د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۶

په تاجیکستان کې افغان کډوال: قانوني اسناد لرو، خو بهر نه شو وتلی

په تاجیکستان کې د جلال الدین بلخي ولسوالۍ کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره یو کمپ انځور له ارشیف څخه
په تاجیکستان کې د جلال الدین بلخي ولسوالۍ کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره یو کمپ انځور له ارشیف څخه

په تاجیکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي، سره له دې چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د نیول کېدو او اېستل کېدو له وېرې له کوره نه شي وتلی. دوی وايي، امنیتي کسان یې په بېلابېلو پلمو نیسي او پیسې ترې غواړي. د تاجیکستان چارواکو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د جبري اېستلو راپورونه رد کړي وو.

د تاجیکستان په وحدت ښار کې مېشت یو افغان کډوال ازادي راډیو ته وویل: «په تیاره کې کار ته ځو او په تیاره کې له کاره راستنېږو، بهر نه شو وتلی؛ نارینه د لومړنیو اړتیاوو د توکو اخیستلو لپاره دوکان ته نه شي تللی، ښځې هم په ډېره وېره بهر وځي. امنیتي کسان راځي او کډوال نیسي، اصلي لامل یې هم هېڅ معلوم نه دی.»

هغه وايي، په دغه هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد لري، خو د نیول کېدو او له هېواده د اېستل کېدو وېرې یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

نوموړی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو ورځو کې د افغانانو نیول کېدل یو ځل بیا زیات شوي او یو شمېر همکاران یې له کاري ځایونو نیول شوي دي.

هغه وویل: «څه موده مخکې یې زموږ همکاران ونیول او ډیپورټ یې کړل. ځینو ته یې ویلي وو چې یا ډېرې پیسې راکړئ یا مو وباسو. یو شمېر اړ شول چې د اېستل کېدو د مخنیوي لپاره ډېرې زیاتې پیسې ورکړي. دا وضعیت د ټولو لپاره ډېر ستونزمن شوی دی.»

په تیاره کې کار ته ځو او په تیاره کې له کاره راستنېږو، بهر نه شو وتلی.
د وحدت ښار اوسېدونکی یو افغان کډوال

په تاجیکستان کې یو بل افغان کډوال، چې هغه هم نه غواړي نوم او اصلي غږ یې په راپور کې خپور شي، وايي چې د استوګنې د اسنادو له لرلو سره سره، افغان کورنۍ د نیول کېدو له وېرې سره مخامخ دي: «موږ له یوې ډېرې جدي ستونزې سره مخامخ یو. هره ورځ د وحدت ښار امنیتي کسان راځي او کډوال ځوروي. ډېرې پیسې غواړي، که پیسې ورنه کړو، له دې ځایه مو باسي.»

هغه زیاتوي: «دلته ټول کډوال قانوني اسناد، د کډوالۍ کارتونه او ویزې لري او په قانوني توګه ژوند کوي، خو بیا هم له خپلو کورونو نه شي وتلی. که بهر ووځو، امنیتي کسان مو په بېلابېلو پلمو نیسي او که پیسې ورنه کړو، له دې هېواده د اېستلو ګواښ راته کوي.»

له کډوالو څخه د تاجیکستان د امنیتي کسانو له لوري د پیسو د اخیستلو د ادعا په اړه د دغه هېواد چارواکو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم نه شي کولای دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

د دغو کډوالو په وینا، دا وضعیت له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې وخت ناوخت دوام لري.

د تاجیکستان د چارواکو دریځ

د تاجیکستان چارواکو تر دې وړاندې د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه راپورونه رد کړي وو. د دغه هېواد د کډوالو چارو د کمېټې مشر، مصور بهادري، د ۲۰۲۵ز کال د جولای په میاشت کې دغه ډول راپورونه بې‌بنسټه بللي وو او ویلي یې وو چې په دې اړه یې هېڅ رسمي شکایت نه دی ترلاسه کړی.

د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې بیا د ۲۰۲۶ز کال د مې پر ۱۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې تر ۱۰ زرو ډېرې افغان کورنۍ، چې نافذ قوانین مراعتوي، په دغه هېواد کې «په قانوني توګه او په ارامۍ» ژوند کوي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان لسګونه زره وګړي په تاجیکستان کې ژوند او کار کوي، خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ز کال د اکتوبر تر ۲۴مې پورې، ۱۴۳۰ افغان وګړي له تاجیکستان څخه افغانستان ته اېستل شوي دي.

د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې دا ادعا هم کړې چې یو شمېر افغان کډوال د نشه‌يي توکو د قاچاق، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو، د ماشومانو پر وړاندې د جنسي جرمونو او د کډوالۍ د اسنادو د جعل په څېر جرمونو په تور نیول شوي او له هېواده اېستل شوي دي.

دې کمېټې دا نه دي روښانه کړي چې یاد تورونه د کومې مودې اړوند دي او څومره افغان وګړي د دغو تورونو له امله له هېواده اېستل شوي دي.

هره ورځ د وحدت ښار امنیتي کسان راځي او کډوال ځوروي.
په تاجیکستان کې یو افغان کډوال

د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې دا اعلان د دغه هېواد د سغد ولایت په مرکز، خجند ښار کې، له یوې جنایي پېښې وروسته وکړ. په دې پېښه کې یو افغان وګړی د یوې ۲۹ کلنې تاجیکې ښځې د وژنې په تور د ۲۰۲۶ز کال د اپرېل پر ۳۰مه ونیول شو.

له دې پېښې وروسته د سغد له ولایت څخه د شاوخوا ۲۵۰ افغان کورنیو د نیولو او اېستلو راپورونه خپاره شول.

په هغه وخت کې یو شمېر افغان کډوالو له افغانانو سره پر ډله‌ییز توپیري چلند نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې ولې باید د یوه کس له خوا د جرم د ترسره کېدو له امله نور افغان وګړي هم له نیولو، محدودیتونو او له هېواده د اېستلو له خطر سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو اندېښنې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د منځنۍ اسیا لپاره د ۲۰۲۶ز کال په خپله ستراتیژۍ کې د یو شمېر کډوالو د حقوقي زیانمننې په اړه اندېښنه ښودلې ده، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په اړه چې د دې ادارې له خوا ثبت شوي، خو کوربه حکومتونو په رسمیت نه دي پېژندلي.

دې ادارې د پناه غوښتنې د نظامونو پر پیاوړتیا، حقوقي ملاتړ ته پر لاسرسي، په کوربه ټولنو کې د کډوالو د ادغام لپاره د زمینې پر برابرولو او د جبري بېرته ستنولو د منعې د اصل پر مراعتولو ټینګار کړی دی.

دا اصل حکومتونو ته اجازه نه ورکوي چې کډوال او پناه غوښتونکي داسې هېواد ته بېرته واستوي چې هلته د جدي ځورونې یا د هغوی ژوند او ازادۍ ته د ګواښ له خطر سره مخامخ وي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، یو شمېر افغان وګړي د تاجیکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

په تاجیکستان کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د امنیتي اندېښنو او د ژوند د احتمالي ګواښونو له امله افغانستان ته بېرته ستنېدل خطرناک بولي او ډېری یې لا هم د خپلو کډوالۍ دوسیو د څېړلو او درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د عمومي عفوې فرمان ته په اشاره ټینګار کړی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو امنیت خوندي دی.

ملګرو ملتونو بیا د ۲۰۲۵ز کال د جولای پر ۲۴مه په خپاره کړي راپور کې له ځینو بېرته ستنېدونکو سره د شکنجې، ناوړه چلند، خپلسرو نیونو او امنیتي ګواښونو پېښې مستندې کړې دي.

په تاجیکستان کې د افغانستان د سفارت، چې د تېر جمهوري نظام د استازو له لوري اداره کېږي، یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر دغه کډوال په سفارت کې ثبت نه دي، بلکې د ملګرو ملتونو له ادارې څخه یې کارتونه ترلاسه کړي دي.

دې سرچینې زیاته کړه چې د افغانستان سفارت د تاجیکستان د حکومت د پالیسیو په اړه نه صلاحیت لري او نه هم مسوولیت، او کډوال کولای شي خپلې اندېښنې د تاجیکستان له چارواکو او د کډوالو د چارو له مسوولو ادارو سره شریکې کړي.

له دې ټولو سره، په تاجیکستان کې یو شمېر افغان کډوال لا هم اندېښمن دي چې د استوګنې او پناه غوښتنې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره، تر کومه بریده به د نیول کېدو او له هېواده د اېستل کېدو له احتمالي خطر څخه خوندي وي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG