تازه خبر
شنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۳

یو شمیر درمل پلورونکي وايي د درملتونونو پر ځای دې په پوله کې د درملو قاچاق ودرول شي

انځور: رویټرز
انځور: رویټرز

د افغانستان او پاکستان د لارو له بندوالي او د پاکستاني درملو پر وارداتو له بندیز سره سره، پاکستاني درمل د افغانستان په بازارونو کې موندل کېږي. په ننګرهار کې د یو شمېر درملتونونو خاوندان ادعا کوي چې دغه درمل په قاچاقي ډول پر پوله را اوړي، وروسته یې طالب چارواکي له درملتونونو ټولوي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یو درمل پلورونکی دی چې په خبره یې تازه ترې د طالبانو ولایتي ادارې پاکستاني درمل ضبط کړي دي.

نوموړي وویل په ننګرهار کې د طالبانو د ولایتي ادارې د نظارت ډله دوی ته وايي چې په افغانستان کې د پاکستاني درملو پر واردولو بندیز لګېدلی او د پلور اجازه یې نه لري، خو دا وايي مسوولین دې د ډیورنډ په کرښه د دغه درملو د راوښتولو مخه ونیسي.

هغه چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادۍ راډیو ته وویل:«موږ د قاچاق ملاتړ نه کوو، خو که حکومت پاکستاني درمل بند کړي دي، نو باید د ډیورنډ په کرښه یې د راوښتلو مخه ونیسي، دا درمل بالاخره تر ښارونو په کومو لارو راوړل کیږي.؟ طالبان د دې په ځای چې راشي زموږ له درملتونونو دا درمل ټول کړي، دوی دې په کرښه مخه ونیسي، په ټنونو، ټنونو درمل د سپین بولدک په لاره افغانستان ته راړول کیږي، ټول افغانستان له دې درملو ډک دی، زموږ غوښتنه داده چې موږ باید زیانمن نه شو، او قانون باید په ټولو یو ډول عملی شي.»

موږ د قاچاق ملاتړ نه کوو، خو که حکومت پاکستاني درمل بند کړي دي، نو باید د ډیورنډ په کرښه یې د راوښتلو مخه ونیسي.
په جلال اباد کې یو درمل پلورونکی

د طالبانو حکومت د روان کال په فبرورۍ میاشت کې افغانستان ته د پاکستاني درملو په وارداتو بشپړ بندیز اعلان کړ او ورسره یې مالیې وزارت وویل چې هیڅ ډول پاکستاني درملو ته به د افغانستان په ګمرکونو کې د محصول اجازه ورنکړل شي.

خو د درملتونونو یو شمېر خاوندان ادعا کوي چې له دې وروسته په قاچاقي ډول په پراخه کچه پاکستاني درمل د افغانستان بازارونو ته رسیږي.

په جلال اباد ښار کې یو بل درمل پلورونکي چې دې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادۍ راډیو ته وویل:«دا څو ورځې مخکې یې زما له درملتون نه د ۵۰ زره افغانیو مال یوړو، یوازې په دې نوم چې پاکستاني درمل بند دي، موږ چاته وژاړو؟ چاته فریاد وکړو؟ دا درمل په کومه لاره راځي؟ مخه یې باید په لارو کې ونیول شي؟ موږ یې ځکه اخلو چې خلک یې غواړي، که اړتیا یې ونه اوسي، موږ نه غواړو چې پاکستاني درمل وپلورو، خو خلک د دې درملو سره عادت شوي دي او غواړي یې.»

دغه درمل پلورونکي وايي، مني چې له پاکستانه د درملو پر واردولو بندیز او په افغانستان کې یې په پلور بندیز لګول شوی خو د دوی مهمه پوښتنه داده چې دا درمل له کومو لارو د دوی تر درملتونونو رارسیږي.؟

هغه پوښتنه چې په ننګرهار کې د طالبانو د ولایتي ادارې مطبوعاتي دفتر یې په اړه د ازادۍ راډیو اړیکه ځواب نه کړه او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم په دې اړه څه ونه ویل خو مخکې تر دې د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی چې له قاچاقي لارو څخه د درملو د وارداتو مخه نیول کیږي او له عاملینو سره به هم قانوني چلند وشي خو له درملتونونو نه د پاکستاني درملو ټولولو ته په پام ویل کیدای شي چې د قاچاق مخه لا هم نه ده نیول شوې.

درمل پلورونکي دا ادعا هم کوي چې د پاکستاني درملو په وارداتو تر بندیز وروسته د قاچاق بیلابیلو شبکو ته زمینه برابره شوې چې په پراخه کچه دغه درمل افغانستان ته قاچاق کړي.

تراوسه کوم خپلواک څیړنیز بنسټ په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادۍ راډیو هم نه شي کولای چې د درمل پلورونکو دغه ډول ادعاوې تایید کړي.

یو بل درمل پلورونکی وایي، پر قاچاقي لارو د راوړل شویو پاکستاني درملو د کیفیت ډېر ډاډ هم نشته. هغه وویل:«شرکتونه یې په قانوني ډول بند کړل، خو هماغه درمل چې هیڅ ډول کوالټي یې نه ده معلومه په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کیږي.»

داسې مهال چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې اوس مهال له هند، ایران، ترکیې، بنګله دیش او یو شمېر نورو هیوادونو نه د اړتیا وړ درمل واردیږي خو د افغانستان ځینې ډاکتران وايي په ټوله کې خلک له پاکستاني درملو سره عادت شوي او د ناروغۍ پر مهال یې پایله هم ښه ده.

په کابل کې د داخله ناروغیو یو متخصص چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل:«له یوې خوا ناروغان دغه درملو ته اړتیا لري، خو له بله خوا دوی دا درمل بند کړي او په دې نوم چې دا بند دي ځي او له درملتونونو یې ټولوي، که څه هم د بیلابیلو هیوادونو درمل شته خو پاکستاني درملو ته لا هم اړتیا لیدل کیږي ځکه خلک تر ډېره دې درملو سره عادت شوي دي.»

افغانستان چې په بیلابیلو برخو کې تر ډېره واردونکی هیواد بلل کیږي د درملو په برخه کې هم په کور دننه په ځان بسیا نه دی او تر ډېره په نورو هېوادونو تکیه لري. که څه هم په وروستیو کې په کور دننه هم یو شمېر درمل تولید شوي خو روغتیا پوهان وايي لا هم په پراخه کچه افغانستان بهرني درملو ته اړتیا لري.

د ننګرهار د درملتونونو خاوندان وايي، د درملو د واردولو د بندیز د پلي کېدو ترڅنګ باید د ناقانونه وارداتو مخه هم ونیول شي او د هغو درملو په اړه روښانه تګلاره اعلان شي چې پخوا په قانوني ډول پېرودل شوي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

​
XS
SM
MD
LG