تازه خبر
شنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۳

په ننګرهار کې ځوانان د طالبانو له لوري د شخصي موبایلونو له پلټلو شکایت کوي

په ننګرهار کې یوشمېر ځوانان وایي، د طالبانو له لوري په تلاشیو یا چیک پاینټونو کې د شخصي موبایلونو پلټنه لا هم دوام لري. دوی وایي چې دې کار یې شخصي حریم زیانمن کړی او مخه یې باید ونیول شي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی ادعا کوي چې څو ورځې وړاندې د تورخم جلال اباد په لار د پلټنې په یوه پوسته کې د بدني تالاشۍ پر مهال طالبانو د ده د ټلیفون د پلټنې غوښتنه وکړه، خو د ده په خبره له انکار وروسته له سخت تاوتریخوالي سره مخ شو. نوموړي ادعا وکړه چې له وهلو ټکولو وروسته بندي کړل شول او تازه له یوې اونۍ بند وروسته د کورنۍ په ضمانت ازاد شوی دی.

هغه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل: «بس نور یې راته څپیړي او سوکان بند کړل، او نور یې خپلو کسانو ته وویل چې دا زوړ کمونست دی، بیا یوه اونۍ یې بندي کړی وم، بیا مې کورنۍ راغله او په ضمانت یې خوشې کړم، دوی پوښتنه کوله چې دا څه کار کوي، کورنۍ مې ورته وویل چې په جلال اباد ښار کې لاس ګاډی چلوي.»

نوموړی وايي د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ملي اردو په لیکو کې یې د جګړن په رتبه کار کاوه او اوس په لاسي کراچۍ له یوه ځایه بل ځای ته د پیسو په مقابل کې د خلکو بار وړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار یو بل اوسېدونکی هم چې له ورته یوې ستونزې سره د مخ کېدو ادعا کوي ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د شک لاندې کسانو شخصي حریم ته هیڅ ډول درناوی نشته.

هغه وویل: «شخصي حریم ته هیڅ ډول درناوی نشته، چې په هره پوسته یا چیک پواینټ کې دې ودروي، د پلټنې پر مهال درنه اول ټلیفون اخلي، او مجبوروي دې چې ورته یې خلاص کړې، په کې ګرځي، عکسونه هم ګوري، پیغامونه هم ګوري، واټس اپ ته ځي هلته مسجونه ګوري، که خبره ورسره واوړې، دستي درباندې ګوزار کوي، زموږ دلته دغه ډول خلکو سره ژوند دی.»

خو په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند دغه ادعا رد کړه او وې ویل چې هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې د چا شخصي حریم ته سپکاوی وکړي.

سید طیب عماد ازادي راډيو ته وویل: «په دې سخت بندیز دی، په وار وار په مجلسونو کې د رهبرۍ له لوري ټولو پولیسو ته ویل شوي چې دا کار ونه کړي، ځکه دلته، امنیت داخلي او نور ارګانونه په دې پسې ګرځي، که کوم (طالب سرتیری) ګیر شي، سزا ورکول کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم، د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې خلکو ورته شکایتونه کړي دي. دغه راز د بشري حقونو د څار سازمان د تېر ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې په یوه راپور کې ویلي وو چې د طالبانو د امر بالمعروف ځینو مامورینو په عامه ځایونو کې د خلکو موبایلونه پلټلي دي.

د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې هم، چې په ۲۰۲۴ کال کې خپور شوی و، ځینو افغان ښځو ویلي وو چې په لارو او امنیتي پوستو کې یې موبایلونه او شخصي توکي پلټل شوي دي.

د دغو پېښو او راپورونو له مخې دا پوښتنه راپورته کیږي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د یوه وګړي شخصي ټلیفون تر کومه بریده د امنیتي پلټنو برخه ګرځېدای شي او د خلکو د شخصي حریم د خوندیتوب قانوني حدود څه دي؟

د حقوقي چارو پوه اختر راسخ وايي د محکمې او څارنوالۍ له حکم پرته هیڅ څوک حق نه لري د چا شخصي حریم ته دننه شي. هغه ازادي راډيو ته وویل: «دا کړنې نه یوازې د نړیوالو او ملي قوانینو له مخې منع دي، بلکې د انسانیت له اړخه هم دا ښه کار نه دی، د محکمې له حکم او د اړوند ارګانونو له مداخلې پرته هیڅوک حق نه لري چې د چا شخصي حریم نقض کړي او هغه څه یې وپلټي چې د یو چا خصوصي حریم بلل کیږي، یا داسې څه چې هغه کس نه غواړي بل څوک یې وګوري، په دې سره د خلکو او نظامونو ترمنځ بیلوالی او شخصي تربګنۍ او دښمنۍ رامنځته کیږي.»

د محکمې له حکم او د اړوند ارګانونو له مداخلې پرته هیڅوک حق نه لري چې د چا شخصي حریم نقض کړي او هغه څه یې وپلټي چې د یو چا خصوصي حریم بلل کیږي.
اختر راسخ، د حقوقي چارو پوه

د نوموړي په وینا دغه ډول خپلسرې کړنې نه یوازې د خلکو او دولت ترمنځ فاصلې زیاتوي بلکې په سیمه ییزه کچه د خلکو ترمنځ د تربګنیو او دښمنیو لامل هم ګرځي.

د طالبانو له لوري د خلکو د ټلیفونونو د پلټلو موضوع هم نوې نه ده.

بلکې واک ته تر رسېدو مخکې هم د دغه ډلې له لوري په بیلابیلو ناامنه سیمو او لویو لارو کې د خلکو د ټلیفونونو د پلټل کېدو او په کې د موسیقۍ او فلمونو له موندل کېدو وروسته د ټلیفون له خاوند سره له تاوتریخوالي د ډک چلند راپورونه ورکول شوي دي.

خو د حقوقي چارو پوه اختر راسخ وايي اوس چې طالبان په افغانستان کې د یو نظام څښتنان دي نو د قانون له مخې باید هیچاته د دغه ډول چارو اجازه ور نه کول شي.

د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق اوولسمه ماده د خلکو په شخصي ژوند، کورنۍ او مکاتباتو کې خپل‌سرې او غیرقانوني مداخله منع کوي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ کړ چې له مخې یې د موسیقۍ په غږولو، اورېدلو او دغه راز په انځوریزو فعالیتونو محدودیتونه ولګول شول، خو دا چې د دغه قانون له مخې د خلکو د شخصي موبایلونو پلټنه کوم قانوني شرایط لري په اړه یې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو په ننګرهار کې په دې اړه د یو شمېر خلکو اندېښنې دا پوښتنه لا پیاوړې کوي چې افغانان په خپلو شخصي موبایلونو کې د معلوماتو له ساتلو څومره ډاډمن دي؟ او د امنیتي پلټنو او د خلکو د شخصي حریم ترمنځ قانوني پوله شته او کنه؟

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

​
XS
SM
MD
LG