تازه خبر
شنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۳

په لغمان کې د یوې اووه کسیزې کورنۍ مړینه؛ خپلوان یې د طالبانو له حکومته عاجل اقدام غواړي

په غزني کې د یوې پخوانۍ ټرافیکي پېښې وروسته یو زیانمن مسافر وړونکی بس. انځور له ارشیف څخه
په غزني کې د یوې پخوانۍ ټرافیکي پېښې وروسته یو زیانمن مسافر وړونکی بس. انځور له ارشیف څخه

د دوشنبې په ورځ د کابل–جلال‌اباد پر لویه لار په لغمان کې په یوه ټرافیکي پېښه کې یوه اووه کسیزه کورنۍ ووژل شوه. د قربانیانو خپلوان د طالبانو له حکومته غواړي چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره عاجل اقدام وکړي. د لغمان د ټرافیکو مدیر وايي، په اتو میاشتو کې د دې لارې پر لغمان برخه ۴۱ مسافر مړه شوي دي.

په دې تازه پېښه کې شاوخوا ۳۵ کلن ډاکټر نجیب‌الله له خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو سره ووژل شو. د دې کورنۍ د فاتحې مراسم د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې ترسره شول.

د ډاکټر نجیب‌الله پلار محبت خان ازادي راډیو ته وویل: «زما دا بچی، الله راکړی و، په ډېرو سختیو مې رالوی کړو، زده‌کړې مې پرې وکړې، ډاکټر شو، او بس الله رانه بېرته سره له ټولې کورنۍ واخیستو.»

د ډاکټر نجیب‌الله ورور امان‌الله هم د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ورته ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. هغه ازادي راډیو ته وویل: «نجیب‌الله جان له طب پوهنځي فارغ شوی و، په څلور سوه بستریز روغتون کې یې کار هم کړی و، خو بس دې خونړي سړک له موږ واخیستو. زموږ له دولت هیله ده چې د ټرافیکي پېښو مخه ونیسي.»

نوموړی زیاتوي: «د کابل–جلال‌اباد سړک زما په شان ډېر وروڼه بې‌وروره کړي، ډېرې میندې یې بورې کړې او ډېرې ښځې یې کونډې کړې دي. دولت باید د بدیلې لارې غم وخوري.»

د کابل–جلال‌اباد سړک زما په شان ډېر وروڼه بې‌وروره کړي، ډېرې میندې یې بورې کړې او ډېرې ښځې یې کونډې کړې دي.
امان‌الله، د ډاکټر نجیب‌الله ورور

غبرګونونه او د چارواکو ځواب

له دې مخکې هم د کابل–جلال‌اباد، کابل–هرات، کابل–مزار، کابل–کندهار او یو شمېر نورو لویو لارو پر سر خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې او لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو دې وروستۍ پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی رحمان‌الله ګربز، چې د وژل شویو د فاتحې مراسمو ته ننګرهار ته تللی و، په ټولنیزو رسنیو کې په یوه ویډیويي پیغام کې له موټر چلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال احتیاط وکړي.

هغه ویلي: «موږ خو هر وخت دا پیغام ورکړی چې موټر چلوونکي باید احتیاط وکړي، خو زه نه پوهېږم چې یا خو زموږ په خبره کې دومره وزن نشته یا دې خلکو ته خپل ژوند نه دی مهم. خو که موټر چلوونکو ته خپل ژوند مهم نه وي، دوی ته دې په نورو ورحمېږي، په خپلو کورنیو دې ورحمېږي او په احتیاط دې سفر وکړي.»

د طالبانو د حکومت د لغمان د ټرافیکو مدیر حبیب‌الله مبارز طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت ته ویلي چې هڅه کوي د کابل–جلال‌اباد پر لویه لار هغو مسافر وړونکو موټر چلوونکو ته سزا ورکړي چې ټرافیکي اصول نه مراعاتوي.

د هغه په وینا، په تېرو نږدې اتو میاشتو کې یواځې د لغمان اړوند سیمو کې د دې لویې لارې پر سر له ۳۰ ډېرې ټرافیکي پېښې شوې، چې له امله یې ۴۱ مسافر مړه او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

که موټر چلوونکو ته خپل ژوند مهم نه وي، دوی ته دې په نورو ورحمېږي، په خپلو کورنیو دې ورحمېږي او په احتیاط دې سفر وکړي.
رحمان‌الله ګربز، د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی

د ټرافیکي پېښو د مخنیوي د کمپاین مشر ناصر خان ناصري وايي، هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو لویو لارو کې موټر چلوونکو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «دې ټرافیکي پېښو ټول ولس ډېر سخت اندېښمن کړی دی، خو موږ لا هم هڅه کوو چې د عامه پوهاوي له لارې کمپاینونه وکړو. په حکومت هم زموږ غږ دی چې باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او د ټرافیکي پېښو مخه ونیسي.»

د ټرافیکي پېښو لاملونه

په افغانستان کې له جګړې وروسته ټرافیکي پېښې د خلکو د مړینې له مهمو لاملونو بلل کېږي. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۶ز کال کې د ټرافیکي پېښو د مرګ‌ژوبلې تازه شمېرې نه دي خپرې کړې، خو د دې حکومت د ټرافیکو عمومي ریاست مخکې ویلي وو چې د ۱۴۰۴ل کال له وري (حمل) څخه تر مرغومي (جدي) پورې په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲ زره کسان مړه او لږ تر لږه ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

خراب او تنګ سړکونه، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول او په ځینو مواردو کې د موټر چلولو پر مهال د مخدره توکو د کارولو ادعاوې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه بلل کېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

​
XS
SM
MD
LG