د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: طالبانو رسنۍ او خبريالان سانسور کړي دي


يو شمېر افغان خبريالان
يو شمېر افغان خبريالان

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ)، چې په نیویاک کې مېشته ده، ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې خبري رسنۍ له سانسور او نورو محدودیتونو سره مخامخې دي او د بقا مبارزه کوي.

د دې کمېټې په راپور کې، چې پرون (پنجشنبې) خپور شو، راغلي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د رسنیو ازادي محدوده شوې ده.

راپور د رسنیو سانسور، د خبریالانو نیونو او د ښځینه خبریالانو محدودیتونو ته اشاره کړې او ویلي چې ډېر خبریالان له افغانستانه وتلي دي.

وږمه احمدزۍ یوه له هغو خبریالانو ده چې څو میاشتې پخوا یې په کابل کې دنده له لاسه ورکړه او پاکستان ته لاړه.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته له دندې و ایستل شوم او په کور کښېناستم. چا چې په بېلو بېلو رسنیو کې کار کاوه ټولې زما په شان وزګارې شوې او په بدو شرایطو کې اوسي. اته میاشتې کېږي چې په پاکستان کې یم او دلته بد حالت لرم."

يو شمېر افغان خبريالان چې څه موده مخکې يې اسلام اباد کې د خپل سرنوشت مالومولو په خاطر اعتراضونه وکړل.
يو شمېر افغان خبريالان چې څه موده مخکې يې اسلام اباد کې د خپل سرنوشت مالومولو په خاطر اعتراضونه وکړل.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې په راپور کې د دې کمېټې د رئیسې جودي ګینز برګ په قول ویل شوي چې د رسنیو د ځپلو لپاره د طالبانو اقداماتو ناوړه اغېز لرلی دی.

دې ویلي چې پر طالبانو دې نړیوال فشار ډېر کړي چې د رسنیو په اړه یې چلند بدل شي او پر رسنیو بریدونه ودروي.

تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي و چې د تېر کال د اګست له پنځلسمې تر اوسه پورې يې ۱۹۶ خبریالان له افغانستانه وتلي دي.

د دې ټولنې د مالوماتو پر اساس، افغان خبریالان د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخامخ وو، خو طالبان دا ډول تورونه ردوي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: "ځینې وخت چې متاسفانه سختې امنیتي پېښې وشي او یا د امنیتي پېښو په ترڅ کې چې خبریالان هڅه وکړي چې ځان د پېښې ځای ته ورسوي او منع شوې سیمې ته داخل شي، له ځینو ستونزو سره مخامخ کېږو. زموږ ځواکونه مجبوره دي چې امنیت وساتي، د سانسور خبره سمه نه ده، پر هیڅ رسنۍ سانسور نه شته."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، راپور یې له ګڼ شمېر خبریالانو او د رسنیو له چلوونکو سره د مرکو پر اساس چمتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG