دې چې افغانستان د ګلخانهيي ګازونو په تولید کې ډېره لږه ونډه لري، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیانمنېدونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د سټاکهولم د سولې د څېړنو نړیوال انسټیټیوټ (SIPRI) د ۲۰۲۶ز کال د راپور له مخې، په تېرو شاوخوا ۶۵ کلونو کې په افغانستان کې د تودوخې کلنۍ منځنۍ درجه نږدې دوه سانتي ګراد لوړه شوې ده.
د تودوخې دا زیاتوالی په داسې هېواد کې پراخې پایلې لري چې نږدې ۸۰ سلنه وګړي یې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول پر کرنې متکي دي.
د ورښتونو کمښت، د واورو ژر وېلې کېدل، د اوبو لګولو لپاره د اوبو کمښت او د څړځایونو ویجاړېدل د کروندګرو او مالدارانو معیشت له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د ارزونې له مخې، د ۲۰۲۵ز کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۷۹ سلنه نوې بېځایه کېدنې له طبیعي او اقلیمي پېښو سره تړاو درلود.
د طالبانو حکومت په غونډه کې نشته
کاپ ۳۱ د ۲۰۲۶ز کال د نومبر له ۹مې تر ۲۰مې پورې په انتالیا کې جوړېږي.
په داسې غونډو کې ګډون افغانستان ته د مالي مرستو د جلبولو، تخنیکي پوهې ته د لاسرسي او د خپلو اړتیاوو د مطرح کولو فرصت ورکولای شي، خو د طالبانو د حکومت رسمي پلاوی په دې غونډه کې ګډون نه لري.
حریت راډیو، چې د طالبانو حکومت ته نږدې رسنۍ ده، د دې حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې د مسوولینو له قوله راپور ورکړی چې د نه ګډون لامل یې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو د چوکاټي کنوانسیون (UNFCCC) له خوا د رسمي بلنلیک نه لېږل دي.
د نړۍ د ډېرو هېوادونو له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د رسمي ګډون یوه لویه ننګونه ده.
سره له دې، یو شمېر افغان فعالانو او د نادولتي بنسټونو استازو په کاپ ۳۱ کې ګډون کړی دی.
د چاپېریال ساتنې، زدهکړو او پراختیا د مؤسسې مشر عبدالهادي اڅکزی، چې په دې غونډه کې ګډون لري، وايي د افغانستان د رسمي استازي ګډون کولای شول د دې هېواد اقلیمي ستونزې په مستقیم ډول مطرح کړي او له مالي او تخنیکي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدل یوه له سترو ننګونو څخه ده. موږ تمه لرو چې په دې کنفرانس کې د افغانستان او د اقلیمي بدلونونو له امله د نورو زیانمنو هېوادونو لپاره عملي حللارې ولټول شي او مالي او تخنیکي مرستې ورته برابرې شي. همدارنګه، د نړۍ هېوادونه باید د فوسیلي سونتوکو د کارولو د کمولو په اړه هوکړې ته ورسېږي او اقلیمي بدلونونه له سیاسي مسایلو جلا کړي.»
افغانستان په ۲۰۱۵ز کال کې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې به د ګلخانهيي ګازونو خپرېدل د اټکل شوې کچې په پرتله ۱۳.۶ سلنه کم کړي؛ دا هدف په نړیوال مالي او تخنیکي ملاتړ پورې تړلی دی.
د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو رییس روحالله امین د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو کې ویلي وو چې افغانستان تر ۲۰۳۰ز کال پورې د اقلیمي بدلونونو له پایلو سره د جوړجاړي او د ګلخانهيي ګازونو د کمولو د پروګرامونو لپاره ۲۰.۶ میلیارده ډالره مرستې ته اړتیا لري.
خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (SIGAR) د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره پراختیايي مرستې ودرولې.
دې وضعیت د اقلیمي پروګرامونو د پلي کولو لپاره د مالي سرچینو برابرول لا ستونزمن کړي دي.
د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي، د اوبو د سرچینو مدیریت، د بندونو او کاریزونو بیارغونه، د اوبو لګولو د سیستمونو پراختیا، د ځنګلونو ساتنه او د خطرونو د مخکیني خبرداري د سیستمونو جوړول د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانستان د زیانمننې د کمولو لپاره اړین اقدامات دي.