د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

رسنیز فعالان: طالبان دې د خبریالانو پر وړاندې دسیسې جوړول ودروي


ارشیف: په کابل کې د لاریون پرمهال د طالبانو له لوري د یو خبریال د وهلو ډبولو انځور
ارشیف: په کابل کې د لاریون پرمهال د طالبانو له لوري د یو خبریال د وهلو ډبولو انځور

په ارزګان کې د طالبانو د حکومت له خوا د خبریال شمس الله شمس تر نیول کېدو وروسته یو شمېر خبریالان او د دوی ملاتړي بنسټونه وايي، چې د خبریالانو پر وړاندې دې د دسیسو جوړلو مخه ونیول شي.

په ارزګان کې د خبریال شمس الله شمس نیولو غبرګونونه پارولي دي.

د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د امینه قوماندانۍ ویاند اغا ولي قریشي ازادي راډيو ته ویلي، چې د سلام ارګان خصوصي راډیو دا خبریال، دوی د اخلاقي جرم په تور نیولی چې اوس په زندان کې دی.

نوموړی، چې څلور ورځې وړاندې نیول شوی، کوم تور چې ورباندې دی، په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

خو خبریالان او د رسنیو ملاتړي بسنټونه بیا ادعا کوي، چې دا د خبریالانو پر وړاندې دسیسه ده او غوښتنه کوي څو د خبریالانو د سانسور او محدودولو لپاره دې نور د دسیسې جوړولو مخه ونیول شي.

افغان خبریال شکور کامران وايي، د جنايي جرمونو په تور مخکې هم خبریالان زنداني شوي خو وروسته ثابته شوې چې هغوی هېڅ ګناه نه درلوده.

کامران وویل: "څو ورځې مخکې د تکل په نوم یو خبریال په هلمند کې ونیول شو او طالبانو وویل چې هغه غوښتل زندان ته نشه یي توکي ولېږدوي خو وروسته یې بېرته پرېښود. که نشه یي توکي ورسره و، ولې پرېښودل شو؟ او که ورسره نه و، ولې ونیول شو؟ دا ټولې دسیسې دي. طالبان له دې لارې غواړي رسنۍ سانسور کړي او په ځینو خبریالانو د تورونو لګولو له لارې هڅه کوي نور خبریالان هم ووېروي او هغوی ته دا پیغام ورسوي که د دوی فرمایش ونه مني، له دې ډول ستونزو سره مخ کېدلای شي."

د خبریالانو د ملي کور ټولنې مشر سید یاسین متین هم ادعا کوي، چې د خبریالانو لپاره دسیسې جوړېږي خو، نوموړی د طالبانو له حکومته غواړي چې مخه یې ونیسي.

متین وویل: "له اسلامي امارته تمه لرو چې د دسیسو او دسیسه جوړونکو مخه ونیسي او د یوه حکومت په توګه دې دسیسه جوړونکو ته اجازه نه ورکوي. که دسیسه جوړونکو ته اجازه ورکول کېږي، خپله حکومت ورسره بدنامېږي او دا به د حکومت کمزوري هم وبلل شي چې د دسیسو مخه نه شي نیولای. خو که دوی وغواړي د دسیسه جوړونکو او هغوی چې د بیان په ازادۍ محدودیتونه لګوي، مخه یې نیولای شي."

په کابل کې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وايي، چې لا هم د ګردېز غږ راډيو مسول جمال الدین دلدار، د افتاب راډيو مسول میرزا حسني، د پژواک اژانس خبریال عبدالحنان محمدي او د سلام ارزګان راډيو خبریال شمس الله شمس د طالبانو په زندان کې دي او د دوی له غوښتنو سره هم له زندانه نه دي خوشې شوي.

د ارزګان ولایت خبریالانو هم د طالبانو له حکومت نه د شمس الله شمس د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت یو ویاند انعمام الله سمنګاني
د طالبانو د حکومت یو ویاند انعمام الله سمنګاني

د طالبانو د حکومت یو ویاند انعمام الله سمنګاني په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د رسنیو د ملاتړو بنسټونو په وینا د طالبانو په ۱۱ میاشتنۍ واکمنۍ کې ۹۵ تنه خبریالان نیول شوي چې ۴۱ په تېر ۲۰۲۱ او ۵۴ نور په روان ۲۰۲۲ میلادي کال زنداني شوي دي.

د دوی په خبره، ډېر یې له څه مودې زندان وروسته بېرته خوشې شوې دي خو د څلورو خبریالانو په ګډون یو شمېر لیکوالان او مدني فعالان لا هم د طالبانو په زندان کې دي.

د طالبانو له زندانونو ازاد شوي خبریالان وايي، چې په لیکلي او ويډيويي بڼو ژمنې ترې اخیستل شوي، چې د زندان او نیول کېدو په اړه به له رسنیو سره نه غږېږي او نه به هم له دې وروسته هغه خبرونه خپروي، چې د طالبانو د حکومت ستونزې او نیمګړتیاوې په کې یادې شوې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG