د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۶

په ننګرهار کې د نشه راوړونکو ګولیو د استعمال له امله یو شمېر کورنۍ د ځوانانو راتلونکي ته اندېښمنې دي

د پرېګابالین ګولۍ. انځور له ارشیف څخه
د پرېګابالین ګولۍ. انځور له ارشیف څخه

د ننګرهار یو شمېر کورنۍ وايي، زیکپ او پرېګابالین په ګډون نشه راوړونکو ګولیو ته د ځوانانو اسانه لاسرسي د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې چې په خبره یې د څلورو لوڼو او درېیو زامنو مور ده، اتلس کلن زوی یې د زیکپ او نورو نشه راوړونکو ګولیو په استعمال روږدی شوی.

هغې چې نه یې غوښتل د ټولنیزو ستونزو له امله یې په راپور کې نوم خپور شي وویل زوی یې دوه ځل د معتادینو په روغتون کې بستر کړی خو لا یې هم د درملنې هڅو پایله نه ده ورکړې. “د زیکب په نوم ګولۍ دي، شیشه او پوډر نه څکوي، دا یې ورسره په کابل کې پیدا کړې وې، بیا یې د معتادینو روغتون ته وړی وو، کله چې ښه شو، بیا یې موږ پسې ټلیفون وکړو، زه ورپسې لاړم، کورته مو راوستو، سوال او زارۍ مو ورته وکړې، خویندو یې ورته وژړل او ورته یې وویل چې مه زموږ ژوند تبا کوه او مه خپل خو نه یې مني.”

دا مېرمن، چې په خبره یې خاوند یې هم په هیروینو روږدی دی وايي، د پلار او زوی روږدتیا یې کورنۍ له رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ کړې او په ځانګړي ډول د خپلو څلورو لوڼو راتلونکي ته اندېښمنه ده.

نوموړې په جلال‌اباد ښار کې دغو ګولیو ته د ځوانانو د لاسرسي په اړه هم اندېښنه څرګندوي او ادعا کوي چې په درملتونونو کې په اسانۍ ترلاسه کېدای شي. “ورک یې وروره، ټول هلکان پرې اخته دي، دا زیکب ګولۍ خو په جلال اباد ښار کې پیدا کیږي، چې وې خوري ټوله شپه ویخ وي بیا چې ویده شي په ساعتونو ساعتونو ویده وي او له ځانه ناخبره وي، دا ګولۍ په هره دواخانه کې پیدا کیږي.”

خو دا د یادې مېرمنې شخصي څرګندونې دي. په جلال‌اباد کې د دغو ګولیو د استعمال کره کچه نه ده معلومه او ازادي راډیو هم په ټولو درملتونونو کې د زیکپ د پلور ادعا په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.

زیکپ، چې د پرېګابالین په نوم درملیزه ماده لري، په اصل کې د اعصابو د ځینو دردونو او تشنجونو د درملنې لپاره کارول کېږي، خو ناسم استعمال یې د روږدتیا خطر لري.

دا چې په ننګرهار کې دغه درمل د ډاکټر له نسخې پرته پلورل کېږي او که نه، ازادي راډیو په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا له مسوولانو او د درملتونونو له پلورونکو سره په خبرو ونه توانېده.

په همدې حال کې د ننګرهار یوه بل اوسېدونکي، چې ده هم د ټولنیز شرم له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې یو ورور یې په نشه راوړونکو ګولیو، په ځانګړي ډول “ټابلیټ کا” روږدی شوی و، خو اوس یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.

“زما یو ورور په ټابلیټ کا اخته وو، بیا مو بستر کړو خو چې له روغتونه راووتو بیا پرې اخته شو، د دوهم ځل لپاره مو بیا د معتادینو په روغتون کې بستر کړو اوس شکر دی ښه دی، په ټابلیټو ډېر ځوانان اخته دي، پیدا کیږي په هر ځای کې، ځانګړي خلک یې خرڅوي، که څه هم حکومت ورپسې ګرځي چې ونیسي سزا هم ورکوي خو بیا هم پیدا کیږي.”

ټابلیټ کا د کومو ځانګړو درملو نوم نه دی بلکې د راپورونو له مخې په افغانستان او سیمه کې د مصنوعي نشه‌يي ګولیو لپاره کارېدونکی بازاري نوم دی.

تر ټولو مهم یې ګاباپینټین او پریګابالین دي چې د عصبي دردونو د ارامولو لپاره پکاریږي او په وروستیو کې یې په بازار کې پیر او پلور ډېر زیات شوی دی.
ډاکټر اسدالله حسین‌زی، د ننګرهار د طب پوهنځي استاد

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د څېړنو له مخې، په دې ګولیو کې مېتامفېټامین یا شیشه، اېم‌ډي‌اېم‌اې «MDMA» او نور نشه‌يي مواد هم موندل شوي دي.

دغه ګولۍ ځینې کسان د نشې، لنډمهالې خوښۍ، انرژۍ او بیدار پاتې کېدو لپاره استعمالوي، خو د روږدتیا او جدي روغتیايي ستونزو خطر لري.

که څه هم په دې اړه د طالبانو د ننګرهار د ولایتي ادارې مطبوعاتي دفتر د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د دې ولایت امنیې قوماندانۍ د اکتوبر په ۲۸مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د غني‌خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې په یوه شخصي کور کې د عملیاتو پر مهال له ۲۵ زرو ډېرې زیکپ یا پرېګابالین ګولۍ نیولې دي.

د اعلامیې له مخې، په دې تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د طب پوهنځي استاد ډاکټر اسدالله حسین‌زی وايي، د دردونو او ځینو عصبي او رواني ناروغیو د درملنې لپاره کارېدونکي بېلابېل درمل د ځینو کسانو له خوا د نشې لپاره هم استعمالېږي او په وروستیو کې یې پیر او پلور زیات شوی دی:

“په ځانګړي ډول د درد ځینې درمل، چې په طبابت کې ورته «اوپوید» خاندان ویل کیږي، چې دا د اعصابو په مرکزي برخه اغیز کوي او نشه کوونکي حالت رامنځته کوي، د دې ترڅنګ د ژور خفګان د مخنیوي ځینې درمل دي په ځانګړي ډول «کولنزپین او الپرازولم» چې دا هم ارامونکي درمل دي، او تر ټولو مهم یې «ګاباپینټین او پریګابالین» دي چې د عصبي دردونو د ارامولو لپاره پکاریږي او په وروستیو کې یې په بازار کې پیر او پلور ډېر زیات شوی دی.”

نوموړی د دغو درملو د خپل‌سري پلور د مخنیوي غوښتنه کوي. روغتیايي متخصصان خبرداری ورکوي چې د پرېګابالین ناسم استعمال د روږدتیا، سرګرځېدو او شدیدې خوبولۍ لامل کېدای شي او له ځینو نورو اراموونکو یا نشه‌يي درملو سره یې یوځای استعمال د تنفسي ستونزو خطر زیاتوي.

دا اندېښنې داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر یا UNODC د روان ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ میاشت کې په یوه راپور کې د افغانستان په ځینو سیمو کې د درملو د ناسم استعمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې څېړنې له مخې، ۶ اعشاریه ۱ سلنه نارینه ګډونوالو پرېګابالین یا زیکپ د خپلې سیمې له عامو نشه راوړونکو توکو څخه یاد کړی دی.

خو دا شمېره د زیکپ د استعمال حقیقي کچه نه ښيي، بلکې د سروې د ګډونوالو نظرونه څرګندوي. د ملګرو ملتونو په ارزونه کې بې‌کاري، اقتصادي ستونزې او رواني فشارونه هم د نشه‌يي توکو له دوامدار استعمال سره تړلي عوامل یاد شوي دي.

په ننګرهار کې هغه کورنۍ چې ځوانان یې په نشه راوړونکو ګولیو روږدي شوي، له مسوولانو غواړي چې د دغو درملو د خپل‌سري پلور د مخنیوي ترڅنګ، د روږدو ځوانانو درملنې او له درملنې وروسته د هغوی ملاتړ ته هم پاملرنه وکړي.

د دغو کورنیو لپاره د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ځوانان یې له درملنې وروسته بېرته د نشه راوړونکو ګولیو استعمال ته مخه ونه کړي او د خپل ژوند او راتلونکي د جوړولو فرصت له لاسه ورنه کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG