د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

بلېنکين: پر خبريالانو بريدونه او ګواښ به رسنۍ نورې هم سانسور کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د طالبانو حکومت تورنوي، چې په افغانستان کې یې په سیستماتیک ډول ازادې رسنۍ ځپلي دي.

ښاغلي بلېنکن بیګاه د مې په درېیمه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ۴۰ سلنه ازادو رسنیو په افغانستان کې خپل فعالیت درولی.

نوموړي ويلي:"طالبانو په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د افغانستان ازادې رسنۍ، په مشخص ډول ښځینه خبریالانې او په لېرې پرتو سیمو کې فعالې رسنۍ ځپلي. د هغې سروې له مخې چې د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې وشوه، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ۴۰ سلنه ازادو رسنیو په افغانستان کې خپل فعالیت درولی."

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه په اندېښنې سره وايي، ډېری خبریالان په انفرادي توګه ګواښل کېږي، برید پرې کېږي او زندان ته اچول کېږي.

د ښاغلي بلېنکن په خبره، دا چاره د خبریالانو د ځان سانسورۍ لامل شوې، تر خوا یې ډېرو خبریالانو خپل وطن پرېښی او ځینو له دې مسلک سره خدای په اماني کړې ده.

خو طالبان بیا دا خبره نه مني.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د رسنیو د تړل کېدو لاملونه بېلابېل دي او تر خوا یې دوی د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

نوموړي وويل: "د اسلامي امارت له‌خوا یوه رسنۍ هم نه‌ده بنده شوې. کله چې تحولات راغلل، ځینو رسنیو خپل بهرنی تمویل له لاسه ورکړ، په خپله له ستونزو سره مخ شوې او د ځینو مسوولان یې هغه مهال چې امریکایانو په الوتکو کې خلک له افغانستانه ویستل، دوی له هېواده ووتل، نو هغه رسنۍ بې مدیریته او بې‌ادارې شوې. طبعا دې کار اغېز پرې وکړ. نور نو یوه رسنۍ هم زموږ له‌‌خوا نه ده تړل شوې."

په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د اندېښنو په دوام د بې‌پولي خبریالانو ټولنې پرون په خپله تازه درجه بندۍ کې وویل، افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ په درجه بندۍ کې ۳۴ نمرې شاته لوېدلی.

په دې راپور کې زیاته شوې، افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۵۶ ځای نیولی دی، داسې مهال چې تېر ۲۰۲۱ کال کې په ۱۲۲ ځای کې و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې له قوله لیکي، په ۲۰۲۱ کال کې ۲۹۳ خبریالان بندیان و چې د تېرو کلونو په پرتله ډېره لوړه ده.

د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵مې وروسته، له هغې ورځې چې طالبان په افغانستان بیا ځلې واکمن شوي، ډېری خبریالان هم نیول شوي او زنداني شوي.

هغه نېونې چې خبریالان وايي، د دوی په کارونو مخامخ اغېز لري.

XS
SM
MD
LG