د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۱

له پاکستان څخه راستون شوی یو کډوال وايي زامن یې د بې‌کارۍ له امله د بیرته تګ فکر کوي

 انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې یو شمېر کورنۍ وايي په خپل هیواد کې د څه دپاسه یو کال تېرېدو وروسته هم له سختو اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخ دي. دوی وایي، د مناسبې سرپناه نشتوالی، بې‌کاري او کافي مرستو ته نه لاسرسی د ډېرو راستنو شویو کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی.

ملک اکاخیل موسی‌زی د هغو افغانانو له ډلې دی چې په وروستیو کې له اوږدې کډوالۍ افغانستان ته ستون شوی دی. هغه وایي، څلور کلن و چې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شو او په هغه هېواد کې یې له ۴۷ کلونو ژوند کولو وروسته، شاوخوا یو کال او درې میاشتې مخکې له خپلې نهه کسیزې کورنۍ سره د کابل قره‌باغ ولسوالۍ ته راستون شو.

موسی‌زی وایي، که څه هم د طالبانو حکومت له لوري ورته د بانک کارتونه ورکول شوي خو تر اوسه یې د کورنۍ بانکي حساب ته هیڅ پیسې نه دي استول شوي.

هغه وايي دغه راز د استوګنې لپاره ځمکه هم نه ده ورکول شوې او نه هم د مرستندویه بنسټونو له لوري ورسره د مناسبو خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستې شوې دي. هغه ازادي راډيو ته وویل: «تر اوسه د حکومت له لوري زموږ د استوګنې لپاره هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې شوې، نه چا ته د ځمکې نمره وېشل شوې او نه هم د خوراکي توکو د ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده، دا دویم ژمی دی چې له همدې ستونزو سره مخ یو او راباندې راروان دی.»

د ده په خبره په پاکستان کې یې د زړو اوسپنو او استعمال شویو توکو د پېر او پلور له لارې عاید ترلاسه کولو، خو د ایستلو پر مهال اړ شو چې خپله شتمني په ډېره ټیټه بیه وپلوري.

نوموړی وایي، د خپلې پخوانۍ ځمکې د دېوالونو جوړولو لپاره یې له خپلوانو او پېژندګلو کسانو شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ پور اخیستی، خو تر اوسه یې بېرته نه دی پرې کړی.

هغه زیاتوي چې د پانګې د نشتوالي له امله بې‌کاره دی او د خپلې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخ دی. هغه زیاته کړه «هڅه مو کړې چې ځان ته کوم کاروبار برابر کړو، خو له بده مرغه پیسې نه لرو تر اوسه د کاروبار د پیلولو زمینه نه ده برابره شوې، ځکه هر کار پیسو ته اړتیا لري.»

موسی‌زی له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې له راستنو شویو کډوالو سره هر اړخیزې مرستې وکړي خو په دې اړه د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړي.

تر دې وړاندې بیا د طالب چارواکو ویلي چې یو شمېر راستنېدونکو ته یې نغدي او خوراکي مرستې برابرې کړې، ټرانسپورټي خدمتونه یې وړاندې کړي او په ځینو سیمو کې یې د ځمکو او سرپناه د وېش زمینه هم برابره کړې ده.

دا دویم ژمی دی چې له همدې ستونزو سره مخ یو او راباندې راروان دی.
ملک اکاخیل موسی‌زی، له پاکستانه راستون شوی کډوال

خو دغو مرستو ته د کورنیو لاسرسی او د مرستو کچه یو شان نه ده.

دغه راز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ګډون یو شمېر نړیوالو بنسټونو راپور ورکړی چې راستنېدونکو ته یې نغدي مرستې، روغتیایي خدمتونه، سرپناه او بشري ملاتړ برابر کړی دی، خو د بودجې کمښت او د اړتیاوو پراخوالي د دغو مرستو لمن محدوده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۱۴۰۵ کال د لړم په اتمه اعلان وکړ چې په راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴ اعشاریه ۲ میلیونه کسان د سرپناه د برابرولو لپاره مرستو ته اړتیا ولري.

د دغه بنسټ په وینا، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې نږدې څلور میلیونه کسان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي؛ هغه کسان چې ډېری یې د خپل ژوند د بیا جوړولو لپاره محدودې سرچینې لري.

په همدې حال کې، د ټولنیزو چارو فعال عبدالوارث سیغاني وایي، د کاري فرصتونو نشتوالی، بې‌وزلي او د بشري مرستو په مدیریت کې ستونزې په ټولنه کې د راستنېدونکو بېرته ادغام ستونزمن کړی دی.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغان راستنېدونکو لپاره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: «هغه کورنۍ چې له نورو هیوادونو ایستل کیږي له بده مرغه په افغانستان کې له سخت نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي، تر هغه چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د دوی لپاره د کار او ژوند د ښه کېدو په برخه کې کومه تګلاره جوړه نه کړي، زما په اند، دوی به د افغانستان د شته ستونزو له امله، هر، بیا هم اړ شي چې بېرته نورو هېوادونو ته ولاړ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ډان په ګډون یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د روان ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۲مې وروسته د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ تېزه شوې ده.

خو ملک اکاخیل وايي د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې دومره خراب شوی چې اولادونه یې په قاچاقي لارو نورو هیوادونو ته د بیا تګ فکر کوي. هغه وویل: «زموږ وضعیت داسې حالت ته رسېدلی چې دوه ځوان زامن مې وایي، موږ به په قاچاقي ډول ایران، پاکستان یا کوم بل هېواد ته ولاړ شو.»

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG