تازه خبر
شنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۳

د هېنګ یا انغوزې کروندګر وايي کښت یې دوی زیانمن کړي دي

د کندز ولایت یوه کرونده، چې انغوزه (هېنګ) پکې کرل شوې ده.
د کندز ولایت یوه کرونده، چې انغوزه (هېنګ) پکې کرل شوې ده.

د هېنګ یا « انغوزې» کښت په وروستیو کلونو کې د افغانستان د یو شمېر کروندګرو لپاره د کوکنارو په بدیل بدل شو، خو ځینې کروندګر او د «هېنګ» سوداګر وايي د دغه محصول د بیو د ټېټېدو، د تولید زیاتوالي او د صادراتو د لګښتونو زیاتېدو د دوی کار او روزګار اغیزمن کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د کوکنارو پر کښت تر بندیز وروسته د یو شمېر ولایتونو ځینو کروندګرو د یوه قانوني او عاید لرونکي محصول په توګه د هېنګ « انغوزې » کښت ته مخه کړه.

دوی هیله لرله چې داکښت به د کوکنارو مناسب بدیل شي او اقتصادي ستونزې به یې راکمې کړي. خو اوس د دوی په وینا، د انغوزې د نیالګیو، تخمونو او شیرې بیې په بې‌ساري ډول راټیټې شوې او ورسره هم مهاله د دغه محصول د لېږد او صادراتو لګښتونه لوړ شوي دي. دوی د دې وضعیت لاملونه د تولید زیاتوالی، د هند په بازار کې د تقاضا محدودوالی او د ترانزیټي لګښتونو لوړېدل بولي.

توریالی سخي‌زاده د پروان ولایت یو له هغو کروندګرو څخه دی چې شاوخوا څلور کاله وړاندې، کله چې د انغوزې بازار ښه و، پرېکړه یې وکړه چې پیسې پور کړي او د زیات عاید ترلاسه کولو لپاره دغه بوټی وکري.

هغه ازادي راډیو ته وویل، شاوخوا ۱۵ جریبه ځمکه یې په اجاره ونیوله او انغوزه یې پکې وکرله، خو اوس له ستونزو سره مخ دی. «د پنځلس، شل لکه افغانیو په اندازه مې له دوکاندارانو څخه د هېنګې تخمونه وپلورل او په ځمکه مې وکړل خو نږدې څلور کاله کیږي فصل په ځمکه ولاړ پاتې دی او نه یم توانېدلی چې وې پلورم دوکانداران رانه خپل پورونه غوښتل، اړ شوم چې یوه برخه ځمکه وپلورم او د هغوی پورونه پرې ادا کم، خو تراوسه هم د ټولو پورونو په ورکولو نه یم توانېدلی.»

د هغه په خبره مخکې د هېنګې د یوه تاجکي نیالګي بیه ۱۵ نه تر ۱۸ افغانیو پورې وه خو اوس دا بیه یوې یا دوه افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د دې وزارت ویاند مصباح الدین مستعین تر دې وړاندې ویلي وو چې په وروستیو کلونو کې یې د کوکنارو د بدیل په توګه د انغوزې کښت ته وده ورکړې او د کروندګرو د هڅونې لپاره یې په یو شمېر ولایتونو کې د دغه بوټي د نیالګیو د وېش پروګرامونه پلي کړي دي.

د دې وزارت هغه د تېر ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې ځینو کورنیو رسنیو ته ویلي و چې په نړیواله کچه د انغوزې د تولید زیاتوالی د دغه محصول د بیو د ټیټېدو لامل شوی دی.

هغه ویلي وو وزارت یې هڅه کوي په نړیوال بازار کې د افغانستان د انغوزې د خرڅلاو وضعیت ښه کړي. په همدې حال کې، د انغوزې سوداګر هم په بازار کې د بدلونونو او د دغه محصول پر بیو د هغو د اغېزو په اړه خبرې کوي.

دوی وايي، په افغانستان کې د انغوزې د تولید زیاتوالی او د دغه محصول د پلور په اصلي بازار، هند کې د تقاضا محدودوالی، د بیو د راټیټېدو له عمده لاملونه دي.

یو افغان سوداګر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل:«د انغوزې د بازار اوسنی وضعیت ډېر خراب دی، ځکه هغو خلکو چې پنځه کاله وړاندې یې انغوزه کرلې وه، په تېرو درېیو پرله‌پسې کلونو کې یې حاصل ورکړ، افغانستان پخوا هر کال شاوخوا دوه سوه ټنه انغوزه تولیدوله او موږ هم همدا اندازه صادروله، خو اوس یې تولید څلور برابره، یعنې شاوخوا اته سوه ټنو ته رسېدلی دی،د هند بازار د دومره انغوزې د جذب ظرفیت نه لري، عرضه ډېره زیاته شوې، خو تقاضا کمه ده او یا په هماغه عادي کچه پاتې ده چې پخوا په هند کې مصرفېده.»

د دغه سوداګر په وینا، د انغوزې د «تخم دانې» بیه، چې پخوا له لسو تر دولسو زرو افغانیو پورې وه، اوس له څلورو زرو تر څلور نیم زرو افغانیو پورې راټیټه شوې ده. دغه راز د انغوزې د یو کیلو شیرې بیه مخکې تر پنځه زره افغانیو رسېده خو اوس له زرو افغانیو نه لوړیږي. دغه سوداګر زیاتوي چې په ورته وخت کې د هوا له لارې د هر کیلوګرام انغوزې د لېږد لګښت له ۶۰ امریکايي سنټو څخه شاوخوا دوو ډالرو ته لوړ شوی دی.

د هغه په باور، د کوچنیو سوداګرو د شمېر زیاتېدو او د صادراتي محمولو د وېشل کېدو له امله د هند په بازار کې د افغان پلورونکو د نرخ ټاکلو او معاملې کولو ځواک هم کمزوری شوی دی. هغه وايي، انغوزه په تېر وخت کې تر ډېره د افغانستان په شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه سمنګان، بدخشان او تخار کې په طبیعي ډول شنه کېده، خو په وروستیو کلونو کې د دغه بوټي کښت ته د کروندګرو د لېوالتیا له زیاتېدو سره یې تولید هم پراخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، FAO، د معلوماتو له مخې، انغوزه هغه بوټی دی چې له ریښې یې شیره ترلاسه کېږي او د مسالو، د خوړو د خوند ورکوونکو توکو او ځینو درملیزو محصولاتو په جوړولو کې کارول کېږي.

بلخوا، د کرنې او اقتصاد یو شمېر پوهان وايي چې په افغانستان کې د انغوزې د تولید زیاتوالی د بازار د تقاضا له ودې سره مل نه و او همدې مسئلې د کروندګرو د محصولاتو پلور له ستونزو سره مخ کړی دی.

د کرنې پوهنځي پخوانی استاد او د کرنیز اقتصاد کارپوه پوهاند ذکرالله صافي د انغوزې د بازار د ښه کېدو لپاره په هېواد کې دننه د دغه محصول پر پروسس او له کروندګرو سره پر اقتصادي ملاتړ ټینګار کوي. «موږ یوازې یو شمېر بوټي معرفي کوو، لکه زعفران، انغوزه، زیره، پودینه او داسې نور، دا بوټي په حقیقت کې د کوکنارو بشپړ بدیل نه شي کېدای، تر څو چې ورسره د حکومت له لوري یو بل بشپړوونکی پروګرام، حمایوي بسته یا پلان موجود نه وي، څو کروندګر له زیانونو وژغورل شي، ناهیلي نه شي او خپل تولیدات زیات کړي، ترڅو د کوکنارو د کرلو مخه ونیول شي. حکومت باید له دوی سره مرسته وکړي او هغه موسسې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، باید په دې برخه کې پانګونه وکړي.»

دا بوټي په حقیقت کې د کوکنارو بشپړ بدیل نه شي کېدای، تر څو چې ورسره د حکومت له لوري یو بل بشپړوونکی پروګرام، حمایوي بسته یا پلان موجود نه وي.
پوهاند ذکرالله صافي، د کرنیز اقتصاد کارپوه

اوس توریالی سخي‌زاده هم له نږدې څلور کلن انتظار وروسته له یوې سختې پرېکړې سره مخ دی؛ دا چې د انغوزې کښت ته دوام ورکړي او د بازار د ښه کېدو په تمه پاتې شي، او که دغه کښت پرېږدي.

هغه وايي، دعقرب او قوس په میاشتو کې د انغوزې د نیالګیو د پلور موسم رارسېږي، خو دی نه پوهیږي چې سږ کال به یې نیالګي وپلورل شي.

سخي زاده وايي که راروان سیزن ښه نه وو پرېکړه یې کړې چې د انغوزي ټول نیالګي له منځه یوسي او ځمکه د بل فصل لپاره اماده کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

​
XS
SM
MD
LG